وطنه د افغان
21.09.2011 22:12ډيوه د معرفت يې مونږه ستا يو پتنگان
وطنه د افغان – وطنه د افغان
په علم معرفت دې لوړساتو ښكلى نشان
وطنه د افغان – وطنه د افغان
***
ته كورد ننگيالو يې ته كورد پتيالو يې
وحدت باندې به جوړ كړو ستا له ورانو گلستان
وطنه د افغان – وطنه د افغان
***
وحدت زمونږه كار دى يـــــوالى مـو شعار دى
نفاق نه به ځان ساتو په يوه لار يو روان
وطنه د افغان – وطنه د افغان
***
ته گل يې ته گلشن يې د پلار نيكــه مدفن يې
په پوهه به وطنه جوړوو افغانستان
وطنه د افغان – وطنه د افغان
***
مونږ ټول يو سره وروڼه ته يې د ټولو خونه
((قتيل)) باندې وطنه له هر څه ځنې يې گران
وطنه د افغان – وطنه د افغان
۱۳۹۰،۶،۲۹