د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان کرکټ ملي اتله لوبډله هیواد ته د تود هرکلي سره راستنه شوله

کرکټ څانګه 08.12.2010 07:22


پرون ماښام افغان کرکټ ملي اتله لوبډ د کابل نړیوال هوائي ډګر د سروزرو او سپینوزرو مډالونه سره هیواد ته راورسیدله.

په هوائي ډګر کې د افغان ملي لوبډلې د هرکلي لپاره ګڼ شمېر افغان مخور او ډیر افغانان د تاریخ جوړونکو د کرکټ اتلانو د سروزرو او سپینو زرو د مډالونو د ویاړ د لمانځنې لپاره راغلي و.


فغان مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر له ټولو هیوادلو څخه مننه وکړه چې د خپلو اتلانو مخې ته خوشالۍ پر موخه ورغلي و، ښاغلي زاخیلو دا هم وویل ((د کرکټ ملي لوبډله د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د افغانستان او افغانانو لپاره د هیواد ښکل بیرغ رپوي او د نورې نړۍ خلکو ته دا ښائې چې افغانان میړني دي، افغانان سوله غوښتونکې دي، افغانان د مینې، غیرت او میړانې څخه ډک خلک  او په هر ډګر کې بریالي کیدلای شي)).

د ملي لوبډلې د اوږدو لوبو کپتان نوروز منګل د الوتکې څخه د کوزیدلو پر مهال رسنیو ته وویل ((موږ د خوار مظلوم اولس او د ګران افغانستان لپاره لوبه کوو او دا ټول ویاړونه موږ خپل افغان ولس ته راوړي دي)).

افغان ملي لوبدله د کام ایر په هوائي الوتکه کې هیواد ته راستنه شوله، د کام ایر هوائي شرکت مشر او د کرکټ بورډ غړي زمري کام ګار لخوا افغان ملي اتلانو ته په الوتکه کې د ګلونو ګیډۍ ورکړل شوي.

 

د افغانستان ملي اتلانو په هوائي ډګر کې د الله اکبر په نعرو او ګلونو بدرګه او په خوشالیو ولمانځل شول

د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې د ملي لوبډلې هرکلي ته، لوړ پوړو دولتي چارواکي، د ولسي جرګې غړي، د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولين او د کرکټ سلګونه مينه وال راغلي وو. د کرکټ مينه والو، د کرکټ د ملي لوبډلې په ډولونو او اتڼونو هرکلى وکړ او لوبغاړي يې په خپلو اوږو کښېنول او ګلونه يې پرې وشيندل.

د افغانستان لپاره د دې لوبې ( انټرکانټینټل) ډیر اړین و، د لویو وچو د سیالۍ اتلولي کولای شي د افغانستان کرکټ ته د کرکټ د نړیوالې شورا دیر پام راواړوي.

د لویو وچو اتلولۍ سره به افغانستان د کرکټ نړیوالی شورا په دې قانع کړي چې افغانستان ته د اوږدې لوبو کولو ویاړ ور په برخه کړي، او که اوس ورته د کرکټ نړیواله شوره د اوږدو لوبو کولو ویاړ ورنکړي نو د دې لوبې کولو سره افغان ملي لوبډله وتوانیده چې د اوږې لولو کولو سټیټس ته ځان ورنږدي کړي.

د افغانستان کرکټ بورډ ټول افغانانو ته په هیواد کې او له هیواده بهر د دې ویاړنو د ګټلو مبارکي وايي.