د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان په آسياد کې د کرکټ د سپينو زرو مډال تر لاسه کړ

کرکټ څانګه 26.11.2010 11:36

د ملي لوبډلې کپتا محمد نبي عیسی خېل

افغان ملي په اسیاد کې د سپینو زرو مډال خپل کړ او د سروزو مډال د بنګلدیش هیواد وګټلو، نن د بنګلدیش خلاف افغان لوبډلې ۱۱۹ منډې هدف ټاکلی و چې د کرکټ متخصصین وايي دا منډې د چین د ګوانجو په ځغاست ځای کافې منډې دي خو په لوبه کې د لوبڅارانو زیاتو پرېکړې د افغان لوبډلې پر ضد وي.

د افغانستان ملي لوبډلې پچه وګټله او منډې جوړونه یې غوره کړه، لومړی تکړه پیاوړی لوبغاړی شهزاد محمدي د لاسه ورکړه او په لوبډله له پېل څخه د محمدي سوځیدنې په لوبډله بده اغیزه وکړه.

نن د توپ وهنې په ډګر کې اصغر سلام خېل وځلید او په ۳۶ توبونو یې ۳۸ منډې جوړې کړي، سلام خېل د بنګلدیش خلاف ۳ څلوریزې او یوه اوږده شپږیزه ووهلي.

شبیر نوري هم ښه توپوهنه وکړه په ۱۹  توپونو یې ۲۵ منډې وکړي چې ۳ په کې څلوریزي او یوه پکې لوړه شپږیزه و.

کریم صادق په چین کې د ملي لوبډلې مرستیال کپتان نن ۳۰ توپونه ولوبول او ۲۰ منډې یې وکړي چې دوه پکې اوږدې شپږیزې وي.

د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر داکټر حضرت عمر زاخېلوال او د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری  د ملي لوبډلې د تشویق لپاره د چین هیواد ته  رسیدلي دي.

افغان ملي لوبډلې  پرون ورځ د اسیاد په لوبه کې د سپینو زرو مډال د پاکستان هیواد کرکټ لوبډلې څخه خپل کړ همدارنګه د اسیاد کرکټ په لومړۍ منځ لوبه کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه.

د اسیاد په لوبو کې د کرکټ لوبې د لومړي ځل لپاره داخلي شوي دي، دا لومړی ځل دی چې افغان ملي لوبډله په اسیاد کرکټ لوبو کې ګډون کوي.

د افغان ملي کرکټ لوبډلې د منډو شمېر پاڼه:د افغان ملي لوبډلې د توپ اچونې شمېر پاڼه:

نن  د ملي لوبډلې پایلوبې ته د چین د ګوټ ګوټ څخه افغانان راغلي و(( عبدالمجیب خان یو د هغو افغانانو څخه دی چې تلویزیون تصویر اخستونکو کمرې ډیرې وګرځولي د افغانستان لوی بیرغ یې په لاس کې  و او د لوبې د پېل څخه تر پایه پورې یې د ګوانجو په کرکټ لوبغالي کې  بیرغ رپاوه، نوموړی وايي چې زه متحداه ایالاتو کې اوسیږیم، په کوم ورځ چې ملي لوبډلې د هانګ سره لوبه کوله خبر شوم خپل سفر مې وځنډاوه  او ځان مې د ګوانجو د ښار د کرکټ د لوبې لیدلو لپاره ورساوه، لوبې ته لږ وخت پاتې و او د لوبې د لیدلو ټیکټونه نه پیدا کیدل د ټیکټ د اخستلو پسې تور بازار ته ولاړم ټیکټ مې د خپل نرخ په څو چنده واخسته، په چین کې د افغان کرکټ ملي لوبډلې لوبې لیدل به مې په ژوند کې ښه یادګار وي)).ملي لوبډله د چین څخه د نومبر په ۲۷ نېټه متحده عربي اماراتو ته راستنیږي، ټاکل شوي ده چې د دیسمبر په دویمه نېټه د سکاټلینډ هیواد سره د دوبې په سپورټ سیټي کې ۵ ورځینۍ د انټرکانټینټل سیالۍ پایلوبه ترسره کړي.