د کرکټ بورډ مشر زاخېلوال د چین ګوانجو ته روان شو
25.11.2010 19:53د کرکټ بورډ عمومي مشر حضرت عمر زاخېلوال چین د ملي لوبډلې تشویق او مننې لپاره د چین هیواد ته روان شو
د افغانستان د مالي وزیر او افغان کرکټ بورډ عمومي مشر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال پتیلې چې چین د اسیاد په لوبو کې د کرکټ ملي لوبډلې د بنګلدیش سره د پایلوبې لیدلو او د خپلو اتلانو د تشویق لپاره سفر وکړي.
ښاغلي زاخیلوال بیګا شپه د پاکستان د لوبې لپاره سبا کړي و، نوموړی وايي (( لوبه مې له پېله تر پایه پورې وکتله او دومره خوند مې ترې اخستې چې هیڅ د خوشالۍ اظهار نشم کولای او هیله لرم چې سبا ته د چین هیواد ګوانجو ته د لوبې کولو مخکې خپلو اتلانو ته ورسیږم)).
په دې سفر کې د ښاغلي زاخیلوال سره د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری او د جمهوري ریاست څخه دوه تنه مله دي.
ښاغلی زاخېلوال او وروسره مله پلاوي نن ماښام د کابل څخه د چین په لور روان شوي دي چې د لوبې د پېل څخه مخکې به د ملي لوبډلې سره یوځای شي.
نوموړی وايي چې دا د سپینو زرو مډال ګټل اسانه کار نه دی او دا د خوار او مظلوم اولس دعاګاني دي چې د افغانستان بیرغ د کرکټ اتلان هر ځای کې رپوي، ټول اولس ته د سپینو زرو د مډال لاسته راوړلو مبارکي وایم.
محترم زاخېلوال د ټول اولس څخه وغوښتل چې ملي لوبډله په دعاوو کې هېره نکړي او سبا ته ورته د سروزرو د مډال لاسته راوړلو لپاره دعاګانې وکړئ.
د افغانستان جمهو ریس حامد کرزي او د افغانستان د مالي وزیر او د کرکټ بورډ عمومي مشر حضرت عمر زاخېلوال ننۍ لوبه د پاکستان خلا ف د ګټلو او په اسیاد کې د سپینو زرو مډال لاسته راوړلو په اړه ټولو هیواد والو ته مبارکي واي.