په رمضان کپ کې افغانستان بېګا ته منځلوبه کوي. په ژوندۍ بڼه یې ووينئ
31.08.2010 13:33د افغان ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبډله AYCA چې د افغانستان په استازيتوب په کراچۍ کې د ډاکتر ام ای شاه په سيالۍ کې برخه اخلي نن په منځلوبه کې د پاکستان کرکټ کلب سره لوبه کوي.
ننۍ لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱ او د پاکستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پيلېږي.
دا لوبه او د افغانستان نورې لوبې د جيو سپورټس تلويزيون څخه په ژوندۍ بڼه په لاندې پتو کتلای شئ. همدا راز په دې اړه به نور تازه حال په فيس بوک د ټول افغان کرکټ څانګې په پاڼه خپروو:
http://watchanytv.com/index.php?mid=17
پورته پانې ته له تللو وروسته کيڼې خوا ته په ليست کې Geo Super ته ټک ورکړئ.
www.freetv.pk/geo_super_live.html
http://www.tvchaska.com/sports-channels/geo-super/
د ځوانانو د کرکټ ټولنې ويبپاڼه هم هوډ لري چې ژوندۍ شمېرپاڼه خپره کړي:
د افغانستان د د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبډله د خالقداد نوري په مشرۍ کراچۍ ته تللې ده چې ۹ ورسره د ملي لوبډلې اوسني او ۲ پخواني لوبغاړي مل دي.
افغانستان د دې سيالۍ په لومړي پړاو کې درې لوبو وکړې. يوه یې بايلوده او دوه یې وګټلې چې په پايله کې یې منځلوبې ته بريالی شو.
په دې اړه مخکينی رپوټ او د لوبډلې جوړښت دلته ولولئ.
تاسو خپلې تبصرې دلته کولای شئ.