د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې لوبډله د رمضان سيالۍ منځ لوبې ته بريالۍ شوه، ملک کلب ته يې په ۱۴۷ منډو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 30.08.2010 02:44

 د افغانستان د ځوانانو د کرکټ ټولنې نن د پاکستان په رمضان کپ کې دريمه لوبه په ستر توپير د ملک سپورټس کلب څخه وګټله او د دې سيالۍ منځ لوبې يا کوارټر فاينل ته بريالۍ شوه. دا په دې لوبو کې د دې افغان لوبډلې دويم بری دی.

د افغانستان د ځوانانو د ټولنې د لوبډلې مرستيال روزونکي حقداد نوري له کراچۍ څخه د ټيلي فون په ليکه ټول افغان ته وويل چې په ننۍ لوبه کې یې لوبډلې د سميع الله د هيټرک تر څنګ په دې سيالۍ کې تر بلې هرې لوبډلې ډېرې منډې جوړې کړې او په پايله کې یې سميع الله شينواري ته د لس زره کلدارو انعام هم ورکړل شو.

په ننې لوبه کې د ملک سپورټس کلب پچه وګټله او افغان ځوانانو ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، افغان ځوانانو ورته ملا وتړله او يو په بل پسې یې منډې جوړې کړې تر دې چې د ۲۰م اور په پوره کېدو یې ۲۰۴ منډې جوړې کړې چې تر دې مهاله په دې سيالۍ کې تر بل هر بلې لوبډلې پورته دي. شهزاد ۱۷، خالقداد ۱۳، شفيق الله ۱۲ او باچا حسين ۱۱ منډې جوړې کړې.

په ننۍ لوبه کې محمد نبي تر ټولو ډېرې منډې وکړې. محمد نبي ۳۹ منډې وکړې چې ۳ په کې شپږيزې او ۲ په کې څلوريزې وې. جاويد احمدي بيا ۲۳ منډې وکړې او تر پايه ونه سوځېد چې يوه شپږيزه او يوه څلوريزه یې ووهله. درېم لوړې منډې دې سميع الله شینواري ۲۰ او ورپسې د اصغر ستانکزي ۱۹ وې.

نن له دې خوندورې لوبې نه يواځې د تلويزيون کتونکو خوند واخيست بلکه په لوبغالي کې په زرګونو افغانانو او د ملک سپورتس کلب ملاتړو هم لوبه له نږدې وکتله چې د افغانستان هرې څلوريزې او شپږيزې سره یې ځانګړې خوښيانې کولې. د افغانستان بيرغونه د تېرو دوه ورځو په نسبت لا زيات و او په لوبغالي کې عنعنوي اتڼونه کېدل. په کراچې کې افغانان نن د افغان ځوانانو لوبډلې په دې بريا ډېر خوښ و ځکه اوس به په منځ لوبه کې هم د افغان لوبډلې د يوې بلې لوبې سيل له نږدې وکړي او د افغان لوبډلې د نور پرمختګ لاره لا پرانيستې ده.

کله چې د ملک سپورتس کلب توپ وهنه پيل شوه نو ښه پيل یې وکړ. په درې لومړي اورونو کې یې ۲۷ تېزې منډې جوړې کړې خو د ۲۰۵ منډو د لوړ هدف د پوره کولو په هڅه یې ويکټې زر زر له لاسه ورکړې. لومړۍ درې ويکټې یې په ۴م اور کې سر په سر سميع الله شينواري واخيستې او هيټرک یې وواه. ورپسې سميع الله دوه نورې ويکټې هم واخيستې او د ملک سپورټس کلب چې پياوړې لوبډله لري نوره د افغانستان د توپ اچونکو ګوذارونو ته ټينګه نشوه.

محمد نبي او عبدالله مزاري په ننۍ لوبه کې ۲ ويکټې او حميد حسن يوه ويکټه واخيسته. د ملک سپورټس کلب ټولې ويکټې په ۵۷ منډو وغورزېدې.

د لوبډلې مرستيال روزونکی حقداد نوري وايي چې تر اوسه په دې سيالۍ کې چا په دومره لوی توپير (۱۴۷) منډو چا په کومه لوبه کې بری نه تر لاسه کړی چې د سميع الله د ۵ ويکټو او د لوړترين سکور تر څنګ دا يو بل ريکارډ هم و چې نن افغان ځوانانو ټولنې لوبډلې په دې لوبه کې جوړ کړ.

کپتان خالقداد نوري وايي چې افغانستان به په منځلوبه کې د د پاکستان کرکټ کلب سره سبا نه بله سبا په ۳۱ د اګست چې وږې د ۹ نېټې سره سمون خوري د سه شنبې د شپې د پاکستان په وخت ۱۱ بجې مخامخ کېږي.

د لوبې شمېرپاڼه په لاندې ډول ده: 

د افغان ځوانانو لوبډله:

۲۰۴

۲۰ اورونه

 ۸ سوځېدلي

اضافي منډې:۴۴

ملک سپورټس کلب:

۵۷

۱۵ اورونه

 ۱۰ سوځېدلي

اضافي منډې:۱۰

افغانستان په ۲ ويکټو او ۱۴۷ منډو وګټله.

د افغانستان د توپ وهنې شمېرپاڼه:

د سوځیدلو بڼه

څلوریزې

شپږیزې

توپونه

منډې

لوبغاړی

بولډ وسځید

۳

 

۸

۱۲

شفیق الله شفیق

په منډه وسوځید

۳

 

۱۱

۱۷

محمد شهزاد

کیچ وسوځید

۳

۳

۱۶

۳۹

محمد نبي عیسی خېل

بولډ وسوځید

۲

 

۲۲

۱۹

اصغر ستانکزی

کیچ وسوځید

۲

 

۱۶

۲۰

سمیع الله شینواری

بولډ وسوځید

 

 

۱۲

۱۱

بادشاه حسین

کیچ وسوَځید

۱

۱

۸

۱۳

خالقداد نوري

تر پایه ولاړ و

۱

۱

۲۱

۲۳

جاوید احمدي

 

 

 

۳

۲

شاپور ځدران

د افغانستان د توپ اچونې شمېرپاڼه:

هیټرک

ویکټې

منډې

توپونه

توپ اچونکی

 

.

۱۶

۱۲

شاپور ځدران

 

۲

۱۳

۱۸

عبدالله مزاري

هیټرک

۵

۶

۲۴

سمیع الله شینواری

 

۱

۹

۱۲

حمید حسن

 

 

۱۰

۱۲

خالقداد نوري

 

۲

۲

۱۲

محمد نبي