ملي لوبډله سبا سهار ۷ کابل ته رارسیږي
18.08.2010 15:31د افغانستان د کرکټ بورډ خبرتیا
د افغانستان ملي لوبډله سبا په ۲۸ د زمري د کابل په وخت د سهار په ۶:۳۰ بجو د صافي هوائي شرکت په الوتکه کې له سکاټلینډ څخه پلازمینې کابل ته رارسیږي.
ملي لوبډله د سکاټلینډ هیواد ته د لویو وچو یا د انټرکانټینټل د سیالیو ۵ څلور ورځینۍ سیالۍ ته له سکاټلینده سره په ۴ د اګست له هیواده په سفر تللې وه.
افغان ملي لوبډلې ارزښتناکه څلور ورځنۍ لوبه د سکاټلینډ له هیواد په ۲۲۹ منډو وګټله او د انټرکانټینټل په جام کې يې افغانستان ته د ۷ هیوادونو په کتار کې تر دې مهاله لومړۍ کړه.
افغان ملي لوبډلې په سکاټلینډ کې دوه یو ورځنۍ لوبې هم د همدې هیواد سره درلودي چې یوه سکاټلینډ اوبله د افغانستان هیواد وګټله.
ټولو رسنیو ته خبر ورکول کیږي چې ملي لوبډله سبا د اګست په ۱۹ او د زمري د میاشتې په ۲۸ نېټه سهار د کابل په وخت ۶:۳۰ بجې رارسیږي.
په افغانستان کې د ټولو رسنیو څخه هیله کیږي چې سبا ته د ملي لوبډلې د سترې لاسته راوړنې د لمانځلو لپاره د کابل هوائي ډګر ته ځانونه راورسوي.
یادونه: کرکټ بورډ د رسنیو د خبریالانو لپاره د کابل د هوائې ډګر د چارواکو څخه اجازه اخستې نو د رسنیو څخه هیله کوو چې په خپل وخت هوائې ډګر ته ځانونه راورسوي.
د نورو معلوماتو لپاره په دې شمېره له موږ سره اړیکې ټینګې کړئ: ۰۰۹۳۷۸۹۰۶۷۷۲۹
د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو څانګه