د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د سکاټلینډ سره په دوه دوستانه یو ورځنیو لوبو کې مساوي شو

کرکټ څانګه 18.08.2010 09:50

د افغانستان لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د سکاټلینډ هیواد سره په ۱۶ د اګست وه چې افغان ملي لوبډلې له سکاټلینډ څخه په ۹  ویکټو وګټله، په ۳۱ اورونو کې یې سکاټلینډیانو ته ټاکل شوی هدف ۲۲۴ منډې د یو لوبغاړي په سوځیدلو پوره کړ.

په توپ وهنه کې د افغان ملي لوبډلې لوبغاړو کریم صادق او شهزاد محمدې سلیزې ووهلې او په توپ وهنه کې شاپور ځدران ۳ او سمیع الله شینواري د سکاټلینډ ۲ لوبغاړي وسوځول.

دویمه یو ورځنۍ لوبه چې د اګست په ۱۷ نېټه وه، سکاټلینډ په ۶ ویکټو له افغانستان څخه وګټله، سکاټلینډیانو افغان لوبغاړي په ۱۲۰ منډو په ۴۱ اورونو کې وسوځول. د سکاټلینډ هیواد ټاکل شوی هدف افغانانو ته په ۳۳ اورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوځیدلو پوره کړ.

د کرکټ بورډ په يوه خبرپاڼه کې وايي چې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې د افغان ملي لوبډلې د توپ وهنې په وخت اورښت د افغان لوبډلې د توپ وهنې مخه ډب کړه، همدا لامل و چې افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځیدل او د منډو جوړول پکې خورا ګران و، خو کله چې سکاټلینډ توپ وهنه پېل کړه نو بخت ورسره یاري وکړه، اسمان شین شو او پیچ هم د توپ وهنې لپاره ورته برابر شو.

د کرکټ بورډ زياتوي چې د سکاټلیډ هیواد سره دا دوه یو ورځنۍ لوبې دوستانه وې، ارزښتناکه لوبه د افغان ملي لوبډلې په دې سفر کې د انټر کانټینټل د جام څلور ورځنۍ لوبه وه چې افغانستان پکې سکاټلینډ ته په ۲۲۹ منډو ماتې ورکړه، افغان ملي لوبډلې د دې  څلور ورځنۍ لوبې ۲۰ نمرې خپلې او د دې جام د ۷ هیوادونو په سر کې ودرېد.

د افغانستان د لومړۍ یوې ورځنۍ لوبې د توپ وهنې بشپړه شمېر پاڼه:

د سوځېدنې بڼه

توپونه

منډې

لوبغاړی

ونه سوځید تر پایه

۱۰۸

۱۱۴

کریم صادق

البي ډبلیو

۷۲

۱۰۰

نور علي ځدران

ونه سوځید تر پایه

 

 

محمد شهزاد

 

 

 

نوروز منګل

 

 

 

اصغر ستانکزی

 

 

 

محمد نبي

 

 

 

سمیع الله شینواری

 

 

 

میرویس اشرف

 

 

 

جاوید احمدي

 

 

 

 

حمید حسن

 

 

 

 

شاپور ځدران

         

د افغانستان د لومړۍ یوې ورځینۍ لوبې د توپ اچونې شمېر پاڼه:

ویکټې

منډې

اورونه

توپ اچونکی

۳

۶۹

۱۰

شاپور ځدران

۱

۲۷

۱۰

میرویس اشرف

۱

۳۸

۱۰

حمید حسن

۱

۳۳

۶

اصغر ستانکزی

 

۲۳

۶

محمد نبي

۲

۲۹

۸

سمیع الله شینواری

 د سکاټلینډ سره د افغانستان د دویمې یو ورځنۍ لوبې د توپ وهنې بشپړه شمېر پاڼه:

د سوځېدنې بڼه

توپونه

منډې

لوبغاړی

کیچ وسوځید

۱

۰

کریم صادق

کیچ وسځید

۳۲

۲۵

جاوید احمدي

بولډ وسوځید

۱۱

۱۱

محمد شهزاد

کیچ وسوځید

۲۰

۶

نوروز منګل

البي ډبلیو

۵

۰

اصغر ستانکزی

کیچ وسوځید

۵۶

۱۲

نور الحق

کیچ وسوځید

۸

۲

محمد نبي

کیچ وسوځید

۷۴

۴۶

سمیع الله شینواری

البي ډبلیو

۲۱

۷

میرویس اشرف

 

کیچ وسوځید

۱۲

۱

حمید حسن

 

ونه سوځید

۲

 

شاپور ځدران

   


د افغانستان د دویمې یوې ورځنۍ لوبې د توپ اچونې شمېر پاڼه:

ویکټې

منډې

اورونه

توپ اچونکی

۱

۱۳

۸

شاپور ځدران

۱

۲۷

۸

میرویس اشرف

۱

۴۱

۱۰

سمیع الله شینواری

۱

۲۶

۷

حمید حسن

 

۷

۰،۵

نوروز منګل