د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان سکاټلينډ ته په يو ورځنۍ لوبه کې په ۹ ويکټو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 16.08.2010 13:08

د کريم صادق ۱۱۴ ناسوځېدلی او د شهزاد ۱۰۰ ناسوځېدلی داسې توپ وهنه وه چې نن یې د کرکټ څارونکي حيران کړل.

افغانستان کوربه سکاټليڼډ ته په يوه ورځنۍ لوبه کې نن په ۹ ويکټو ماته ورکړه.

نن په لوبه کې پچه سکاټلينډ وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه. سره د دې چې شاهپور ځدراڼ او ميرويس اشرف د سکاټلينډ لومړۍ درې ويکټې په لومړيو پنځه اورونو کې وغورزولې، سکاټلينډ وکړای شول چې منډې ۲۲۴ ته ورسوي. د سکاټلينډ د څلورمې ويکټې ملګرتيا خورا ښه وه.

د افغانستان لپاره ويکټې شاهپور ځدراڼ ۳، سميع الله شينواري ۲، او ميرويس اشرف، اصغر ستانکزي او حميد حسن يوه يوه واخيستې.

د افغانستان توپ وهنه کريم صادق او نور علي ځدراڼ پيل کړه. د نور علي ځدراڼ ويکټه له ۷ منډو جوړولو وروسته وغورزېده خو کريم صادق او شهزاد محمدي تر پايه ودرېدل.

د افغانستان په توپ وهنه کې نن يواځينۍ درې شپږيزې کريم خان صادق ووهلې. په لوبه کې نن کريم صادق برسېره پر دې ۱۱ او شهزاد محمدي ۱۵ څلوريزې ووهلې.

نن بل چا ته د توپ وهنې اړتيا پاتې نه شوه او کريم صادق او شهزاد تر پايه ودرېدل او ناسوځېدلې يې لوبه وګټله. نن له لوبې تر هر چا ډېر خوند افغان سيل کونکو واخيست چې په ستر شمېر لوبغالي ته راغلي وو. په پای کې له ډېر خوښۍ افغانانو شهزاد او کريم صادق په اوږو کېنول او په لوبغالي کې یې ګېرچاپېره وګرځول.

افغانستان د سکاټلينډ د ۲۲۵ هدف په ۳۱ اورونو کې پوره کړ چې لا ۱۹ يې نور هم لرل.

په سکاټلينډ کې د افغانانو سکاټش ټولنه د ملي لوبډلې په برياوو ډېره خوښي څرګندوي او د دې ټولنې مشر محمد اصف وايي چې د دې برياو مبارکي ټول افغان ملت ته وايي او زياتوي چې په انګلستان کې یې د افغانستان سفير همايون تندر سره اړيکي نيولي دي او بلنه یې ورکړې ده چې سبا ته د دويمې يوه ورځنۍ لوبې سيل لپاره لوبغالي ته ورشي. محمد اصف وايي چې د افغانستان سفير یې بلنه منلې ده. نوموړی وايي چې د سفير د ورتګ هرکلی کوي او قدرداني یې کوي.

د لوبې بشپره شمېر پاڼه