د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

انټرکانټننټل سيالي: په درېمه ورځ افغانستان سکاټلينډ ته ۵۴۶ منډې هدف وټاکه

کرکټ څانګه 13.08.2010 12:35

شهزاد محمدي نن ۱۰۵ منډې وکړې او په دې لوبو کې یې خپله دريمه سليزه ووهله.

افغانستان پرون په دويمه پاڼۍ کې د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې تېز توپ اچونکي یې ارام وکړي او د ۲۹۶ منډې مخکې والی لوړ کړي او سکاټلينډ ته یو داسې هدف وټاکي چې لوبه د افغانستان په ګټه تمامه کړي. همداسې وشول او د ۵ کسانو په سوځېدو یې ۲۴۹ منډې نن وکړې چې په ټوله کې له سکاټلينډ څخه ۵۴۵ منډې مخکې شو.

په ننۍ لوبه کې شهزاد محمدي سليزه پوره کړه او ۱۰۵ منډو یې د افغانستان سره د ۵۴۶ منډو د هدف په ټاکلو کې خورا مرسته وکړه. د افغانستان پيلوونکو (نور علي او کريم خان صادق) ښه پيل درلود چې د ۶۴ منډو ملګرتيا یې وکړه. نور علي ځدراڼ لومړی لوبغاړی و چې له ۲۰ منډو جوړولو وروسته وسوځېد. ورپسې کريم خان صادق په ۴۰ منډو وسوځېد چې درې په کې څلوريزې او يوه په کې شپږيزه وه.

له کريم صادق څخه وروسته کپتان نوروز منګل په ۱۸ او اصغر ستانکزی په ۳۶ منډو وسوځېد. محمد نبي د راوتلو سره سم خورا تېزه لوبه پيل کړه، شپږيزه یې ووهله او د یو بل سخت ګوذار په کولو کيچ شو او په ۶ منډو وسوځېد.

د شهزاد محمدي په ۱۰۵ منډو کې د اصغر ستانکزي او سميع الله شينواري چې ۱۴ ناسوځېدلې منډې یې وکړې مهم رول لرلو.

له ۲۴۹ منډو جوړولو وروسته افغانستان وکړای شول چې سکاټلينډ ته د ۵۴۶ منډو هدف وټاکي او خپله توپ وهنه یې پای ته رسېدلې اعلان کړه او سکاټلينډ ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

ننۍ لوبه تاسو د جستن تلويزيون له خوا په ژوندۍ بڼه په انترنت خپرېږي چې تاسو یې په لاندې تړاو کتلای شئ:

سره د دې چې افغانستان سکاټلينډ ته خورا جګ هدف وټاکه خو سکاټلينډ تېزه لوبه پيل کړه او د ورځې په پای کې یې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۹۵ منډې جوړې کړې چې د پرون په پرتله خورا ښه توپ وهنه ده. په ننۍ توپ اچونه کې حميد حسن بيا تر اوسه ۶ نوبالونه کړي دي او یوه ويکټه یې اخيستې. بله ويکټه محمد نبي عيسی خېل اخيستې ده.

سبا به افغانستان کوښښ کوي چې د لوبې د ګټلو لپاره د سکاټلينډ پاتې ۸ ويکټې وغورزوي. سکاټلينډ به لومړی د لوبې د ګټلو او که ونه شو د مساوي پای ته رسولو کوښښ کوي.

د لوبې بشپړې شمېرپاڼې لپاره دلته ټک ورکړئ.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مخکېنی رپوټ:

 

لوبه د کمپيوتر په ښيښه په ژوندۍ بڼه

په لوبه ژوندۍ ويناوې او شمېرپاڼې:

د کرکټ نړيواله شورا ژونۍ شمېرپاڼه  /  په کرک انفو د لوبې ژوندۍ شمېرپاڼه  /  په کرکټ يورپ د لوبې ژوندۍ شمېرپاڼه او وينا

د تېرو ورځو رپوټونه: 

د دوېمې ورځې رپوټ  / د لومړۍ ورځې رپوټ  / د  لوبې انځورونه 

په دې سيالۍ کې د افغانستان د برخليک او د لوبې د اصول.

د سکاټلينډ خلاف لوبه کې افغان لوبډله:

د افغانستان کرکټ بورډ له خوا په اعلان شوي ليست کې لاندې پنځلس نومونه د سکاټلينډ د لوبې لپاره اعلان شوي دي:

کپتان نوروز منګل، مرستيال کپتان کريم خان صادق، محمد نبي، حميد حسن، ميرويس اشرف، محمد شهزاد، سميع الله شينواری، نور علي ځدراڼ، اصغر ستانکزی، شاپور ځدراڼ، عبدالله مزاري، نور الحق، محمد جاويد احمدي.

خالقداد نوري د ويزې له نه لرلو له کبله ونه شو کړای د ملي لوبډلې سره سفر وکړي. د افتاب عالم نوم د کرکټ د نړيوالې شورا په ويبپاڼه نه ښکاري.

افغانستان د دې سفر په ترڅ کې دوه یو ورځنۍ لوبې هم سکاټلينډ سره لري چې  په ۱۶ او ۱۷ اګست به یې تر سره کوي.