د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پکتيا کې د سولې کرکټ ټورنمټ اورښتونو وځنډولو

کرکټ څانګه 05.08.2010 11:57

دا دوه ورځې وشوي چې په پکتیا کې د کرکټ د سولې ټورنمټ سیالۍ اورښتونو ځنډولي او په همدې ولایت کې د کرکټ مینه وال د لوبو بیا پیل کیدو ته انتظار کوي.

درې ورځې کیږي چې د سولې ټورنمټ پر ځای ولاړ دی، د پکتیا په ولایت کې د کرکټ بورډ استازی حضرت ولي وایي چې په میدان کې یو ګز اوبه اوس ولاړې دي، موږ کوښښ کوو چې اوبه ترې وباسوو خو میدان ډیرې لوړې او ژورې لري او له ډبرو ډک دی، د همدې سیالیو لپاره په ګردیز کې دا ښه ځای و او بل کوم معیاري لوبغالی نه لرو.

د کرکټ بورډ اجرایوي مشرډاکټر حامد شینواري  په دې اړ وویل چې د کرکټ بورډ د لومړیتوبونو څخه یو لوبغالی په پکتیا کې جوړول دي چې ډیر ژر به یې چارې پېل شي، څو ورځې مخکې د پکتیا په ولایت کې ولسي جرګې ته نوماندې شریفې زرمتۍ په غوښتنه د مالي وزیر او د کرکټ مشر ډاکټر عمر زاخیلوال په پکتیا کې د کرکټ د معیاري لوبغالي لپاره ۵۰۰۰۰ امریکائي ډالر اعلان کړل.

حضرت ولي وايي چې کوښښ کوو د لوبغالي څخه اوبه وباسو او لوبې په ورځ کې د یوې پر ځای دوه وکړو چې خپل ټاکلي وخت کې د لوبې پایلوبې ورسوو.