د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ننګرهار کې د کرکټ نوی استازی وټاکل شو

کرکټ څانګه 21.07.2010 20:39

 نن د افغانستان کرکټ بورډ د ننګرهار ولایت لپاره نوی استازی ټاکلی دی. او په دې اړه یې ننګرهار ته رسمي مکتوب استولی دی. د دې مکتوب په اساس به  قاري هدایت الله په ننګرهار کې د کرکټ بورډ استازی وي.

په ننګرهار کې د کرکټ بورډ پخوانی استازی طیب اخندزاده د کرکټ بورډ په دې فیصله خوښ نه دی، خو د کرکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر حامد شینواری وايي چې په ننګرهار کې طیب اخندزاده د کرکټ په ډګر کې خدمت د ستایلو او مننې وړ دی.

د کرکټ بورډ یو بل چارواکی چې نه غواړي نوم یې یاد شي وايي چې که حقیقت ته نظر وکړو د بورډ فیصله په حقه ده او په ننګرهار کې به د کرکټ پر پرمختګ کې مثبت رول ولوبوي، طیب اخندزاده په ننګرهار کې ۱۳ کاله کیږي چې د کرکټ د امریت دنده پر مخ وړي، په دې ورستیو کې ننګرهار چې د کرکټ پلازمېنه ده د زوال په لور روانه ده او په تېره ولايتي سيالۍ کې یې هم د پام وړ لاسته راوړنه نه لرله.

په ننګرهار کې مو د کرکټ د نوې مسؤل هدایت الله  سره وکړې، هغه وايې (( په ننګرهار کې کرکټ د صفر سره په دې ورځو کې ضرب دی او ښه مثال یې په ولایتي سیالیو کې د ننګرهار د لوبډلې د لومړي دورې څخه وتل دي، زه کوښښ کوم  چې د کرکټ په ډګر کې لومړی اختلافات له منځه یوسم، ننګرهار د کرکټ پلازمېنه ده او باید نړۍ او نورو ولایتونو ته دا ثابته شي)).

د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی تاج ملوک عالم چې په ننګرهار کې د کرکټ اکاډيمي لري وایي چې د کرکټ بورډ دا فیصله له حکمته ډکه ده او بورډ دا فیصله ځکه وکړه چې په دې دنده د هستي ګل عابد او د طیب اخندزاده تر منځ له یو کال راهیسې شخړه روانه وه، نو ځکه کرکټ بورډ دا فیصله وکړه چې په ننګرهار کې د کرکټ په ډګر کې اختلافاتو ته د پای ټکی کېږدي.

د کرکټ بورډ ځینو چارواکو ټول افغان ته وویل چې  د ولسي جرګې غړو او مشرانو هم په دې پروسه کې د ګوتو وهلو کوښښ کړی دی او بار په بار یې تلیفونونه کول چې طیب اخندزاده له دندې ګوښه نه شي. چارواکو د ولسي جرګې د غړو نومونه ونه ښودل.