د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دکابل نړيوال کنفرانس پاى ته ورسيد

رحمت اله روان 20.07.2010 17:54

دکابل نړيوال کنفرانس دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررييس حامدکرزي اودملگروملتو دسازمان دسرمنشي بان کې مون په پاى ته رسيدونکو ويناو سره نن له غرمې وروسته په کابل کې پاي ته ورسيد.

برياليتوب ته ددغه نړيوال کنفرانس درسولو اودگټوورو سپارښتونو اوپيشنهادونودوړاندې کولو له امله دکابل نړيوال کنفرانس له برخه والو څخه په مننې سره وويل په نننۍ غونډۀ کې داسي مسلې طرحه شوي چې دافغانستان دثبات دتامينولو اوترقي په وړاندې دبرخه والو دگډدرک اوستراتيژيکي ژمنو څرگندوى وي.

دغه راز جمهوررييس په يوه سياسي چوکاټ کې دروغې جوړې، داقتصادي پراختيا اودافغانستان دبيا جوړونې په لاره کې دافغانستان ددولت له پرووگرامونو سره دنړيوالې ټولنې دملاتړ له امله خوښي څرگنده کړه او ويې ويل له ټولو برخه والو هيوادونو په تيره بيا له اسلامي هيوادونو څخه چې نن يې په يوه غږ دترويزم پرخلاف خپل غږ پورته کړ ، قدرداني کوم. دهيواد جمهوررييس دغه راز له اداري فسادسره په مبارزي اوپه بيلابيلو برخوکې په اطلاعاتو باندې په ټينګارسره وويل ژمنه کوو چې افغان ځواکونه زيات امنيتي مسووليت په غاړه و اخلي اوددولت اصلاحي پروګرامونه دوام ومومي . دافغانستان جمهوررييس دخپلو خبرو په دوام په کابل کنفرانس کې دفعال گډون له امله له برخه والو هيوادونو څخه قدرداني وکړه اوله دي امله چې ټولو برخه والو دافغانستان په وړاندې خپلې ژمنې نوي کړي خوښي څرگنده کړه. دغه راز دملگروملتو دسازمان سرمنشي بان کې مون دخبرو په ترڅ کې په برياليتوب سره دکابل کنفرانس دجوړيدو له امله دهيواد جمهور رييس ته مبارکي وويله او دافغانستان دحکومت اوخلکو دميلمه پالنې له امله يې قدرداني وکړه . بان کې مون هغه ويناوى چې په کابل کنفرانس کې وشوي گټوري اوهراړخيزي وبللي او ويې ويل دسه شنبې په ورځ دکابل کنفرانس په پاى کې يوپريکړه ليک تصويب شوچې ددغه کنفرانس هدفونه اونتيجې بيانوي. دغه راز دملګروملتو دسازمان سرمنشي دنړيوالې ټولنې په استازيتوب دافغانستان خلکو ته ډاډ ورکړ چې نړيواله ټولنه به دافغانستان دامنيت دتامينولو اوپراختيا په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. بان کې مون څرگنده کړه دکابل کنفرانس نن پاي ته رسيږي خو دکابل بهير دغه راز دوام لري . دملگروملتو دسازمان سرمنشي په دې بيان سره چې دافغانستان خلک دکابل له کنفرانس څخه لوړې هيلې لرې وويل هيله لرم په هغو ژمنو سره چې دافغانستان دخلکو په وړاندې شوي دي په راتلوونکې کې ديو باثباته اومترقي افغانستان شاهدان و اوسو .

دکابل په کنفرانس کی دافغانستان دولسمشر دوینا پښتو متن په لاندی ډول دي

د ملگرو ملتو د سازمان سرمنشي جلالتماّب بانكي مون؛ جلالتمآبانو؛ درنو ميلمنو؛ ميرمنو او ښاغليو! السلام عليکم و رحمه الله و برکاته، ډیر خوشحاله يم او ویاړم چې نن په دې ستره نړيواله غونډه كې - چې په حقيقت كې د نړيوالو روابطو د تینگښت د یوې نوې مرحلې ښكارندويى كوي - تاسو درنو ، ښاغليو او عالي جنابو ميلمنو ته د افغانستان د خلكو په نماينده گۍ ښه راغلاست وايم. افغانستان ته په خير راغلئ خداى مو راوله. پدې غونډه كې ستاسو عالي جنابانو حضور، زموږ د هيواد د روښانه آیندې د تامين لپاره، د نړیوالې ټولنې د ملاتړ څرگندویی كوي. موږ افغانان ستاسو د بچيانو د هغو سرښندنو او قربانيو مننه كوو چې یې زموږ د گډ امنيت د دفاع او زموږ د حكومتي بنسټونو د پياوړتيا لپاره، وركوي. جلالتمآبانو ! زموږ هيواد له يو داسې شرير او وحشي دښمن سره مخامخ دى چې زموږ د اتحاد د ماتولو لپاره، ټول اسلامي او بين المللي اصول ترپښو لاندې كوي. دښمنان غواړي يوه مبهمه فضا ايجاد او زموږ د واكمنۍ او تعهد په وړاندي عامه ذهنيتونه شكمن كړي. له ټولوحاضرینوڅخه غواړم چې نن موږ خپل ليد لورى له گډ دښمن سره له جگړې واړوو او خپل افكار د خپل اصلي هدف لوري ته - چې هغه د امن، مرفه او با ثباته افغانستان جوړول دي - سره متمركز كړو. موږ بې ساري فرصتونه لرو. څو، له يوې ملي اجماع، موجوده امكاناتو، ملي ارادې او بين المللي همكارۍ، ملي ارادې او بين المللي اتحاده په استفادې سره، موږ د افغانستان دولت لازيات پياوړى او موثر كړو؛ خپل خلك له بيوزلۍ د خوشبختۍ او له بې امنۍ د ثبات لوري ته سوق كړو. راتلونكى افغانستان به په سيمه كې د اقتصادي همكاريو يو پراخ بستر جوړكړي، څو د يوويشتمې پيړۍ له حقوقو او مكلفيتونو د يو برخمن دولت په توگه د نړيوالې ټولنې څنگ ته ودريږي. نننى افغانستان د اّسيا د څلور لارې او ددې قارې د مخ پر ودې اقتصاد د وصل او پيوند د يوې كړۍ په توگه بيا خپل موقف او مقام پداسې ډول تثبيتوي چې: لارې، نظريات او خدمات له همدې مسيره د نړۍ ټولو برخو ته تقسيميږي. موږ افغانستان ته د تمدنونو د وصل د يوې نقطې په سترگه گورو. نه د جهاني تروريزم پرضد د مبارزې د محل او نه هم د تمدنونو د تقابل د مركز په توگه. د وریښمو د نوې لارې په مسيركې زموږ د هيواد موقعيت، دا خاوره د سيمه ييزو او جهاني اقتصادي گټو د همگرايى په يو مركز بدلوي، ددې څلو لارې لپاره زموږ ليد لورى يوه رويا نه ده، بلكه يو حقيقت دى چې موږ ورته رسيږو. په 2009 م كال كې له گاونډيو هيوادونو سره زموږ تجارت 13 مليارده ډالرو ته رسيدلى دى چې ددغه رقم له نيمايى لږ یې موادو ته د ناتو په اړتياوو پورې اړه لري. موږ له پاكستان سره په 2001 م كال كې 26 ميليونه ډالره تجارت درلود چې نن دا رقم 4.3 مليارده ډالرو ته لوړ سوى دى. د تجارت دا ډول زياتوالى موږ ته دا افاده په لاس راكوي چې د افغانستان انكشاف د گاونډیانو له ودې او ترقۍ سره ډيره مرسته كوي. له نن څخه درې ورځې دمخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارت او ترانزیت نوی تړون لاس لیک شو. موږ ددې اقدام هرکلی کوو او د سیمه ییزو همکاریو په لړ کې یې یو ګتور ګام بولو. په دې لاره کې د امریکا د متحده ایالاتو د خارجه وزیرې میرمن هیلری کلنټن د هڅو او مرستو هم مننه کوم. موږ موافق يو چې د افغانانو په وسيله د چارو رهبري او مالكيت، زموږ د هيواد لپاره د تداوم او پايدارۍ يوه كلۍ ده. په نړۍ كې له گرانو اقتصادي شرايطو سره سره، نړیوالې ټولنې د اّينده دريوو كلونو لپاره له افغانستان سره د كافي مالي منابعو د مرستې ژمنه كړې ده. موږ د جمهور رئيس اوباما او د نړۍ د نورو رهبرانو پردې ژمنو - چې ويلي يې دي: د اقتصادي او امنيتي همكاريو په ساحو كې د دولتونو ترمنځ ملگرتيا اوږد مهالې ده- پوره باور لرو. موږ د افغانستان پدې سختو ورڅو كې ستاسو له سخاوتمندانه مرستو منندوى يو. د يو لړ ښو او د ليد وړ لاس ته راوړنو سره سره موږ له تيرو تجربو زده كړي دي چې د سلگونو نا هماّهنگو پروژو د تطبيق له لارې د منابعو مصرف په زړه پورې نتايج نه لري، داسې نتايج چې خلك يې احساس كړاى سي او يا د حكومتدارۍ د بهبود په برخو كې مرسته وكړاى سي. اوس دا وخت را رسيدلى دى چې د خلكو په ژوند كې د تغيير د راوستلو، دخلكو او دولت ترمنځ د باور د زياتولو په منظور او همدا راز د دولت او نړيوالو همكارانو او مرستندويانو ترمنځ د حساب او ځواب لپاره، د دوه جانبه ميكانيزم د ايجاد له لارې د يو لړ محدودو ملي پروژو عملي كولو ته خپلې هڅې متمركزې كړو. د ملي همبسته گۍ د پروگرام تطبيق ددې ډول پروژو يو ډير ښه مثال كيداى سي چې د ملي او بين المللي مرستو له ليارې د يو مليارد ډالرو په لگښت شاوخوا څلویښت زره پروژې د هيواد په شاوخوا درويشت زره كليو كې تطبيق سوې. موږ له همدې روشه په استفادې د روغتيا، مخابراتو، مالياتو او ملي اردو د جوړولو په برخو كې ډیرې ښې نتيجې تر لاسه كړې دي. د افغانستان له خلكو سره په خبرو او ناستو كې ماته دا ښكاري چې زموږ خلك عدالت او ښه حكومتداري غواړي. ضعيفه حكومتداري - چې ستره مشخصه یی له قدرته ناوړه استفاده ده- د سولې د ملي مشورتي جرگې له خوا د بي ثباتۍ د يو اساسي عامل په توگه وښوول سو، دا جرگه د سولې او ترقۍ لپاره د افغانستان د خلكو د هيلو او اّرزوگانو استازې جرگه وه. درنو ميلمنو! د افغانستان حكومت، د سولې او پخلاينې د نوي جريان له پيلولو سره سم ځان ژمن بولي چې دغو اهدافو ته د رسيدو لپاره د يوې موثرې وسيلې په توگه د دولت چارې ښې او عدالت تامين كړي. دا كار له دريوو مهمو پوښتنو سره ملگرى دى: اّيا موږ كولاى سو يو مدرن دولت ولرو؟ اّيا موږ دخپل دغه ليد لوري د تحقق لپاره لازمه سياسي اراده لرو او اّيا كولاى سو د خپلو هڅو د بري لپاره د بين المللي ټولنې مرستې بيا له سره تنظيم كړو؟ زه به دغو دريوو پوښتنو ته مستقيماً خپله ځواب وركړم. افغانستان تر ظرفيت له پلوه يو غني هيواد دى، د يوې تازه جيولوجيكي سروې له مخې د افغانستان تر ځمكې لاندې منابعو ديرش فيصده ذخاير، له يوه څخه تر دريو تريليونو ډالرو پورې ارزښت لري. دا غني طبيعي ذخاير چې څومره وي، موږ ته ډیر زيات اهميت لري. د سمې ادارې او تنظيم په صورت كې د دولت جوړونې د جريان له تطبيق سره پوره مرسته كولاى سي. زموږ تر زمكې لاندې زيرمو نه يوازې د زيربنا په برخه كې د پانگه اچونې شرايط برابر كړي دي، بلكه له دې لارې زموږ واحد اقتصادي سيستم هم پياوړى كيږي او افغانستان له سيمه ييزو او جهاني ماركيتونو سره نښلوی. موږ دخپلو ترزمكې لاندې زيرمو د ښې ادارې لپاره د تنظيم ستراتيژي لرو او غواړو له دې لارې خلكو ته د كار زمينه برابره سي او دهيواد عوايد مو زيات سي. په افغانستان كې د زيربنا په برخو كې پانگه اچونه كولاى سي افغانستان ته په اّينده کلونو كې په لسگونو مليارده ډالره عايد ولري. موږ كولاى سو په خپلو ښارونو كې د مختلط سكتور د مشاركت د زمينو له ايجاد سره سم د استوگنې كورونه او متعددې تجاري تصدۍ رامنځ ته كړو او پدې توگه د يو بهتر خدماتي سكتور بنسټ کښیږدو او هم د خپلو ښارواليو د عوايدو اساس پياوړى كړو. موږ د كليوالي محصولاتو د زياتولو لپاره، د انرژي، كرنې او د اوبو د منابعو د ادارې لپاره يوه ملي برنامه لرو. د كرنې د سكتور د ستونزو او خنډونو ليرې كول، د سياسي ثبات د تامين، د بيوزلۍ د لږولو اود انزوا د ختمولو لپاره نهايت ضروري بریښي. ددغه اّرمان د تحقق لپاره څلور داسې عمده او مهمې ساحې دي چې زموږ سياسي تعهد له ازميښت سره مخامخوي، لكه: په جوړښتونو كې اصلاحات؛ نظم او قانونمندي؛ سوله او پخلاينه او د اساسي قانون تطبيق. موږ ژمن يو چې د عامه خدماتو يوه داسې اداره جوړه كړو چې له موثريت، لياقت، صداقت اونورو لازمو امتيازاتو برخورداره وي. كوم ليد لورى چې يې موږ د داسې يوې ملكي ادارې لپاره لرو، دا ديوې پياوړې دولتي دستگاه په وجود كې تحقق پيداكولاى سي، څو وكړاى سي اجتماعي ارزښتونه تامين كړي؛ د اصولو او مقرراتو تابع وي، هدف يې خلكو ته خدمت له پياوړو او وړ ملكي مامورينو تشكيل سوې وي. د ملكي خدماتو د ځینو مامورينو لپاره- له ښو امتيازاتو سره - د تقاعد د زمينو برابرول او پر با استعداده ځوانانو سرمايه گذاري، زموږ دا هڅه بري ته رسوي. ما هدايت وركړى دى چې په ټولو دولتي ادارو كې د يوې ځانگړې مالي برنامې د تطبيق له لارې څه پيسې وسپمول سي، څو له دغو پيسو د خپلو ځوانانو د تحصيلي بورسونو لگښتونه وركړو او پدې ډول خپل ځوانان د تحصيل لپاره د سيمې هيوادونو ته واستوو. موږ په بشپړه پوهه دا خبره درك كړې ده چې له طبيعي او تر ځمكې لاندې زيرمو څخه استفاده گټې او مشكلات دواړه لري. ما د معادنو وزارت د نوي تشكيل د جوړيدو لپاره - چې ځلاند استعدادونه پكې استخدام سوي وي- د عاجلې طرحې هدايت وركړى دى. موږ د خپلو دغو منابعود ښه تنظيم او ادارې لپاره- چې زموږ د اّينده نسلونو او د ملت شتمني ده- ځان متعهد بولو. زموږ د ملي برنامو بريو ته په پاملرنه، د افغانستان حكومت خینې نورې مشابه برنامې طرح كړې دي چې هم د افغانستان خلكو ته موثر خدمات ارائه كړي او هم يې نړيواله ټولنه ملاتړ وكړي. ددغو برنامو د ادارې لپاره به موږ د ملي او بين المللي همكارانو په مشوره كار كوو، څو پدې ترتيب د ځواب وركولو او شفافيت معيارونه په ښه او عالي ډول رعايت سي. له فساد سره د مبارزې لپاره لاندې تدابير د تطبيق په حال كې دي. د افغانستان د دولت مسوولين كه هغه انتخابيږي او يا تعينيږي- بايد قانوناً خپلې شتمنۍ ثبت كړي، ما حكم وركړى دى چې د افغانستان د جزا قانون تعديل سي څو هغو كسانو ته چې له دغه امره غاړه غړوي، شديده جزا وركړل سي. موږ به په هغو حكومتي ادارو كې چې خلك له فساد او ناوړې استفادې سره مخامخيږي اداري چلند او سيستم ساده كړو.د نظارت عالي اداره به پياوړې او حمايه سي. ټول هغه موانع به له منځه يوسو چې د متخلفينو د ډير ژر نيولو او تعقيب او محاكمې په لاره كې د حكومت د لارې خنډ دي. زه تاسې ته ډاډ دركوم چې ستاسو په ملاتړ به موږ له جرايمو او فساد سره د مبارزې ځینې نورې ادارې جوړې كړو، لكه له درنو جرايمو سره د مبارزې دفتر. د فساد ضد څارنوالانو او قاضيانو اختيارات او حقوقي مباني به دومره پياوړې سي چې پرته له هيڅ راز بيرې خپل كارونه په مسووليت اجرا كاندي. ميرمنو او ښاغليو! موږ باور لرو چې خصوصي رقابتي سكتور د يو ماشين په حيث كولاى سي زموږخلكو ته د كار او شغل زمينه برابره كړي، زموږ متشبثينو ثابته كړې ده چې سيمه ييز او جهاني اقتصاد ته په رونق ورکولوكې سهيم سي. د خصوصي او دولتي سكتورونو ترمنځ د همكاريو پيداكول زموږ د اوس وخت اساسي ستونزه ده. په همدې اساس زه يو كميسيون موظفوم چې د خصوصي او دولتي سكتورونو ترمنځ د مشاركت لپاره ممكنې لاري و لټوی او پيشنهاد یې كړي. نړيوالو تجربو ښوولې ده چې د يو موثر او رقابتي ساختماني صنعت انكشاف كولاى سي د داخلي عوايدو او خارجي مرستو په موفقانه تنظيم كې ډير موثر ثابت سي. په همدې اساس زه له خپلو نړيوالو همكارانو څخه غواړم چې له موږ سره د زيربناوو د ايجاد لپاره په ساختماني برخو كې د خصوصي او دولتي سكتورونو ترمنځ د همكاريو د ترويج او پراختيا په لاره كې مرسته وكړي. دا ډول ساختماني زيربناوې افغانستان د اّسيا په ځلور لارې بدلوي. زه په دې برخه كې د افغانستان د ملي اردو ټولې لاسته راوړنې ستايم او ژمن يم چې تر 2014 م كال پورې د ټولو نظامي عملياتو د تنظیم؛ د عامه نظم د تامين اود قانون د تطبيق ټولې چارې افغان امنيتي قواوو ته وسپارل سي. خو زموږ د ملي پوليسو او ملي امنيت ارگانونه اساسي بهبود ته اړتيا لري. زموږ هدف دادى چې دا درې سره امنيتي او دفاعي قواوې په باوري ملي بنسټونو بدلې سي او خپل وظايف د امنيت د تامين او د هيواد د تماميت د ساتلو په برخو كې په ښه ډول سرته ورسوي. دغه لوړ او عالي هدف ته په پاملرنه، موږ د ناټو او نورو هيوادونود همكاريو مننه او ستاينه كوو او په څو اّينده مياشتو كې به پرهغو لارو چارو خبرې او مشورې سره وكړو چې په څه ډول كيدلاى سي بشپړ مسووليت د افغانستان امنيتي ځواكونو ته وسپارل سي. د يو نظام مشروعيت ددې ايجاب كوي چې نظامي قواوې يې د قانون په چوكاټ كې فعاليت وكړي. موږ هڅه كوو چې په خپلو امنيتي نهادونو كې د حسابدهۍ فرهنگ ايجاد كړو. بايد اعتراف وكړو چې تردې دمخه په دولتي پُستونو كې د نصبو افرادو له خوا له قدرته ناوړه استفاده دخلكو او دولت ترمنځ فاصله ايجاد كړې ده. له قوې څخه د استفادې مشروعيت خصوصاً په جنگي حالاتو كې ځانگړی اهميت لري. دخلكو له عامه نظره حكومت مكلف دى چې له قوې څخه د استفادې د مشروعيت لپاره دخلكو اعتماد له ځانه سره ولري. په همدې اساس مې په اوسني سيستم كې د اصلاحاتو په منظور د دولتي جرايمو د تحقيق او تعقيب او همدا راز په ځينو قضاياوو كې د بې محاكمې زنداني كولو د ټولو چلندونو او لارو چارو بياكتنې ته په خپلو كاري لومړيتوبونو كې ځاى وركړى دى. جلالتمآبانو! د سولې د ملي مشورتي جرگې دايرول زموږ د ملي اجماع ښكارندوى و. دې جرگې ځينې داسې پيشنهادونه وړاندې كړل چې پر بنسټ يې بايد دولت، له هغو مخالفينو سره چې د افغانستان اساسي قانون ومني او له القاعده سره خپلې اړيكې پرې كړي، مذاكره وكړي. زه هيله لرم ټول هغه كسان چې يې د خپل هيواد په مقابل كې وسله پر اوږو كړې، خپلو مشروع هيلوته له سولمنې لارې ورسيږي. موږ له خپلو بين المللي همكارانو هيله لرو چې د افغانستان د سولې او پخلاينې له تدابيرو او ابتكاراتو ملاتړ وكړي. په افغانستان كې د اساسي قانون تصويب - چې د اسلامي ارزښتونو، عدالت، ترحم، مساوات او د بشري حقوقو د جهاني اصولو څرگندوى دى - په حقيقت كې زموږ د تيرو (9) كلونو ترټولو ستره لاس ته راوړنه ده. سوله او ثبات هغه وخت تامينداى سي چې زموږ اساسي قانون، د قانون د حاكميت د اصلي منبع په توگه وپيژندل شي او رعايت شي. د اساسي قانون د رعايت د ملاتړ لپاره د دولت د درې گونو قواوو ترمنځ د چك او بيلانس د مراعت اړتيا ليدل كيږي. زه ډير خوشحاله يم چې د هيواد سترې محكمې د قانون د حاكميت د ټینگښت او د قضائيه قوې د مسلكي كيدو په لاره كې ډیرې پرمختياوې كړې دي. اجرائيه قوه مكلفه ده چې د اصلاحاتو د برنامې - د معاشاتو د اصلاح په شمول- د عملي كولو لپاره د سترې محكمې له غوښتنو سره سم منابع اّماده كړي. څو زموږ قاضيان كافي امتيازات ولري او محفوظ سي او هم د خپلو مسلكي كړنو په وړاندې ځواب ووايى. موږ ژمن يو چې د افغانستان پارلمان د يو ملي بنسټ په توگه پياوړى كړو. همدارنگه اّماده يو چې د افغانستان د اّينده ملي شورى د نقش او مكلفيتونو د پياوړتيا او تقويى لپاره كار وكړو. درنو ميلمنو! د دريمې پوښتنې په ځواب كې - چې اّيا موږ كولاى سو د خپلو هڅو د بري لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې بيا له سره تنظيم كړو- بايد ووايم چې موږ د خپلو فرصتونو او زموږ په وړاندې د موجودو گواښونو يوه بررسي وكړه. ما خپلې خبرې د خپلو ژمنو پر شاوخوا متمركزې كړې. موږ او زموږ نړيوال همكاران به په گډه زيار وباسو چې موجود وسايل او امكانات داسې سره تنظيم كړو چې د افغانانو په وسيله د چارو د رهبرۍ او مالكيت مساله پكې تحقق ومومي او په يو حقيقت بدله سي. د مرستو مجدد تنظيم د پاريس، اكرا او ديلي (Paris, Accra, Dili) د منل سويو اصولو د تطبيق په معنى دى. يعنى د افغانستان د ملي برنامو په مطابقت كې د موازي نهادونو، تكرار فعاليتونو او د متعددو ناهماّهنگو پروژو ختمول. په همدې اساس له نړيوالې ټولنې دا غوښتنه كوم چې له موږ سره خپلې مرستې او خپلې همكارۍ د لاندنيو اصولو په مطابقت كې لاښې او ټینگې كړي: لومړى: موږ خوشحاله يو چې نړيوالې ټولنې په مجموع كې او په خاص ډول د امريكې متحده ايالاتو تعهد كړى دى چې په اّينده دوو كلونو كې به دخپلو مرستو50 په سلو كې د افغانستان د دولت د بودجې له لارې مصرفوي، خو ددې خبرې ضرورت سته چې موږ د مالي مديريت پر يو سيستم توافق ته سره ورسيږو، څو پدې ترتيب د زياتو مرستو او منابعو مصرف د افغانستان د دولت د بودجې له لارې مشخص سي. اوس د افغانستان موجود حكومتي سيستمونه بنستيزكيږي او د ودې په حال كې دي. موږ تعهد لرو چې له مرستندويانو سره كار وكړو، څو د دوى اعتماد حاصل كړو چې خپل منابع دافغانستان د بودجې له لارې مصرف كړي. دويم : دې معضلې ته په پاملرنه چې د قراردادونو وركړه د فساد منبع ده، نو ځكه زه له خپلو بين المللي همكارانو څخه غوښتنه كوم چې د نظامي او ملكي ساحو ټول قراردادونه بايد اعلان شي، څو موږ ډاډمن شو چې نه لوړ پوړي دولتي مسوولين او نه يې خپلوان له دې قراردادونو څخه برخمن سوي دي. موږ بايد د نهادونو لپاره پر يو لړ مقرراتو، معيارونو، اصولو او مسلكي روشونو يو له بل سره كار وكړو. دا ډول اړتياوې په خاص ډول د خصوصي امنيتي شركتونو په برخه كې زياتې محسوسي دي، دا ځكه چې ددغو شركتونو موجوديت د افغانستان د حكومت د پياوړتيا لپاره زموږ گډې هڅې تهديدوي. دريم: زموږ د بين المللي همكارانو له خوا لنډ مهاله پروژو ته توجه او پر هغو تاكيد- سره له دې سترې مالي منابع پرې مصرف سوي دي- د افغانستان خلكو ته د لمس وړ نتايج نه لري. په همدې اساس زه نړيوالې ټولنې ته بلنه وركوم چې د لويو انكشافي پروژو د طرح او نظارت لپاره يو نهاد تشكيل او ملاتړيې وكړي. نو راځئ چې د لنډ مهاله پروژو- چې پايښتی تاثيرات نه لري- پرځاى پر هغو پروژو او برنامو خپلې هڅې متمركزې كړو چې پر دوامداره اقتصادي انكشاف تمامې سي. څلورم: مخدره مواد يوه داسې ستونزه ده چې گټه يې په نهايت كې جرمي جهاني شبكو ته رسيږي او د بې ثباتۍ له عواملو څخه گڼل كيږي. زموږ نړيوال همكاران كولاى سي دكوكنارو پرځاى له ارزښت لرونكيو زراعتي محصولاتو څخه يو ښه بديل را پيدا كاندي. په همدې دليل له خپلو بين المللي همكارانو څخه غوښتنه كوم چې د قانون له تطبيق سره د مرستې تر څنگ بازارونو ته د لاس رسي، د مالي وسايلو د ايجاد او لازمو امكاناتو د برابرولو له لارو زموږ له بزگرانو سره مرستې وكړي، څو زموږ بزگران د مشروع اقتصاد سهم لرونكي سي. پنځم د موازي نهادونو موجوديت، د چارو هماّهنگي له منځه وړې ده. د ناتو له سازمان څخه غواړم چې د ولايتي بيا رغاونې د ټيمونو د فعاليتونو د تنظيم جريان، د افغانستان د ملي ادارې له سيستم سره برابر، پياوړى كړي. مدني ټولنې د اجتماعي خدماتو دواړندي کولو له لارې ډير ښه كارونه كړي دي، خو د شفافيت د ارتقاء په منظور د مدني ټولنو له سازمانونو او غير دولتي موسساتو څخه غواړم چې د بودجې د جوړولو، گزارش وركولو او ددغو چارو په باب د اطلاعاتو د وړاندي کولو لپاره يو گډ چوكاټ جوړ كاندي. (د ملگرو ملتونو واحد پروگرام) تر نامه لاندې ددغه بین المللي سازمان دغې برنامې په ځينو هيوادونو كې د حكومتونو او د ملگرو ملتونو د سازمان د ادارو ترمنځ هماّهنگي زياته كړې ده. په همدې بنا د ملگرو ملتونو له ټولو ادارو څخه غواړم، څو دا برنامه په افغانستان كې هم پيل كاندي. زموږ د ملي برنامو د موډل موفقانه تصويب، د مارشال پلان Marshal Plan له روحيي سره سم سوى دى او د تطبيق د هڅو د بري لپاره يې د معيارونو او مقرراتو د ايجاد په برخه كې هم، زموږ همكاران توافق ته سره رسيدلي دي. نن زه خپلو بين المللي همكارانو ته بلنه وركوم چې زموږ د ملي برنامو ملاتړ وكړي او د همدغو ملي برنامو له روحیې سره سم له موږ سره كار وكړي. په پاى كې ستاسو توجه څو هغو گواښونو ته اړوم چې زموږ د پرمختيايى برنامو د لارې د خنډ په توگه تل موږ ځوروي. په افغانستان كې د وسايلو د كمبود په وجه هر كال په زرگونو ميندې د ولادت پروخت مړې كيږي؛ د ابتدايي تعليماتو د وړاندې كولو په لاره كې د ښو پرمختياوو او لاس ته راوړنو ترڅنگه، اوس هم زموږ 6 مليونه كوچنيان له تعليمه محروم دي او نسي كولاى ښوونځی ته ولاړ سي. 11 مليونه افغانان سواد نه لري؛ يو ميليون خلك مو معلول دي او په زرگونو داسې كورنۍ لرو چې د كورنۍ مشران يې ښځې دي. په نهايت كې ښایی زموږ برياوې، په ټولنه كې د اّسيب پذيره قشر په ژوند كې د بدلون د راتگ پر ميزان وسنجول سي. دې قشر ته مربوط خلك د جنگ اصلي قربانيان او له قدرته د ناوړې استفادې د تراژيدۍ پاتې كسان دي. نړيوالې ټولنې ته بلنه وركوم چې له موږ سره يوځاى شي څود افغانستان په ټولنه كې ددغو اّسيب پذيرو او محرومو اقشارو د فعال مشاركت لپاره د زمينو د برابرولو موثرې لارې ولټوو. جلالتمآبانو! د افغانستان دخلكو په نماينده گۍ - زموږ له هيواد سره - ستاسو له ټولو مرستو مننه كوم او له همدې موقع څخه په استفادې د افغانستان او ستاسو د هيوادونو د سربازانو او ملكي خلكو دهغه شجاعت او قربانيو هم مننه كوم چې يې د سولې او ثبات د تامين په لاره كې پرځان منلي دي. همدا ډول غواړم د افغانستان د هغو خلكو د صبر، حوصلې او وقار، په وياړ يادونه وكړم چې د دښمنانو د جنگ او حملو له امله زيانمن سوي دي، خو ورسره دا هم وايم چې موږ به پر دښمنانو بريالي شو. غواړم په دې خبره تاكيد وكړم چې زموږ دوستان او متحدين بايد زموږ له مبارزې ډاډمن واوسي . ستاسو په ژمنو او ملاتړ به افغانستان وكولاى شي د نړۍ د لويى كورنۍ د ملتونو ترڅنگه د يو موثر دولت په توگه، خپل وړ مقام بيا مومي. بیا هم له تاسو مننه کوم.