د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې پوځي بریا ناشونې ده

رحمت اله روان 28.10.2010 13:37

ګورباچوف وایی، چی ناټو د افغانستان جګړه نشي ګټلی. د پخواني شوروي اتحاد مشر ميخايل ګورباچوف ويلي په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ اتحادي او ناټو ځواکونه په جګړه کې ښکیل دي . نوموړي دا خبرې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې تیره ورځ کړې دي. ګورباچوف ويلي دغه ځواکونه نشي کولی چې په افغانستان کې روانه جګړه وګټي او د دې جګړې ګټل يې ناممکن بللي دي. ګورباچوف د امريکا د ولسمشر باراک اوباما هغه تصميم پر ځای بللی او هرکلی یې کړی دی، چې وايي د راتلونکي ۲۰۱۱ کال تر جولای پورې به افغانستان څخه د امريکايي عسکرو وتل پيل شي. نوموړي په خپلو څرګندونو کې دا هم ويلي کله چې هغه د شوروي اتحاد پوځونه له افغانستان څخه ايستل نو له ګڼو مقاماتو او ډلو سره يې کتلي وو. دی وايي هغه مهال امريکا اورپکو (مجاهدينو) ته وسلې ورکولې او ملاتړ يې کاوه، خو اوس خپله ترې تر پزې پورې راغلې ده. د نوموړي په وينا، دا مهال له اورپکۍ څخه د افغانستان په پرتله پاکستان ډېر ځوريږي
ښاغلي ګورباچف چې څه باندي ۲۰ کاله وړاندې یې له افغانستانه د شوروي ځواکونه وایستل، بي بي سي ته ویلي تر ټولو ښه لاسته راوړنه به دا وي چې له دغه هیواد سره مرسته وشي چې له جګړې وروسته بیرته ورغیږی
ښاغلي ګورباچف وویل امریکا د سعودي عربستان په مالي مرسته هغه اورپکي روزلي چې اوس افغانستان او پاکستان بې ثباته کوي:
په افغانستان کې بریا ناشونې ده. دا سمه ده چې اوباما خپل ځواکونه باسي.دا کار چې څومره ستونزمن دی، مهمه نه ده. موږ وړاندي تر دې چې له افغانستان څخه شوروي ځواکونه وباسو، په دې اړه مو په افغانستان کې د ننه له بېلابیلو ځواکونو، ایران، هند، پاکستان او البته له امریکا سره مو هم موضوع شریکه کړه.
موږ هیله لرله چې امریکا به زموږ پر هغه پرېکړه راسره ودرېږي چې افغانستان دې یو بې طرفه، دیموکراتیک هیواد وي چې له خپلو ګاونډیانو او امریکا او شوروي دواړو سره ښې اړیکې ولري
ده زیاته کړه:«دا به د امریکا لپاره سخته وي چې له افغانستانه ووځي ځکه چې پخوا امریکا په دغه هیواد کې سخت دریځي روزلي چې لا هم په سیمه کې تروریستي فعالیتونه کوي.»
ګورباچوف ، په پخواني شوروي اتحاد کې له واک ته رسېدو وروسته د څو کلونو لپاره په افغانستان کې د مجاهدینو پرضد جګړه تېزه کړه خو ژر پوی شو چې جګړه نتیجه نه ورکوي نو یې له دې هیواده خپل ځواکونه وایستل او پرځای یې د ډاکتر نجیب الله حکومت ته پوځي مرستې زیاتې کړې.
د ډېرو کارپوهانو په نظرکه شوروي اتحاد سقوط نه وای کړی اود نجیب الله له حکومت سره د خپل یوازیني دوست هیواد روسیې مرستې نه وای قطع شوې د هغه حکومت مجاهدینو نه شوای پرزولیهولبروک ټينګار کړی و چې " د سولې او پخلاینې خبرې دمګړۍ د چارو په پرمختګ کې د بریالیتوب په مانا نه دی" او په پوځي بریا دا مانا نه لري چې ګني ارومرو د د افغانستان جګړه وګټل شي
امریکاییانو تل ویل چې ددغې پرېکړې ملاتړې دي، خو په عین حال کې یې اورپکي روزل. همداسې کسان وو لکه چې نن افغانستان او تر هغه لا ډېر پاکستان وځپل شو. نو دا به د امریکا لپاره ستونزمنه وي چې له دغسې شرایطو نه ووځي.''
کورباچف دا څرګندونې څو ورځې وروسته له هغه کړې، چې واشنګټن ویلي وو یو شمېر جګپوړي طالب مشران له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ریچرډ هولبروک ویلي وو چې "د طالبانو زیاتره مشران له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي. "
خو نوموړي په افغانستان کې ترینګلی جنګي وضعیت د ویتنام او یوګوسلاویا له جګړو سره د نه پرتله کولو ګڼلی دی او وايي چې " په افغانستان کې چې هرڅوک زموږ پرضد جنګیږی، موږ یې خپل دښمنان بولو."
هولبروک ټينګار کړی و چې " د سولې او پخلاینې خبرې دمګړۍ د چارو په پرمختګ کې د بریالیتوب په مانا نه دی" او په پوځي بریا دا مانا نه لري چې ګني ارومرو د د افغانستان جګړه وګټل شي.
د نړۍ يو شمیر نور سياستوال په افغانستان کې د ا مريکا او ناټو د ماتې خبره کوي .آن دا چې د امريکا ايتلافي ملګري د امريکا سره په افغانستان کې د جګړي د دوام سره مخالفت لري. د بريتانيا د دفاع وزير ليام فاکس، څه موډه مخکي دا خبره کړي وه، چې نور د افغانستان په څیر جګړه کې د امريکا سره ملګرتوب نه کوي.
په بريتانيا کې د جګړي ضد يو فعال سوزان کلارکسون، د روان کال د تلي دمياشتي په ۱۵ مه د پنجشنبي په ورځ چې د اکتوبر ۷ مه نیټی کيږي او په افغانستان کې د ا مريکا په مشرۍ د تروريزم پرخلاف جګړي نهه کاله پوره کيږي او جګړه په لسم کال پښه ږدي، د بريتانيا د صدراعظم او دفتر په وړاندي يې د يوي غونډې په ترځ کې وويل
موږ د بريتانيا له صدراعظم ديويد کامرون او د هغه د مرستيال نيک کلک نه غواړو چې په افغانستان کې د جګړې د دوام په ځاي د تروريزم سره د مبارزې نوري لارې ولټوي. نوموړي دا هم وويل: چې بوش او توني بلير بايد په افغانستان او عراق کې د بي ګناه خلکو د وژلو ځواب ووايي.
کیدلی شي چې په افغانستان کې د امريکا په مشرۍ د تروريزم پرخلاف جګړي د دوام په هکله نور غبرګونونه هم رامنځته شي.
نوموړي غبرګونونه په داسي حال کې رامنځته کیږی چې په کندهار کې د ناټو د ځواکونو له خوا، پراخه پوځي عمليات روان دي او په دغه عملياتو کې يو شمیر بي ګناه افغانان له منځه ځي، او د کندهار خلک له ناټو څخه د نوموړو عملياتو بنديدل او دورسيدلو زيانونو تاوان غواړي. او له دولت څخه غواړي چې به دولتي ادارو کې د کار خلک چې پوره پوهه او تجربه لري وټاکې داځکه چې اداري فساد د پوځي عملياتو په سرته رسولو سره له منځه نه ځي. نو ناټو ته په کار ده چې د افغانستان د دولت سره د ملکي ادارو په جوړښت کې مرسته وکړي. او ددولتي څوکيو د ټيکه دارانو په ځاي داسي پوه او باتجربه خلکو ته ځاي ورکړي چې د کولاي شي د خلکو د غوښتنو سره سم کار وکړي او د خلکو او دولت ترمنځ اوسنۍ بې باوري له منځه يوسي.