د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د طالبانوغبرګون دنړیوالو ځواکونو دقومندان ادعا په باب

رحمت اله روان 01.09.2010 10:27

په افغانستان کې د نړیوالوځواکونو قومندان په وروستیو کې په خپلو څو مرکو کې ادعا وکړه چې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونو د طالبانو د پرمختګ مخه نیولې او له یوشمیر سیمو څخه یې طالبان په څټ کړي او لا هم د جګړې انډول د نړیوالو ځواکونو په ګټه د بدلیدو په حال کې دي ، امریکايي پوځي چارواکو په وروستیو کې دا هم ویلي دي چې په تیرو درو میاشتو کې په افغانستان کې د ناټو ترمشرۍ لاندې ځواکونو د طالبانو۳۶۵ قومندانان او سرګروپان وژلي دي

د طالبانو تحریک دپخوا په شان یو ځل بیا په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان په تبلیغاتو تورن کړ او نړیوالو ځواکونو دقومندان دادعا په اړه یی غبرګون ښولی دي او ویلی دی چې د حقایقو د مالومولو لپاره خبریالان هغو سیمو ته پرېږدي چې پیتراییس ادعا کوي د ده ترقوماندې لاندې ځواکونو پکې پرمختګ کړی دی

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وړمه ورځ په یوه خبرپاڼه کې ،چې په پښتواو انګلیسي ژبو یې رسنیو ته لیږلی،ویلي چې پیتراییس د دا ډول منظموتبلیغاتو له لارې پرله پسې هڅه کوي د افغانستان د وضعیت په اړه د نړیوالوپه تیره بیا د افغان او امریکايي ولسونو ذهنیتونه اغفال کړي

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پیتراییس څرګندونې تبلیغاتي هڅه بولي او وايي :« دافغانستان اسلامي امارت دیادشوي امریکایي جنرال دلوړو ګمراکوونکو اوتیرایستونکو تبلیغاتو په اړه له وړاندې خپل سپيناوی مطبوعاتو ته سپارلی چې دنوموړي دداډول پروپاګند یوازیني موخه دهغې ښکاره ناکامي او ماتې پټول کیدای شي چې همدااوس دامریکایي سرتیرو دمشرپه توګه جنرال پیټرییس ورسره مخامخ دی.»

طالبانو په خپله اعلامیه کې وړاندیز کوي :« د دې لپاره چې نړیوالو او هیوادوالو دافغانستان له روان وضعیت څخه یوواقعي برداشت درلودلی وي او د دښمن دداډول په لوړه کچه خوبي اساسه تبلیغاتو له اغیزې خوندې پاته شوي وي دافغانستان اسلامي امارت درښتیني وضعیت دمطبوعاتي کولو وړاندیزکوي ،په داسې شکل چې دنړیوالو او هیوادنیو رسنیو دخبریالانویو ټیم دې تشکیل شي ،اودهیواد دجنوبي او مرکزي سیمو اوپه خاص ډول دهغوسیمو چي امریکایې جنرال پکې دپر مختګ ادعا کوي، وضعیت دې په خپله وارزوي اوبیادې په افغانستان کې په روانو واقعیتونو مشتمل ، رښتینی اوهراړخیزراپور نړۍ والوته وړاندې کړي ترڅومعلومه شي چي دنوموړي جنرال خبري څومره حقیقت لري .»

قاري یوسف احمدي د طالبانو له لوري د خبریالانود امنیت تضیمن ته چمتووالی ښيي او له هغوی سره د پوره همکارۍ ژمنه کوي خو په عین حال کې له نړیوالوځواکونو هم غواړي چې د حقایقو د مالومولو لپاره دې دوی هم د خبریالانو امنیت تضمین کړي.

په همدی ډول دزمری دمیاشتی په ۲۴ نیټه طالبانو دیوی اعلامیی په خپرولو سره ديوه داسی کمیسیون دجوړیدو وړاندیز وکړ چی پکښی دافغانستان دجګړی ټولی غاړي،دملګرو ملتونو سازمان او دبشری حقوقو ډلی ګډون ولري ترځو په جګړه کی دملکی مرګ ژوبلی په اړه دقیقی پلټنی وکړي،هغه خبر پاڼه چی ځو ورځی مخکی دطالبانو له خوا ورسنیو ته رسیدلی ده دملکی وګړو دمرګ ژوبلی په اړه یی دملګرو ملتونو دمرستند ویه بلاوی (یوناما ) وروستنی راپور یو اړخیزه بللی دي،طالبانو دلمړی ځل لپاره دملکی خلګو دوژنی په اړه دپلټنی غوښتنه کړي ده

په خبرپاڼه کې راغلي: ((د اسلامي کنفرانس، ملګرو ملتونو او د بشر د حقوقو د کمېټې باصلاحيته غړيو او د اسلامي امارت د مجاهدينو او بهرنيو ځواکونو د استازو په ګډون دې، يو داسې کمېسيون تشکيل شي، چې د افغانستان په لر او بر کې د ملکي تلفاتو په اړه بشپړ او دقيق تحقيقات وکړی))

خبرپاڼه چې دطالبانو دویاند ذبيح الله مجاهد په نوم پاى ته رسیدلی، ليکي چې ياد کمیسون ته دې وخت ورکړل شي، چې ټولو متاثرو سيمو ته ورشي، اغیزمن ملکي افغانان له نږدې وويني، ترڅو د ټولو پیښو په اړه دقيق جزيات راټول کړي او په بې پرې ډول يې اعلان کړي.

د دغې غوښتنې په اړه تراوسه په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر او افغان دولت کوم غبرګون نه دى ښودلى. زما په نظر دروانی جګړی روڼتوب او دملکی وګړو دبیځایه وژلو په باب دجګړه مارو غاړو حساب ورکونه دټولو افغانانو لپاره ډیر ارزش او اهمیت لري،ځکه نو دجګړي ټولی غاړی ددطالبانو دغه غوښتنه ومنی او ترسره کولو ته یی صادقانه هوډ ځرګند کړي،دجګړی دځرنګوالی په اړه دسم پوهاوی لرل دهر افغان روا حق دي او دجګړی هیځ ډله باید دغه حق تر پښو لاندي نه کړي،دافغانستان اسلا می جمهوریت او په افغانستان کی دملګرو ملتونومرستندویه اداره او دهغی استازي باید ددطالبانو ددغی ژمنی دپرځای کولو په خاطر له خپله ځان مثبت غبرګون وښیی او دملکی تلفاتو دپلټنی په دیوه پراخ بنسټه کمیسیون دجوړه ولو او پکی دبرخی اخستلو اعلان وکړی او په دی باب وخت دلاسه ور نه کړی دغفلت په صورت کی به په اینده کی دپيښو ټول مسولیت ددی په غاړه وی

ټول افغانان دطالبانو د دی وړانديز ھرکلی کوی چی د روانی جګړی د ملکی تلفاتو د څيړنی او ارزونی لپاره دی يو پراخ بنسټه کميسيون جوړ شی، او له افغان دولت او د ملګرو ملتونو له سازمان غواړی چی د طالبانو دی غوښتنی ته دی حتمی ځواب ورکړی،

په عین حال کی په دی باب په اسلام اباد کې د طالبانو د وخت سفير او سياسي کارپوه عبدالسلام ضعيف، د طالبانو له خوا د ياد کمیسیون د جوړېدو غوښتنه يوه ډېره ښه غوښتنه بولي او وايي چې دا ځکه ښه غوښتنه ده، چې دغه کمیسیون که کوم راپور خپور کړي، نو بيا به څوک د اعتراض ځاى نه لري. همداراز دطالبانو ددغه نیک وړاندیز په هکله چی دملکی کسانو دتلفاتو په باب د ځيړنو یو پراخ کمسیون دجوړیدو غوښتنه شوي ده سیاسی ځیړونکی مثبت نظرونه لري،دوخت په نامه دخبری اژانس دراپور په اساس و ولسي جرګې ته نوماند اود نظامي چارو شنونکی جنرال عبدالواحد طاقت دیاد کمیسیون د جوړښت د وړاندیز په هکله داسی وایی

«دغه اقدام دطالبانو لومړی اقدام د امن اوسولي په طرف دی ،خو چې دو ی خپل په دې هوډ ټینګ ولاړوي.»

هغه زیاته کړه چې ، که په دغه کمیسیون کې د ملګروملتونو ، بشری حقوقو د خپلواک کمیسیون ، د اسلامي کنفراسو، دطالبانو او د بهرنیو ځواکونو استازي ګدون وکړي نو دا به دافغانستان دراتلونکي لپاره یوه ښه اقدام وي

جنرال طاقت زیاته کړه چې ، دغه وړاندیز دوه خواوې لري یوه یې د ملکي کسانو د وژل کیدو څیړنه او بله یې د ملکي کسانو دوژل کیدو منفي اړخونه چې طالبانو تر اوسه پدې نه پوهیدل

جنرال عبدالواحد زیاته کړه چې ، ددې کمیسیون د فعالیت لپاره یو میکانیزم جوړیږي چې په هغه کې به دواړو غاړو نه تعهد اخستل کیږي ترڅو په یاد کمیسیون بریدونه ونکړي

هغه زیاته کړه چې ، که دطالبانو دغه وړاندیزنه د یادو خواوو له خوا ونه منل شي نو ، دا په ډاګه کوي چې ، دوی د ملکي کسانو په وژنه کې لاس لري ، او طالبان دملکي کسانو په وژنه کې ګرم ندي

همدارنګه د سیاسي چارو شنونکی او ولسي جرګې ته نوماند ډاکټر عبدالکبیر رنجبر په دې اړه دخپل نظر دبیانه ولو په باب ویلی دي

«نړیواله ټولنه ، د افغانستان دولت اود طالبانو استازي باید سره کښیني تر څو دا روښانه شي چې دملکي کسانو په وژنه کې کوم لوری لاس لري او کوم یې نه لری.»

هغه زیاته کړه چې ، په هر ځانمرګۍ برید کې که یوه یا دوه نظامي سرتیري ووژل شي نور ګڼ شمیر ملکي کسانو وژل کیږي
رنجبر ویلی دی چې ، که یاد کمیسیون جوړشي نو ، دهغه دامنیت د خوندي ساتلو په موخه په هره سیمه کې چې څیړنې کیږي ، یاده سیمه به د امنیتي ځوا کونو لخوا وپلټل شي او وروسته به په هغه سیمه کې څیړنې روانې شي

ډاکټر رنجبر بیا وایی چې،د کمیسیون د جوړښت نه وړاندې باید وسله وال طالبان د ملکي کسانو د وژنې څخه بښنه وغواړي ، داځکه چې که د بهرینو ځواکونو په بریدونو کې ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واوړې هغوی بښته غواړي،له دی ټولو خبرو ځخه داسی معلومیږي چی په واقعی توګه افغانی طالبان نه غواړی چي په جنګ کی دی بیګناه افغانان ووژل شی دطالبانو یوبل اقدام هم دستاینی وړ دي چی دافغانستان دخپلواکی د۹۱می کالیزی په مناسبت یی لمړی ځل خپل پیغام دافغانستان وخلګوته دانترنیټ له لاری په لیکه کړي دي چی دنوموړی پیغام متن دلر اوبر دویب پاڼی او ځینو نورو پاڼو کی مخکی خپور شوي دي .