د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امریکا افغانستان ته له شاه اړولو څخه د عبرت درس اخستي دي

رحمت اله روان 03.09.2010 22:07

دامريکا ددفاع وزير رابرت گيتس د عراق له سفره وروسته وافغانستان ته وړمه ورځ په نا ځاپی توګه سفر وکړي دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهورر ييس حامدکرزي سره له کتنې وروسته وويل : موږ په ١٩٨٩ ميلادي کال کې افغانستان ته له شا اړولو څخه دعبرت درس اخيستي دي او داکار به په راتلوونکې کې هيڅکله تکرار نه کړو.

ده چې دپنجشنبې په ماښام دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهوررييس حامدکرزي سره په يوگډ خبري کنفرانس کې خبرې کولي دغه راز وويل امريکا د ٢٠١١ ميلادي کال دجولاى دمياشتي وروسته په افغانستان کې پاتي کیږی اودامريکايي ځواکونو دوتلو پيل يو تدريجي بهيردي . چې چټکتيا يي دافغانستان دهماغه وخت په حالاتو پوري تړلي دي .

 دامريکا ددفاع وزير له افغانستان څخه دامريکايي ځواکونو دوتلو په باب دزياتي څرگندونې په ترڅ کې څرگنده کړه لکه څنګه چې جمهورر ييس اوباما څوځلې څرگنده کړې ده چې موږ دراتلوونکې کال په دوبي کې څراغونه نه مړه کوو او چيري طالبان فکر وکړي چې امريکا په راتلونکې کال کې له افغانستان څخه وځي سخت حيران اومايوس به شي چې موږ په ستر کميت کې ددوى پرخلاف جګړي ته دوام ورکړو. رابرت گيتس له افغانستان سره ددوامدارو اړيکو په لرلو سره دامريکا دتمايل په څرگندولو سره وويل په داسي حال کې چې جمهوررييس حامدکرزي تر ٢٠١٤ ميلادي کال پوري دافغانستان ددولت له خوا دامنيتي دمسووليت داخيستلو خبره کړې ده موږ له افغانستان سره دسياسي ، امنيتي او اقتصادي اوږدمهالو اړيکو دټينګښت په لټه کې يو .

دامريکا ددفاع وزير دافغانستان له پولو بهر او دننه له تروريزم سره دمبارزي لپاره دهلوځلو په بيانولو سره وويل موږ به دپاکستان له حکومت سره کار وکړو ترڅو هغه کسان چې ددغه هيواد څخه دافغانستان پرخلاف دبريدلپاره استفاده کوي ډاډمن پټنځاى ونه لري . ګيټس دملکي تلفاتو دمخنيوي لپاره هلوځلو ته په اشاري سره وويل په داسي حال کې چې زموږ عمليات زيات شوي دي موږ دملکي تلفاتو په کمښت کې دپرمختگ شاهدان يو اوله دې سره جوخت له ټولو ممکنه هلوځلو څخه به استفاده وکړه چې د عملياتو په بهيرکې بيګناه ملکي وګړي قرباني نه شي . دامريکا ددفاع وزير په افغانستان کې له فسادسره دمبارزي داړتيا په باب ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل له فساد سره مبارزه بايد دافغانانو له خوا اومشرتوب سره چې ديو خپلواک دولت او ديو منتخب او و اکمن دولت لرونکې دي پرمخ بيول کېږي . او موږ په دې لاره کې هرې مرستي ته چې اړتياوي وي هغه به برابره کړو. دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس په دې خبري کنفرانس کې له تروريزم سره دمبارزي دستراتيژي دبدلون لپاره دافغانستان دغوښتنې په باب ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل په دې باب پخوا له جمهوررييس اوباماسره هم خبري کړي دي دتروريستانو پټنځايونو او منابعو ته پاملرنه دتروريزم پرخلاف دمبارزي په ستراتيژي کې دبدلون لپاره زموږ يوه اساسي غوښتنه ده . چې ښاغلي ګيتس هم په دې باب څرگندونې وکړي .

په ټوليز ډول موږ په عمومياتو دنظرتوافق لرو او هيله لرو چې په تفاهم سره هغه تطبيق کړو . حامدکرزي په ځينو امريکايي رسنيوکې دلمسوونکې مقالو خپرول ددواړو هيوادونو دگډو هدفونو په زيان وباله او ويې ويل چې موږ بايد هلې ځلې وکړو چې دخپلو ستراتيژيکي هدفونو په باب تمرکز وکړو.

جمهوررييس کابل بانک ته درامنځته شوي حالت په باب ديوي پوښتنې په ځواب کې وويل دغه بانک خوندي دي خلک ويره ونه کړي اوپه اضطراب کې ونه اوسي دافغانستان دولت او مرکزي بانک په ټوله ماناسره ددغه بانک ترشا ولاړ دي . کابل بانک دافغانستان ستر شخصي بانک دي اودماليې وزارت ددولت دمامورينو دمعاشونو دورکولو لپاره له سلو څخه تريوسلو پنځوسو مليونو ډالرو پورې دغه بانک ته ورکړي دي . ددغه بانک له لاري زموږ معاملي دمعمول په شان دوام لري او دغه بانک زموږ تر ملاتړ لاندې دي او کارونه يې په عادي ډول پرمخ ځي . ددولت د دوه سوه پنځوسو زرو تنو کارکوونکو معاشونه ددغه بانک له خوا ورکول کېږي موږ په حالاتو مسلط يو او کافي پيسي په واک کې لرو.

د امریکا دفاع وزیر رابرت ګټس چې پرون په کابل کې له ولسمشرکرزي سره وکتل،نن په داسي حال کې کندهار ته ورسېد چې د ولسمشربارک اوباما له لوري افغانستان ته د دېرش زره اضافي ځواکونو وروستۍ قطعې دې هیواد ته ورسېدې
د امریکا دفاع وزیر رابرت ګیټس نن په کندهار کې وویل چې په پاکستان کې د تروریستانو پناهځایونه او فعالیت د افغانستان لپاره تر ټولو لوی تهدید دی خو د پاکستان د اردو او د ناټو ترمشرۍ لاندې نړیوالو ځواکونو ترمنځ همکارۍ مخ پر زیاتېدو دي.