د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسولی دعالی شورا دمشرتابه څوکی په سر اختلافات موجود دې

رحمت اله روان 09.10.2010 21:55

ټاکل شوې ده، چې سبا د يکشنبې په ورځ د سولې عالي شورا خپله دويمه او کاري غونډه وکړي. د سولې عالي شورا په دې وروستيو کې د ولسمشر حامد کرزي له خوا د سولې د ملي مشورتي جرګې د پريکړو د عملي کولو په لړ کې جوړه شوې ده. د سولې عالي شورا ٦٩ غړي لري. چې وړمه ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د افغان ولسمشر له خوا په رسمي توګه پرانيستل شوه
د مشرانو جرګې مشر حضرت صبغت الله مجددي تيره هفته د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې پر حکومت نيوکه وکړه چې د سولې په عالي شورا کې يې داسې کسانو ته غړيتوب ورکړئ چې جنګي سابقې لري او طالبان هيڅ وخت نه غواړي چې د داسې کسانو سره سوله وکړي .مجددي وويل چې دا رنګه کسان بايد د سولې د عالي شورا غړي نه وى نوموړي دا هم وويل چې دى به د خپل کميسيون (د سولې د ټينګښت کميسيون) څوکۍ بل چاته خوشې نه کړي
مجددي له هغه وروسته پر حکومت دغه نيوکه وکړه چې په دېوروستيو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ولسمشر کرزى نيت لري څو د سولې د عالي شورا د مشر په توګه د سولې د ملي مشورتي جرګې مشر برهان الدين رباني وټاکي چې اوسمهال د سولې د عالي شورا غړى هم دى ، دغه راز ويل کيږي چې د ملي محاذ مشر پير سيداحمد ګيلاني هم ډير ليواله دى چې د سولې د عالي شورا د مشر په توګه وټاکل شي .خو ولسمشر کرزي مثبت ځواب نه دى ورکړئ
د سولې دعالي شورا د مشرتابه د څوکۍ په سر په دې وروستيو کې د جهادي رهبرانو له خوا اختلافونه پيدا شوي دي. د سولې د ټينګښت د کميسيون مشر حضرت صبغت الله مجددي، چې دسولې دعالي شورا غړى هم دى، ليواله دى، چې ددغه شورا مشر شي، خو ولسمشر دې ته لومړيتوب ورکوي، چې د شورا مشر استاد رباني شي. بل خوا سپوږمۍ راډيو ته رسيدلي راپورونه وايي، چې هڅې روانې دي څو صبغت الله مجددي او ګيلاني په دې رضا کړل شي، چې استاد رباني د سولې د عالي شورا مشر ومنل شي او که چيرې دا اختلافونه له منځه ولاړ نه شي، نو ولسمشر کرزى به دې ته اړ شي، چې خپله د سولې د عالي شورا مشري په غاړه واخلي. تمه ده چې دغه پريکړه به سبا د سولې د عالي شورا په کاري غونډه کې وشي
په عین حال کی تیره هفته په کابل کې د اېسټ ويسټ انستيتوت له خوا په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامين د څیړلو په موخه يوه غونډه جوړه شوې وه، چې ګڼ شمیر پاکستاني سياستوالو، د متحده عربي اماراتو د حکومت استازي او يو شمير افغان علمي شخصيتونو په کې ګډون کړى و
دغه غونډه د کابل په سرينا هوټل کې د تيرو دريو ورځو را په دې خوا پيل شوې، چې دریورځی مخکی پاى ته ورسيده، خو کورنيو او بهرنيو رسنيو ته د غونډې په اړه هیڅ معلومات نه ورکول کيدل.
د غونډې يوه ګډونوال چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله، وويل چې په دغه ناسته کې د سولې په لرليد، د سولې په برخه کې په اوسنيو پرمختګونو او د سولې په شرايطو باندې دغونډې ګډونوالو مقالې اورولې او په دې اړه يې بحثونه کړي دي.
د غونډې دغه ګډونوال وويل، چې په دې ناسته کې د ولسمشر يو سلاکار معصوم ستانکزى، د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني، د مشرانو جرګې د نړيوالو اړيکو د کميسيون مرستيالې ريدا عظيمي، د بهرنيو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز مشر داود مراديان،د هرات پخوانى والي يوسف نورستاني، د افغانستان د مطالعاتو فوروم مشر ډاکټر فاروق اعظم، د ولسي جرګې غړې شينکۍ کړوخيل، په افغانستان کې د سولې او جنګ د انستيتوت مشر حکمت کرزي، د پوهنې وزير ډاکټر فاروق وردګ، د کورنيو چارو پخواني وزير او د امريکا په دفاعي پوهنتون کې د ختيځې او جنوبي آسيا د مطالعاتو د مرکز غړي علي احمد جلالي، د افغانستان د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز رئيس عبدالغفور ليوال، په پاکستان کې د طالبانو پخوانى سفير مولوي عبدالسلام ضعيف، په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مشر سټيفن ډيمستورا، په کابل کې د اماراتو سفير او په کابل کې د يوناما د سياسي چارو مسوول طلعت بيک هم ګډون کړى وو.
په دې ناسته کې د پاکستان د کورنيو چارو پخواني وزير افتاب شېرپاو، سياستوال او په پښتونخوا کې د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر افراسياب خټک، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمودخان اڅکزي، په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مهمند، ازاد ژورنالیست سليم صافي او يو شمیر نورو سياستوالو او څېړونکيو هم ګډون کړى .
د يادونې وړ ده چې دغه غونډه په متحده عربي اماراتو کې د هغې غونډې په تعقيب جوړه شوې، چې د روان کال په جون مياشت کې په عربي اماراتو کې جوړه شوې وه، چې دويمه يې همدا د سرينا غونډه وه او درېيمه به يې په پاکستان کې جوړيږي.