د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان په کرکټ جوړ شوی فيلم په ادنبره کې ښودل کېږي

کرکټ څانګه 15.06.2010 14:18

فيلم جوړونکي او لوبغاړي په جرسي کې د فيلم جوړوني په مهال. انځور د ليزلي ناټ

د افغانستان په کرکټ جوړ شوی فيلم د سکاټلينډ په ادنبره فيستوال کې د دې مياشتې په ۱۷مه او ۱۹مه نېټه ښودل کېږي. د فيلم پرانيستنې لپاره د دې فيلم عمده لوبغاړی تاج ملوک عالم چې د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی دی ورغوښتل شوی دی. تاج ملوک به دوه ورځې وروسته برتانيه ته راونېږي.

دا فيلم چې د افغانستان د کرکټ لوبډلې په حيرانونکي پرمختګ جوړ شوی دی، له پنځم ډويژن څخه نړيوال جام د افغانستان د کرکټ لوبډلې سفر انځوروي.

ټول افغان دا مستند فيلم څو مياشتې وړاندې په دوبۍ کې ليدلی دی چې د فيلم جوړونکو له خوا ورته ښودل شوی و. سره د دې چې دا مستند فيلم په ټوله لوبډله جوړ شوی دی، د ملي لوبډلې پخوانی روزونکی تاج ملوک او د نوموړي دوه وروڼه هستي ګل عابد او کريم خان صادق (چې دواړو په ملي لوبډله کې لوبه کړې ده) د دې فيلم مهم لوبغاړي دي.

په فيلم کې د هجرت په مرحله کې د کرکټ سره د افغانانو اشنا کېدل او وروسته افغانستان ته راوړل او نړيوالې سطحې ته رسېدل انځور شوي دي او د لوبغاړو په سختيو او ستونزو او په هېواد کې د کرکټ د مناسبو وسایلو او لوبغالو په نه شتون هم رڼا اچول شوې ده.

فيلم Out of Ashes يا (له ايرو راوتلی) نومېږي. ليزلي ناټ جوړ کړی دی. ډايرکټران او انځورونکي يې ټيم البن او لوسي مارټن دي. فيلم په پښتو او انګليسي ژبه دی او په افغانستان، پاکستان، د برتانيه په جرسي، تنزانيا، ارجنتاين، سويلي افريقا، او اماراتو کې انځور شوی دی.

فيلم د ادنبره په فيلمي فيستيوال کې په ۱۷م او ۱۹م جون ښودل کېږي او د افتتاح کولو لپاره د دې فيلم عمده لوبغاړی تاج ملوک عالم ورغوښتل شوی دی.