د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان په کرکټ تېره اونۍ څه تېرشول!

کرکټ څانګه 09.06.2010 14:24

يادونه: دا او نورې ليکنې پخوانۍ دي خو بيا په ليکه کېږي ځکه چې له یو Seerver څخه بل ته د ټول افغان په نقلولو کې له منځه تللې وه.

تېره اونۍ د ملي لوبډلې د پخواني لوبغاړي ريس احمدزي د فيس بوک په پاڼه یو پيغام خپور شو چې ملي لوبډلې استعفا ورکړه. حيرانونکی خبر و. ورپسې ريس احمدزي د ټول افغان او نورو رسنيو سره اړيکي ونيولې چې دا خبر خپور کړي. ټول افغان د معمول سره سم څېړنه پيل کړه او د کرکټ بورډ په شمول یې د یو شمېر لوبغاړو سره هم خبرې وکړې چې وروسته د ټولو څرګندونې په یو رپوټ کې خپرې شوې.

ستونزه څه ده او کله پيل شوه؟

له ستونزې له معلومولو مخکې راځئ په کرکټ کې د لانجو تاريخ ته یو ځغلنده نظر واچوو:

د افغانستان کرکټ له پيله له ستونزو او لانجو ډک دی. تل په کې یوې ډلې د کرکټ بورډ چلولی او پاتې نورو ډلو یې پښې وهلي او لینګتې یې ورته ايښي ده. کرکټ بورډ د طالبانو په وخت کې الله داد نوري په افغانستان کې ثبت کړ خو د طالبانو د پرزېدو سره سم تاج ملوک عالم بيا په نوي رژيم کې ثبت کړ. لانجه هماغه وخت پيل شوه. د پکتيا په استازيتوب ريس ځاځی او نور ملګري یې ډېری وخت د تاج ملوک او سلاکار وزير شهزاده مسعود ملګري وو خو کله کله به سره دوی هم په خپل منځ کې ورانېدل. دوه کله وړاندې بيا د کرکټ بورډ - چې هغه وخت فدراسيون و - د تاج ملوک او شهزاده مسعود واک پای ته ورسېد او الله داد نوري بيا واګې په لاس کې واخيستې. هغه لا د کرکټ بورډ د دويم ځلي چلولو مزه نه وه څکلې چې تاج ملوک، شهزاده مسعود، او یو شمېر لوبغاړو د کرکټ فدراسيون په دې موخه په کرکټ بورډ واړاوه چې د الله داد له پښو ټغر کش کړي. ولسمشر حامد کرزي د دې لپاره چې د کرکټ ښه اداره رامنځ ته کړي، له الله داد نوري څخه بغير، د ټولو په خوښه او سلا مشوره کرکټ بورډ ته نوی بورډ اف ډايرکټرز وټاکه او د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال یې د کرکټ بورډ مشر کړ.

زاخېلوال هلې ځلې پيل کړې چې د کرکټ خفه غاړې بېرته په اداره کې راغونډې او یوه سمه اداره رامنځ ته کړي. ځکه یې لومړی سيد شاه امينزی راووست بيا یې الله داد نوري راووست، ورپسې یې تاج ملوک او شهزاده مسعود راوستل او همداسې نور. خو د دې لپاره چې په کرکټ بورډ خپل نظر وساتي ډاکتر ايمل شينواری یې (چې د نوموړي اوښی دی) د سيد شاه امينزي پر ځای د کرکټ بورډ اجراييه ريس کړ. زاخېلوال خپل یو بل خپلوان ډاکتر نورالله د ملي لوبډلې ډاکتر وټاکه. ايمل شينواري خپل ورور علي شينواری د کرکټ بورډ د مالي چارو مسوول وټاکه.

د کرکټ لانجو پای ونه موند ځکه ټول هغه خلک چې د کرکټ له بورډ څخه بېرون پاتې شول په دې هڅه کې وو چې څنګه بېرته ځان وردننه کړي او يو څه واک لاس ته راوړي. تر دې چې په ولسي جرګه کې خلک ولمسول شول او نجيبه شريف په ډاکتر زاخېلوال نيوکه وکړه چې ولې د کرکټ لوبغاړو استقبال لپاره هوايي ډګر ته مخې ته ورځي. ويل کېږي چې نجيبه شريف دا کار پخپله نه و کړی، بلکه د یو شمېر ناراضيانو له خوا لمسول شوې وه.

دوه مياشتې وړاندې د مارچ په مياشت کې چې کله لوبډله شارجه ته د نړيوال جام د تياري لپاره ولاړه، ټول افغان.کام خبر شو چې يو شمېر لوبغاړو - چې لږ تر لږه ريس احمدزی، محمد نبي عيسی خېل او دولت احمدزی په کې شامل وو - مشوره کړې ده چې په دوی کې به یو لوبغاړی تقاعد اعلان کړي، هغه به د کرکټ بورډ اجراييه مشر شي. تر دې مخکې په سريلانکا کې محمد نبي عيسی خېل د کريم صادق پر ځای مرستيال کپتان اعلان شو. داسې ويل کېدل چې د نوروز پر ځای د محمد نبي د کپتان ټاکلو په موخه دا کار ترسره شو. په کابل کې د پکتيا ځينو ملګرو ټول افغان ته د شارجې له سفر څخه یوه مياشت مخکې ويلي وو چې سلاکار وزير شهزاده مسعود هم په دې مشوره کې شامل دی او غواړي چې نوروز منګل له کپتانۍ لرې کړي.

ټول افغان چې د کرکټ بورډ د اجراييه مشرۍ لپاره د ريس احمدزي او ډلې له پلان څخه خبر شو نو پوه شو چې له نړيوال جام وروسته به د افغانستان په کرکټ کې لانجې رامنځ ته کېږي. تېره اونۍ راپورته شوې لانجه د پورتني پلان نېغه پایله ده چې وروسته د یو شمېر نورو خواوو ګټو او غوښتنو هم په کې رول ولوباوه چې لاندې روښانه شوي دي:

ناراضيان څه او ولې غواړي؟

ناراضيان په درې ډوله دي. یو یې لوبغاړي دي چې له نړيوال جام څخه له راستنېدو وروسته په دې خفه دي چې شل شل زره ډالر ورنکړل شول. دوی وايي چې په نړيوال جام کې د برخه اخيستنې او سپانسرشپ په پيسو کې د هر یو شل شل زره ډالر حق کېده. ډېری ناراضه لوبغاړي همدا کسان دي.

دويمه ډله د واک، ځواک او رول غوښتونکي دي. په دوی کې ريس احمدزی، دولت احمدزی، نوروز منګل، او محمد نبي شامل دي. ريس احمدزي لومړي غوښتل چې بايد مشر غوره کونکی وټاکل شي. نوموړی وايي چې ډاکتر ايمل شينواري ورسره په ويسټ انډيز کې ژمنه کړې وه چې ريس احمدزی به د مشر غوره کونکي او دولت احمدزی به تخنيکي مشر ټاکي خو اوس شوې ژمنې سره سم نوموړي په يادو شوو دندو نه ګماري. شينواری بيا وايي چې دا ژمنه یې په دې شرط کړې وه چې ډاکتر زاخېلوال به اخري پرېکړه کوي. کپتان نوروز منګل ټول افغان سره په مرکه کې دا هم زياته کړه چې د دوی غوښتنه دا ده چې ډاکتر ايمل شينواری دې له دندې ګوښه او ريس احمدزی دې د بورډ اجراييه مشر کړای شي.

پر دې برسېره محمد نبي عيسی خېل د هالينډ لوبو ته په غوره شوې لوبډله کې د کپتان له مرستيالۍ لرې کړای شوی او پر ځای یې ميرويس اشرف ټاکل شوی دی. محمد نبي په ښکاره وايي چې په دې نه دی خفه خو واقعيت دا دی چې په دې کار سره به د محمد نبي او ډلې هغه پلان چې د نوموړی کپتان کول غواړي عملي نه شي. محمد نبي ټول افغان ته وويل چې د کرکټ بورډ د ده د ډلې ماتول غواړي. يانې دا چې محمد نبي او یو شمېر نور په کرکټ لوبډله کې یوه ډلګۍ لري. چې د کرکټ د نورمونو خلاف کار دی او په نوره نړۍ کې پرې د کرکټ بورډ لوبغاړو ته سزا ورکوي.

نوروز منګل د دوی سره ځکه غاړه شوی دی چې نوموړی وايي د کرکټ بورډ له خوا د هالينډ لوبو ته په غوره شوې لوبډله نيوکې لري او ده په غوره کولو کې برخه نه ده اخيستي. د نوروز منګل بل تشويش به دا هم وي چې په نږدې وخت کې دی تقاعد کېدونکی دی. او که چېرته ريس احمدزی او د ده ملګري په واک کې نه وي نو يو خوا به یې تقاعد کېدل او کپتاني له لاسه ورکول چټک شي او له بلې خوا دا چې ډېره زده کړه نه لري نو د اوسني کرکټ بورډ په شتون کې به ورته څوک مهمه دنده ورنکړي او د ريس احمدزي د برخليک سره به دی هم مخامخ شي.

کريم خان صادق ځکه د مراد علي په شاملولو نيوکه کوي چې هغه اوس هم په تمه دی چې بېرته به ويکټ ساتنه ورته سپارل کېږي. او که د شهزاد محمدي سره مراد علي هم ويکټ ساتونکی شي نو د کريم خان صادق چانس بېخي سوځي. تاج ملوک چې د کريم خان صادق ورور دی موده مخکې په ټول افغان په یوه تبصره کې ويلي و چې اوسنی ويکټ ساتونکی محمد شهزاد د توپ پسې ټوپ نه شي وهلی او کريم بايد بېرته ويکټ ساتونکی وټاکل شي. خو دا چې کريم خان صادق هم کېدای شي په راتلونکي څو کلونو کې تقاعد شي نو ځکه د کرکټ بورډ په لوبډله کې د مراد علي د شاملولو پرېکړه کړې ده.

درېمه ډله هغه کسان دي چې په بېلا بېلو مرحلو کې د خپلمنځیو لانجو په پايله کې له کرکټ بورډ څه وتلي دي او لېواله دي چې يو څه لاس ته راوړي. دا ډول ډېر کسان د خالي په ورځ د ډاکتر زاخېلوال سره ناسته کې د لوبغاړو سره یو ځای د ګيله منو په توګه موجود وو.  د دوی ناندرۍ دومره ډېرې وې چې اخر ورته ډاکتر زاخېلوال وويل چې که دا حال وي نو دی به  په کرکټ بورډ کې خپله دنده پرېږدي.

درې واړه ناراضه ډلې د کرکټ بورډ په اوسنۍ اداره او په ځانګړې ډول په ايمل شينواري دا نيوکه کوي چې نوموړي کله کرکټ نه دی کړی. دوی په نوې اداره دا نيوکه کوي چې زاخېلوال په کې خپلوان په دندو ګمارلي دي. د کرکټ بورډ په مشر غوره کونکي حامد شينواري دوی نيوکه کوي چې کله یې په هارډ بال لوبه نه ده کړې.

ايا د ناراضيانو غوښتنې د منلو دي؟

د نارضايانو سره د دوی د زده کړې ټيټه کچه په دې کې مرسته نه کوي چې دوی ته دې په کرکټ بورډ کې سترې دندې ورکړای شي. پخوا هم بازاري کميونيکشن د افغان کرکټ یو شمېر بهرني خواخوږي خفه کړي دي او ځيني هغه برېښناليکونه چې د کرکټ د ځينو پخواني چارواکو له خوا د کرکټ بهرنيو ادارو ته لېږل شوي د کتلو نه دي. بله دا چې ډاکتر زاخېلوال د خپلوانو مساله هغه وخت له مخې لرې کړه چې ډاکتر نورالله او علي شينواری یې استعفا ته اړ ويستل او اوس یواځې ډاکتر ايمل شينواری د نوموړي خپلوان دی چې په کرکټ بورډ کې پاتې دی.

د مشر غوره کونکي په اړه بايد ووايو چې د کرکټ د پوهې تر څنګ په غوره کونکو کې ريښتينولي هم مهمه ده. حامد شينواري د ټول افغان په تېر رپوټ کې یو شمېر نيوکو ته ځوابونه ويلي دي.

یوه ګيله چې منطقي ده هغه د لوبغاړو د تنخواګانو لوړول او د کرکټ بورډ د مامورينو د تنخواګانو راټيټول دي او په ځينو حالاتو کې چې کوم کسان چې دوه ځلي تنخواګانې ( هم له دولت او هم له کرکټ بورډ څخه ) اخلي هغوی ته د کرکټ بورډ له خوا د تنخوا بندول دي. تر کومه چې ټول افغان خبر دی موده مخکې په یوه کتنه کې زاخېلوال موافقه کړې وه چې د لوبغاړو تنخواوې به لوړوي. معلومات نشته چې لوړې شوې به وي او که نه.

په لنډه توګه ويلی شو چې تېره اونۍ جګړه د افغانستان او افغان کرکټ د ګټو او ښېګړې جګړه نه وه. تېره اونۍ د غرور د خړوبولو، شخصي ګټو، او د واک او ځواک لاسته راوړلو جګړه وه چې خدای ج خبر دی چې د افغانستان کرکټ به کومې خوا ته بيايي.

د افغانستان کرکټ مخکې دوه لارې لري:

۱. چې د کرکټ پياوړې مسلکي اداره او قوانين جوړ کړي. د کرکټ بورډ په سر کې په اداره پوه خلک او په تخنيکي چارو کې په کرکټ پوه خلک وټاکي. لوبغاړي پرېنږدي چې په لوبډله کې ډلې جوړې کړي او یواځې لوبې ته پام وکړي او د کرکټ بورډ په چلولو کې ګوتې ونه وهي. څوک چې په لوبډله کې ډلې جوړوي بيا لکه د پاکستان کرکټ بورډ د يونس خان او محمد يوسف په شان سزا ورکوي.

هغه څوک چې په کرکټ پوهېږي او په دې شرط چې پخوا یې په لوبډله کې په ملي ګټو شخصي ګټې مخکې نه  وي ګڼلي په تخنيکي چارو کې وکاروي. ښه نمونه یې د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی احمدشاه احمدي دی چې اوس د غوراوي په کميسيون کې غړی دی. هغه څوک چې له ملي ګټو ورته شخصي هغه مهمي وي، کرکټ بورډ ته یې نږدې پرېنږدي.

۲. چې د کرکټ بورډ واک او ځواک په بېلابېلو خواوو وويشي، غير مسلکي کرکټ ته دوام ورکړي، او د کرکټ د پرمختګ پر ځای د اشخاصو روا او ناروا اعتراضونو ته لبيک ووايي، او د ملت د خوښۍ پرځای د اشخاصو، قومونو، او سمتونو خوښول معيار وګرځوي. بيا به د پارلمان د غړو ساعت تېر وي او لکه تېره اونۍ چې د یو شمېر ټولنو، قومونو، او پارلمان استازي او د ولسمشر کرزي د ادارې ځيني مامورين مصروف وو او ټيلي فونونه به یې شېبه په شېبه کړنګېدل او د سولې د مشورتي جرګې په خېمه کې یې د سولې پر ځای د کرکټ لانجو کې ګوتې وهلې، نو دا ښاغلي او د کرکټ بېلابېلا خواوې به تل داسې مصروفه وي.

یوه هيله چې موږ یې لرو دا ده چې ډاکتر زاخېلوال د کرکټ بورډ پرېنږدي او پر ځای یې د یوې ښې ادارې رامنځ ته کولو هڅې وکړي. د ډاکتر زاخېلوال په مشرۍ کې موږ هيله مند يو چې په جلال اباد کې سټيډيم تکميل شي، د کابل لوبغالی په سټيډيم واوړي، او په نورو ولايتونو کې لوبغالي جوړ شي. د نوموړي په مشرۍ کې دا دی په څو مياشتو کې په افغانستان کې دويمه ولايتي سيالي ترسره کېږي چې د کورني کرکټ ښه بنسټ دی. د کرکټ اداره د رسنيو نيوکو ته دروازه پرانيستې پرېښې ده او خبرې ته غوږ نيسي، د پخوا په شان سرتمبګي پای ته رسېدلې ده.

 که ډاکتر زاخېلوال د کرکټ بورډ بېرته پخوانو مشرانو ته پرېږدي، نه يواځې دا چې څوک به بيا د افغان کرکټ سره مرستې او سپانسرشپ ته زړه ښه نه کړي بلکه د کرکټ په اکاونټ کې پراته شپږ لکه ډالر به په شپږو ورځو کې په صفر واوړي او بيا که ټول افغان.کام شپږ کاله خواري هم وکړي نو په سر او بر به یې پوه نه شي. ښه نمونه یې د اتصالاتو لومړی سپانسرشپ او په سويلي افريقا کې د سابيان په نامه د یوې کمپنۍ سپانسرشپونه دي چې کابو دوه کاله وړاندې یې پيسې کرکټ بورډ ته (د زاخېلوال له مشرۍ مخکې) ورکړل شوي دي خو اوس یې هم په اړه بېلابېل اندونه او تورونه موجود دي. 

په دې اړه بله ليکنه:

د کرکټ بورډ او یو شمېر لوبغاړو تر منځ خپګان رامنځته شوی دی