د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کندز پروان ته په ۴ ويکټو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 03.06.2010 20:02

د اتصالاتو په ولايتي سيالۍ کې د دال ګروپ په دويمه لوبه کې نن کندز پروان ته په ۴ ويکټو ماته ورکړه.

پروان پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړل. پروان په ۴۷ اورونو کې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۱۶ منډې یې جوړې کړې.

په ځواب کې یې کندز په ۳۷م اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۱۹ منډې وکړې او هدف یې په اسانۍ پوره کړ.

سبا ته به د دال ګروپ درېمه لوبه د پکتيا او کندهار ترمنځ ترسره کېږي.