د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفنلنډ هیواد زده کوونکي تر ټولو غوره دي

ع.ساپې 26.05.2010 10:56

 

یوې نوې پلټنې ښودلې چې د فنلنډهیواد  زده کوونکي سږ کال د نړۍ  په کچه تر ټولو ځیرک او د ډيرو نومرو اخستونکي ګڼل شوي دي. ددغې پلټنې یو راپور چې د بی بی سي د انګلیسي ویبپاڼې لخوا خپور شوې وای ،  د دغه هیواد  تعلیمي نصاب په داسې بڼه جوړ شوې چې  زده کوونکي تری نه یواځې خوند اخلي بلکه علاقه یی نوره هم ډیره شوې او ورځ تر ورځ د ښه کیدو په حال کې دې. په راپور کې راغلي چې  دفنلنډ هیواد د خپلو ښوونځیوو سیستم داسې چمتو کړې چې  له لومړي  ټولګي څخه تر پنځم ټولګي پورې  دهر مضمون ښوونکې یو وي چې له دې لارې یو ښوونکې  د یوه ټولګي له زده کوونکو سره پوره پنځه کال تیروي او په دغه موده کې د زده کوونکي له ټولو  رواني حالاتو ،  نیمګړتیاوو، ستونزو  او غوره ټکو سره  بلدیږي، بله داچې  له لومړي ټولګي څخه بیا د ثانوي دورې تر فراغت پورې  ټولې زده کړې په یو چاپیریال کې کوي  او د ښوونځیوو د ادلون بدلون پرځای یو ځای کې خپلې زده کړې کوي.  همدا ډول  دښوونځي  ښوونکي د زده کوونکي له مور او پلار سره پرله پسې اړیکې نیسي او ځان پوهوي، او بل دا چې د مضامینو شمیر ډیر محدود وي او د هر ټولګي د استعداد او توان په کچه مضامین  زده کوونکو ته د نصاب سیستم کې په پام کې نیول شوي.  دبیلګې په ډول په لومړي ټولګي کې  یواځې درې مضامین ، په دویم کې درې، په څلورم او پنځم کې شپږ .

باید وویل شي په افغانستان کې  دلومړي ټولګي زده کوونکو ته چې لا خپل ښي او چپ سم نه پیژني  له دیارلسو ډیر مضامین ورکول کیږي او هغه  ښوونکې  ورلیږي چې د عمر دپای شیبو کې دخپل ژوند بخت ازمویی او یاهم داسې ښوونکې چې نسبتا نورو ته یی د پوهې کچه  ډيره ټیټه  وي او دلومړي ټولګي د ښوونکي په  توګه وارزي.