اسیا ۲۰/ ۲۰ : افغانستان دخپلو بریاوو په لړ کې متحده عربي امارات هم مات کړل
28.11.2009 18:33په عربي اماراتو کې دکرکټ په روانو شل اوریزو اسیایی لوبوکې افغانستان نن دشنبې په ورځ کوربه هیواد ته په ماته ورکولو د ددغه ګروپ لومړې مقام ترلاسه کړ.
اماراتو دلومړي بیټنګ په کولو د اتو لوبغاړو په سوځیدو یو سل او څلور څلویښت منډې وکړې اوافغانستان ته یی ۱۴۵ منډې هدف وټاکه. داچې د اماراتو لوبډله یو له غښتلیوو لوبډلو څخه شمیرل کیږي په پیل کې یی افغانستان له سترو ستونزو سره مخ کړې و . افغانستان چې کله ۹۱ منډې وکړې اوه لوبغاړي یی له لاسه ورکړي و خو لا یی هم اوه اورونه پاتې و. خو په پای کې افغان لوبډلې ځان ټینګ کړ خو ډیر ژر یی اتم لوبغاړې هم له لاسه ورکړ چې په پای کې حمید حسن چې اکثره یی بيټ په لاس کې ترډیره نه پاتې کیږي په یوه ناڅاپي شپږیزه لوبه دافغانستان په ګټه پای ته ورسوله او افغانستان دکوربه هیواد داتلولۍ خوبونه ګډ وډ کړل. په دغه لوبه کې کریم صادق او سمیع الله شینواري هر یو ۳۴ ، خالقداد نوري ۳۰، حمیدحسن ۱۹، محمد نبي ۱۵ میرویس اشرف او شاپور ځدران درې درې او نوروز منګل او شهزاد یوه یوه منډه وکړه
همداډول محمد نبي د اماراتو لوبډلې څلور، حمیدحسن او سمیع شینواري دوه دوه لوبغاړي وسوځول. باید وویل شي چې ددغو لوبو له پیله تر دې دمه افغانستان ټولې سیالې لوبډلې ماتې کړي او سبا به د کویټ سره هم خپله سیالي کوي او په وروستي پړاو کې ښایی د عمان له لوبډلې سره چې په خپل ګروپ کې یی ټولې لوبې ګټلي لکه د ۲۰۰۷ کال د شل اوریزو لوبو په شان یو ځل بیا مخامخ شي. عمان او افغانستان په ۲۰۰۷ کال کې د اسیایی شل اوریزو لوبو په پای کې مساوي اتلان وګڼل شول.