د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کارپوهان : شمال ټلواله د سولې بهیر ته ګواښ دې

ع.ساپې 26.05.2010 10:31

 

په کابل کې یو شمیر سیاسي شنونکو  دشمالي ټلوالې د ویاند  تازه څرګندونې دسولې د بهیر پرضد ددغې ډلې یوه بله هڅه بللې.  تیره ورځ د ډاکټر عبدالله په پلوۍ ددغې ډلې  ویاند فاضل سنچارکي دخبریالانو یوې غونډې ته وویل چې دسولې په راتلونکې  مشورتي جرګه که برخه نه اخلي او ویلي یی دي چې دوۍ ته چا دګډون بلنه نه ده ورکړې نو ځکه یی ملي نه بولي .  له بل پلوه د دولت ویاند  د ټلوالې  څرګندونې  تایید نه کړې  او وایی چې  په دغه جرګه کې ټولو قومونو ته ونډه ورکړل شوې.

خو سیاسي کارپوهان په دې اند دي چې دشمال ټلواله  له ‌ طالبانو سره د سولې د هرډول خبرو خنډ کیږي او نه غواړي چې طالبان  په افغانستان کې له اوسني دولت سره جوړ جاړي ته ورسیږي  او یو غښلې مرکزي حکومت رامنځته شي .