دکابل ښار په منځ کې جګړه روانه ده
18.01.2010 09:28د پشتونستان واټ له ځانمرګي برید وروسته اوس یو شمیر وسله وال د فروشګاه ودانۍ ته چې د عدلیی وزارت ، سرینا هوټل، افغانستان بانک او د ولسمشر ماڼۍ په منځ کې راګیره ده ختلي او له پولیسو سره یی سخته جګړه روانه ده. سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا محاصره ده ، په ډزو کې د سپکو وسلو سربیره د درنو وسلو غږونه هم اوریدل کیږي. خلک یوه او بله خوا تښتیدلي او د کابل د ښار په منځ کې د یوې سختې ویروونکې شیبې ننداره کوي. تر دې دمه د تلفاتو په اړه کوم راپور نه دې خپور شوې، خو د درنو تلفاتو اټکل کیږي. په سیمه کې یواځې پولیس او خبریالان لیدل کیږي او د فروشګاه بزرګ افغان پر ودانۍ د لګیدونکیوو ډزو لوګي او له هغه ځایه د وسله والو د ډزو غږونه اوریدل کیږي.