کارل لیوین : افغان ځواکونه د بریا کونجي ده، نه امریکایان
30.11.2009 07:00دامریکا په سنا کې د پوځې کمیتې مشر کارل لیوین وایی چې په افغانستان کې د بریالیتوب کونجي افغان ځواکونه دي نه امریکایی ځواکونه، نوموړي وایی ، باید اوباما په خپله پوځي ستراتیژۍ کې په دې خبره پوره غور وکړي چې افغانستان ته دنورو پوځيانو استول ددغه هیواد دپرمختګ په لاره کې څومره اغیزمن تمامیږی او یاهم دافغاني ځواکونو په روزنه او ډیریدنه کې څومره زیاتوالې راځي. نوموړي له اوباما څخه په کلکه غوښتنه کړې چې په خپله راتلونکې وینا کې افغانستان ته دنویوو پوځیانو داستولو نقش روښانه کړي. دنوموړي په وینا امریکایان پرته له افغان ځواکونو دغه جګړه نشي ګټلې.
نوموړې په داسې مهال کې دا څرګندونې کوي چې سبا دسه شنبې په ورځ ولسمشر اوباما دافغانستان دجګړې لپاره خپله نوې ستراتیژي اعلانوي.