ايټالیا : یوه امریکایی زده کوونکې په شپږ ویشت کاله بند محکومه شوه
05.12.2009 07:59دایټالیا یوې محکمې هغه امریکایی زده کوونکې چې دخپلې یوې انګلیسې ملګرې د وژنې په تور نږدې یو کال په توقیف کې وه په شپږ ویشت کاله بند محکومه کړې.
د امریکایی زده کوونکې امنډا ناکس یو بل ملګرې رافایلي هم له نوموړې سره یوځای خو د پنځه ویشت کلونو په بند محکوم شو. په دوی دواړو دا تور هم و چې خپله یویشت کلنه انګلیسي ملګرې میریډیټ یی لومړې تر جنسي تیري لاندې نیولې او بیا یی په بی رحمۍ سره وژلې. د اسوشیتدپریس په حواله کله چې دمحکمې لخوا دویته سزا اوریدل کیده نود امنډا ناکس په سترګو کې اوښکې ډنډ او خپل مدافع وکیل ته یی تکیه وهلې وه. دنوموړې کورنۍ وایی چې امنډا بیګناه ده خو محکمې دغه سزا یوه منصفانه پریکړه بللی.