ولايتي سيالي: نن هم د خرابې هوا له کبله لوبه نشته
18.05.2010 11:12د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنيو مدير فريد هوتک ټول افغان ته ويلي دي چې نن به هم د ولايتي ټورنامنټ لوبه نه وي.
پتيل شوې وه چې نن به خوست او بغلان لوبه کوي.
هوتک وايي چې پرون ډېر باران شوی دی او نن هم هوا د کرکټ کولو لپاره مناسبه نه وه. معلومات نشته چې لوبې به کله پيل کېږي.

