د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ننګرهار کرکټ اکاډ‌يمي په وسايلو سمبال کړی شوه

کرکټ څانګه 17.05.2010 01:33

دوه مياشتې مخکې چې ټول افغان د ننګرهار اکاډيمي څخه کتنه وکړه په اوارولو او پيچونو جوړولو یې کار روان و.

انځوريز رپوټ به وروسته خپور شي.

د ننګرهار کرکټ اکاډيمي چې د هېواد په کچه یواځينۍ پرمختللې او مجهزه معياري کرکټ اکاډيمي ده د یو کال لپاره د سنټرل ايشيا ډويلپمنټ ګروپ سره نن په یوه غونډه کې د یوکال سپانسرشپ قراداد لاسليک کړ چې په نتيجه کې به یې د ننګرهار کرکټ اکاډيمي د توپ اچونې د ماشين او ډېرو نورو وسايلو څښتنه شي.

د ننګرهار کرکټ اکاډيمي د تاج ملوک او هستي ګل عابد په زيار د ننګرهار پوهنتون د کمپيوتر ساينس د پوهنځي په ساحه کې جوړه شوې ده چې دوه خاورين او دوه اسمنتي پيچونه لري خو د وسايلو له پلوه لا هم کمزورې وه. د سنټرل ايشا ډويلپمنټ ګروپ د الله نور سيلاب او د ټول افغان د کرکټ څانګې په زيار چمتووالی وښود چې دغه اکاډيمي ته د مالي ملاتړ اوږه ورکړي.

په هغه غونډه کې چې نن د دې اکاډيمي په غولي کې د لسګونو لوبغاړو، چارواکو، ولسي مشرانو او د اکاډيمي د جوړونکو په ګډون جوړه شوې وه د سنټرل ايشيا ډويلپمنټ  ګروپ د اکاډيمۍ چلونکو ته د پنځلس زره ډالرو چيک وروسپاره او د سپانسرشپ تړون یې ورسره لاسليک کړ. په غونډه کې د ملي لوبډلې حميد حسن، محمد نبي محمدي، کريم خان صادق، هستي ګل عابد او افتاب عالم هم موجود وو.

په غونډه کې تاج ملوک وويل چې د افغانستان کرکټ ډېرې لوړې ژورې ليدلې دي، په هېواد کې د کرکټ په تاريخچه یې رڼا واچوله، لاسته راوړنې یې په ګوته کړې او ویې ویل سره د دې چې افغانستان د شل اورونو په نړيوال جام کې لوبې ونه ګټلې خو ملي سرود په سلګونو مليونونو انسانانو دنړۍ په ګوټ ګوټ کې واورېد، افغان تېز بالران وځلېدل، او لوبډله د ډېرې تجربې سره هېواد ته راستنه شوه چې په راتلونکې کې به ورته ډېره ګټوره وي.

تاج ملوک غونډې د ننګرهار د کرکټ اکاډيمۍ په اړتيا وغږېد او پوره شوې اړتياوې یې په ګوته کړې. تاج ملوک د سنټرل ايشيا ګروپ مننه وکړه چې د ننګرهار کرکټ اکاډيمۍ سپانسرشپ ته یې اوږه ورکړه اوویې ويل چې په ورسره شوي تړون کې دې اکاډيمۍ ته توپ اچونې پرمختللی ماشين او ۳۰۰ د ماشين پنډوسې، ۲۵ بيټونه، ۲۰ هيلمټې، ۱۵۰ جوړه ۴ برخې د سپورت دريشي، ۲۰ جوړه دسکشې، ۲۰ درجنه کلکې پنډوسې، ۱۵۰ د تمرين کميسيونه، شل جوړه ويکټې او نور لوازم شامل دي.

په غونډه کې د ولسي جرګې کانديد حاجي اميرخان يار هم د اکاډيمي سره دوه زره ډالره نغده مرسته وکړه.

د سنټرل ايشياډويلپمنټ ګروپ استازي کريس له ګډونوالو خپله حيراني پټه نه شوه کړای او ویې ويل چې ډېر خوښ دی چې له یوې پرمختللې اکاډيمي په سمبالولو کې برخه اخلي. نوموړي وويل چې د اکاډيمي سره به یې د شرکت مرستې جاري او دوامداره وي.

د ننګرهار ولايت اجرايوي مشر محمد حنیف ګرديوال په خبرو کې وويل چې د ننګرهار چارواکي وياړي چې په دې ولايت کې د هېواد تر ټولو پرمختللې اکاډيمي جوړه شوې ده او د راتلونکې د ستورو په روزلو کې به فعاله ونډه اخلي.

د ننګرهار د ګمرک ريس احسان الله کاموال چې په فرهنګي او ولسي خدمتونو کې فعال ونډه اخيستونکی دی هم غونډې ته وينا وکړه او چمتووالی یې وښود چې داکاډيمي یو شمېر پاتې اړتياو په پوره کولو برخه واخلي. نوموړی د حيرانۍ تر کچې خوښ و چې په هېواد کې پرمختللې کرکټ اکاډيمي شتون لري.

ګډونوالو ته د ولايتي شورا غړي معين شاه او پياوړي شاعر عزت الله ځواب هم ويناوې وکړې. ځواب خپل د ((بری یې راوړ)) مشهور کرکټي شعر ګډونوالو ته واوراوه او ویې ويل چې نړيوالې کچې د افغانانو رسېدل په خپله ستر بری دی چې نن یې په دې غونډه کې د اکاډيمي د جوړولو ترڅنګ لمانځي.

په غونډه کې تاج ملوک عالم د دوه خاورين پيچونو د پرانيستنې اعلان هم وکړ چې تازه د سيالکوټ له تورې خاوري جوړ شوي دي. په پيچونو مشرانو ميلمنو څو څو پنډوسې لوبه هم وکړه.

د اکاډيمي جوړونکي د اکاډيمي د راتلونکو پلانونو په اړه وايي چې په اکاډيمي کې د اوبو د سيستم او اکاډيمي شاوخو د پنجرو جوړول شامل دي.

د ننګرهار د اکاډيمي چلونکی هستي ګل عابد وايي چې د ننګرهار پوهنتون ورته یوه ستره مځکه منلې ده چې په نړيواله کچه معياري لوبغالی په کې جوړ کړي. ملوک وايي چې په راتلونکو پلانونو کې یې د دې لوبغالي جوړول شامل دي. نوموړی وايي چې په کامه او بهسودو کې هم د اکاډميانو د جوړولو هوډ لري او که امکانات لاس ته ورشي نو جوړ به یې کړي چې د کرکټ د مينه والو تنده خړوبه کړي او د دې سيمو کرکټرانو ته هم اسانتياوې برابرې کړي.

د يادونې ده چې د ننګرهار کرکټ اکاډيمي د تاج ملوک او هستي ګل عابد په شخصي هڅو جوړه شوې او د کرکټ له بورډ څخه خپلواکه ده.