د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ټولپوښتنه: په دويم پړاو کې به افغانستان څو لوبې کوي؟

کرکټ څانګه 30.04.2010 08:31

افغانستان د ۲۰۱۰ کال د شل اورونو د نړیوال جام په دويم پړاو کې دوه لوبې کوي. لومړۍ لوبه یې د هندوستان سره د مي په لومړۍ او دويمه یې د سويلي افريقا سره د مي په ۵مه نېټه ده. که افغانستان دواړه لوبې وګټي دويم پړاو ته چې سوپر 8 ورته وايي بريالی کېږي. که یوه وګټي هم چانس لري چې بريالی شي. دا په دې پورې اړه لري چې هندوستان او سويلي افريقا هر يو څو لوبې ګټي.

پوښتنه دا ده چې که افغانستان د شل اورونو په نړيوال جام کې له لومړي پړاوه تېر شي، په دويم پړاو کې به څو لوبې کوي؟

په دې موخه کولای شئ چې د کرکټ څانګې په لومړۍ پاڼه کيڼې خوا ته په ټولپوښتنه کې رايه ورکړئ او يا هم لاندې په تبصره کې خپل اند روښانه کړئ.

سم ځواب به د مي په لومړۍ نېټه د افغانستان او هندوستان له لوبې وروسته خپرېږي.

په ټولپوښتنه کې له برخه اخيستو مو یوه نړۍ مننه.