د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هندوستاني لوبغاړي د افغان لوبډلې په اړه ډېر کم معلومات لري

کرکټ څانګه 30.04.2010 07:57

د هندوستان د لوبډلې کپتان ډوني منلې ده چې د افغان لوبډلې په اړه ډېر کم معلومات لري او د ويډيو څېړونکی یې لګيا دی د افغان لوبغاړو په اړه معلومات راغونډوي خو تر اوسه ډېر کم څه په لاس ورغلي دي.

ډوني پرون ويلي وو چې زه د افغانستان سره لوبه تمرين نه ګڼم او هيڅ مخالفه لوبدله اسانه نه بولم.

ډوني فکر کوي چې دا ښه خبره ده چې د افغانستان د په اړه ډېر معلومات نه لري ځکه چې د کومې لوبډلې په اړه ډېر معلومات لري نو د هغې په اړه به فکر هم ډېر کوي.

د شنونکو په باور د ډوني دا خبره سمه نه ده او د مخالفې ډلې په اړه معلومات کول، د لوبغاړو لوبه کتل او ورته پلان جوړول په کرکټ کې اړين دي.

د کرک انفو انډريو مګلاشن وايي چې مخالفو لوبډلو ته د افغانستان په اړه کم ويډيوي توکي د افغانستان په ګټه دي او افغانستان ته یو داسې څه چې نورې لوبډلې یې نه لري په دې سيالۍ کې په لاس ورکوي چې د ((ناڅاپۍ عنصر)) بلل کېږي. افغان لوبډله دا چانس لري چې له دې ټکي ګټه پورته کړي او په ناڅاپه توګه په خپل نامعلوم انداز کې لوبه وکړي.

افغان لوبغاړي د هندوستاني لوبغاړو د لوبې سره بلد دي. ډېرو یې هندي لوبغاړي د IPL په لوبو کې تعقيب کړي دي. البته دا کوښښونه لوبغاړو په خپله کړي دي ځکه چې د لوبډلې د ويډيو څېړونکی داود بابر د کوېت او اماراتو په سفرونو کې د لوبډلې سره نه و چې د هندوستان د لوبغاړو د ويډيوګانو په ښوولو کې ورسره مرسته وکړي. نوموړی له دواړو سفرونو څخه ځکه غير حاضر و چې پاسپورت یې په اسلام اباد کې د برتانيه د سفارت سره د ويزې اخيستول لپاره بند پاتې و او سفر یې نه شو کولای.

اصغر ستانکزي - چې پرون یې د ايرلينډ خلاف افغانستان ته ۳۹ منډې وکړې - ټول افغان ته ويلي دي چې لوبغاړي ټول چمتو دي چې د هندوستان خلاف خپل ۱۰۰٪ زور وازمايي. ستانکزی وايي چې لوبغاړو په الله ج توکل کړی دی او باور لري چې لکه د هر وخت په شان به ولس ورته دعاګانې کوي.

لوبغاړي حميد حسن هم کرک انفو ته په یوه ليکنه کې ويلي دي چې د لوبغاړو مورال لوړ دی. نوموړي ويلي دي چې له اوږد سفر څخه وروسته یې سم خوب ونشو کړای او سبا یې سمدستي د ايرلينډ سره لوبه وکړه. نوموړی وايي چې د ايرلينډ سره په لوبه کې یې احساس کاوه چې پښې یې درنې دي او د توپ اچونې تېزوالی یې کم شوی دی خو د لوبډلې فيزيو عظيم ملک ورته ډاډ ورکړ چې له اوږد سفر څخه وروسته دا عوارض وي او د هندوستان مقابلې ته په چمتو وي. د ايرلينډ خلاف سره د دې چې د حميد يارکر وځلېد او دوه ويکټې یې واخيستې خو په ۲ اورونو کې یې ۳۰ منډې ورکړې چې ډېرې منډې بلل کېږي.

د لوبډلې د رسنيزو چارو مسوول شهريار خان ټول افغان ته ويلي دي چې د لوبغاړو مورال لوړ دی او د کرکټ نړيوالې شورا لپاره د انځورونو اخيستو څخه وروسته سانت لوشيا ته رسېدلي دي او په هوټل کې ځای پرځای شوي دي.

لوبډلې ته امر شوی دی چې خوب پوره کړي او د هندوستان له لوبې په مخکې شپه وختي ويده شو ځکه د هندوستان سره یې لوبه د سانت لوشيا په وخت سهار ۹:۳۰ پيل کېږي.