د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دكاميابۍ په لټه

عطاءالله خان حيران 22.04.2010 20:44

ليكوال : ډاكترنارمن ونسنټ پيلي
ژباړن :عطاء الله خان حيران

ډاكترصاحب كه څه هم زه يوكليوال هلك يم خوتل مې مثبت فكركړى دى له دې نه ورسته يې په ډېرعجزانه انداز وويل:زه كولى شم،چې له تاسره يوڅوګامه لاړشم؟نوموړي وويل زه له ليك لوست سره ډېره مينه لرم اود ارواپوهنې په هكله مې ډېركتابونه لوستي دي،خوكه رښتياووايم زه ستاپركتابونو وياړم،ستاكتابونه ډېرګټوردي زه يې لوستل دهرچالپاره اړين بولم.ستايوكتاب،چې هغه وخت زه ډېروړوكى وم،مورمې راته ډالۍ كړى و مالوستى اوډېره ګټه مې ترينه اخستې ده.
ورته مې وويل ګرانه ته څه ستونزه لرې،چې زه درسره مرسته وكړم ته څه غواړې؟
زه غواړم،چې وكيل ووسم اوله دې نه وروسته كېداى شي سترسياست دان جوړشم خوماته داهرڅه لكه يوخوب معلومېږي.
ورته مې وويل،چې ته څه فكركوې ستاداخوب به پوره نه شي؟
هغه راته وويل: ماته خوستونزمن ښكاري ځكه،چې زه يوغريب انسان يم اودوكالت لپاره خوتاته معلومه ده ،چې ډېرې پيسې پكاريږي،زه خوله ډېرغريبې كورنۍ نه يم تراوسه زموږپه كورنۍ چاكالج نه دى لوستى ټول بزګران دي .
زماله دې هلك سره خبرې په داسې حال كې كيږي،چې ماپه يوه هوټل كې يوې غونډې ته ويناكړې وه اوترينه د راوتوپه حال كې وم،دې هلك راته وويل:زه ۱۳كلن يم ماپه اخباركې لوستي و،چې تاسې نن راځي اوجوړې شوې غونډې ته به ويناكوئ زه هم ستادتقريرداورېدولپاره دلته راغلى يم،زه ستادويناداورېدولپاره له ډېرلرې ځاى نه په ملي بس كې راغلى يم كله ،چې ستاويناپاى ته ورسېده سمدستي زه هم درپسې راووتم اياماته ويلى شې،چې زمادغه خوب به رښتياشي؟ اوبل درنه داهيله لرم،چې ښې مشورې هم راكړې ترڅوخپل منزل ته ورسېږم.
ددې هلك خبرې ډېرمعقولې وې او زه ورنه ډېر متاثره شوم،هغه غريب په كلي كې وسېده اوغوښتل يې ،چې وكيل جوړشي په دكې كليوال خويونه له ورا معلومېدل.
ماهلك ته وويل:ګرانه ستاله وكالت سره اورنۍ مينه ده ستادغه غوښتنه به انشاء الله ضرورپوره كېږي،
جدي غوښتنه تامنزل ته رسوي دا ته ،چې له دومره لرې ځي نه په بس كې راغلى يې او كرايه دې وركړې ده داهم ستاجدي غوښتنه و،چې تردې ځايه راورسېدې،بچې ته ډېرذهين هلك يې ځكه دذهانت وړانګې ستاپه سترګوكې له ورايه معلومېږي.
اوس ته پريوه الله (ج) يقين ولره اوله خپل ذهن نه ټول شكونه لر ې كړه ستاغوښتنه به انشاءالله ضرور پوره كېږي،ماپريوه كارت ورته دغه جملې وليكلې.
زه هرڅه كولى شمه ځكه ،چې الله (ج) ماته طاقت راكړى دى
ماورنه وپوښتل ،چې ته پريوه الله (ج) يقين لرې؟
ده راته وويل: هوزه پريوه الله (ج) يقين لرم.
ماورته وويل سمه ده ځكه،چې الله (ج) دهرمشكل حل كونكى دى
ته ټينګه ارده ولره انشا ْ الله په خپل مقصدكې به كاميابېږې
ما،چې په كارت باندې ورته كوم الفاظ ليكلي ورته مې وويل: دغه كارت تل لوله ،چې دادرسره ډېره مرسته كولى شي.
هغه ښه په ډاډه زړه له ماسره مخه ښه وكړه اودخپل كور پرلور رهي شو،دامرېكې نوي كليوال ځوانان له ښاريانوپه پرتله پرځان ډاډمن دي اوهم يې فكرونه مثبت وي،
يوځل داټلانټاپه هوايي ډګركې ديو پخواني ملګري سره مخ شوم،موږ په يوه هوټل كې سره كيناستو ګپه مولګوله زمادغه ملګرى ډېرستر سوداګر دى،ده راته نه وپوښتل،چې ښه فكرڅنګه اوڅه ډول ګټورې پيلې لري؟ مااورېدلي دي،چې ته خلكوته په كارت څه اصول ليكې او له هغه نه بياخلك ګټه اخلي اودښه مثبت فكرخاوندان شي.
ورته مې وويل يوڅوك دى هغه خپل كارپه سمه توګه نه شي ترسره كولى نوخلك يې سمدستي بدل كړي پرځاى يې بل څوك راولي،خوزه وايم.چې دشخص دبدلولو پرځاى،چې پرشخص كې بدلون راشي،دابه ډېره ښه وي.
په كاروبار اوسواداګرۍ كې انسان ته يوڅه موقع په لاس ورځي، دحالاتوپه مطابق ياخوبه په ځان كې بدلون راولې اوياخوبه حالات.
كه يوچاپرخپل ځان كې بدلون راوست هغه په كورنى اوټولنه كې هم بدلون راوستى شي كه يوڅوك په ځان كې بدلون نه شي راوستى نه خوهغه په پخپل كوركې بدلون راوستى شي اونه په ټولنه كې ځګه،چې له ذهني بدلون سره دانسان روح بلون مومي،نوپردې اساس دذهني بدلون سره هرشى اوحالات بليږي.
يوه ورځ راته ديوه شركت كاركونكي وويل: كه څه هم زه مثبت فكركوم خوبياهم زه په خپلوكارونوكې نه بريالى كېږم زه څه وكړم؟
ماورته وويل ،چې اوس به تاته ډېرې موقعې په لاس درشي،چې ته ورنه ګټه واخلې اوخپل هدف ته ورسېږې،ته لومړى دكارله بدلون نه مخكې په خپل ځان كې بدلون راوله ته لومړى له هرڅه نه مخكې دا خيال اوفكر له خپل ذهن نه وباسه،چې ته ولې په خپل كاركې نه بريالى كېږې ته په لومړي سركې خپلې ټولې نيمګړتياوې په سمه توګه درك كړه اومخې ته دې كېږده او ورته دحل لاروګوره اودغه نيمګړتياوې دې په ګټورو فكرونو بدلې كړه اوپه خپل ځان كې مثبت بدلون راوله مه ناهيلى كېږه.
له اره دغه ځوان ديقين دكمزورتيالرلوپه وجه هرڅه له لاسه وركړي و،ماپه ده كې ديقين جذبه راوپاروله ورته مې وويل ،چې اوس څنګه يې ؟
ده راته وويل: يوډول سكون راته پيداشو اوس دپخواپه پرتله ډېرډاډمن يم اوستاټولې خبرې به منم.
وليم جېمس ته په امريكاكې دروان پوهنې پلار وايي،دغه اوصول دوضع كړي دي كه پردغواوصولو عمل وشي نوباورمو وشه ،چې ډېرې ګټورې پايلې لري،ځكه دښه فكرپه كولوسره دانسان ټول مثبت حركتونه په خوزښت راځي،اومنفي خيالات په خپله له منځه ځي اوپرځاى يې مثبت خيالات ځاى مومي،كه څوك وغواړي،چې مثبت فكروكړي نوپه ډېره اسانۍ سره كولى شي،داكوم جادو يامنترنه غواړي.
يوه تكړه امريكايي روانپو جېمس ويلي دي: چې داپوښتنه ډېره مطرح كېږي،چې خلك په خپلوكارونوكې ولې نه بريالي كېږي؟ ددغې پوښتنې له ماسره ډېراسان ځواب دى.
ناكامه خلك په ټينګ هوډ په كلكه ارادې سره دكاميابۍ لپاره كوښښ نه كوي د داډول خلكوپه ذهن كې مخكې نه داوليكل شي، چې داكار دى نه شي كولى اوياپه دې كاركې نه شي بريالى كېداى ځكه داډول خلكوماته له مخكې نه منلي وي او همدارنګ ناكام هم شي زه ،چې دهغوخلكوپه باره كې فكركوم،چې تل بريالي دي او،چې ددوى په اړه مې معلومات هم ترلاسه كړي دي دډېرخلكوپه يوه خوله په دانظرول،چې كوم خلك،چې كامياب دي دوى دكاردترسره كولونه مخكې ددوى يقين او ارادې ډېرپخې وي دوى ته معلومه وي،چې دوى بايدڅه وكړي،دوى له هرڅه نه مخكې خپل هدف مخې ته ږدي او ورباندې فكركوي ،چې څنګه اوپه څه ډول ځان ورورسوي ،چې لار ورته وګوري له هغې نه وروسته په كلكه جذبه اومينه په كارپيل وكړي ددوى دټينګ هوډ اودكلك يقين پرمټ ځان خپل هدف ته رسوي هغه وړې ستونزې ،چې دوى بياورسره مخ كېږي هغه د دغه يقين او هوډ زور نه شي لرلى هغوى په خپله له منځه ځي.
غټه خبره داده ،چې دا ډول خلك دټينګ يقين خاوندان وي او ددوى پرذهن كې شك اوېرې نه پاك وي دوى تل دښه فكرنه كاراخلي داښكاره خبره ده ،چې دښه فكرپايلې ګټورې وي.
تاسې ته به معلومه وي اوليدلي به مو وي،چې دشكاګو ښاركې په غټو غټو ودانيوباندې د(بلوف) نوم ليكل شوى اويادهغه په نامه شوي دي آرتهر ربلوف دامرېكې بريالى اومخكښ دځمكو اوكورنوسوداګر وه هغه په خپل كاركې دومره بريالى و،چې په ټوله نړۍ كې يې شهرت موندلى و،په امرېكې كې داغټې غټې وادانۍ اوسټورونه دده دي.
دنوموړي پلاريوغريب سړى وه ارتهر هغه وخت اخبارپلورلونه خپل كارپيل كړى وه
اوله دې نه وروسته يې بوټونه رنګه ول اوله دې نه وروسته يې په يوه بېړۍ كې كارپيل كړ.
خودارتهرربلوف فكرونه اوغوښتنه غټ غټ كارونه ول هغه به روزانه څه ناڅه كول هغه ډېرذهين اودښه فكرخاوندوه دده ښه فكرنواودسترهدفونو نوموړى دې ځاى ته رسولى و.
دشكاګويوبل كامياب سوداګر (ډبليوكلېمنټ سټون هم په وړكوالي كې اخبارپلوره،چې اوس دكروړونو ډالرو اودجيدادونوخاونددى نوموړي په يوه مجله كې ليكي ول ،چې په كلكه اراده اويقين سره انسان ووايې ،چې دغه كار زه كولى شم پرته له شكه ،چې بيايې دكولوكوښښ وكړي كولى يې شي،دى وايې ډېراى خلك له منفي فكرونوله وجې نه په خپلوكارونوكې ناكام پاتې دي.
ځكه ،چې داډول خلك نه غواړي ،چې خپلې ستونزې حل كړي كه دغه خلك منفي فكرونه له ذهنه وباسي اوپرځاى يې مثبت فكرونه وكړي اوپه كلك هوډاوټينګ يقين پرېكړه وكړي ،چې زه دغه كاركولى شم اودكولوكوښښ وكړي نوضروربه همغه كارترسره كړي،چې ده يې هيله لرله ځكه ،چې دايوحقيقت دى ،چې ښه فكرونه ګټورې پايلې لري په يوشرط ،چې عمل دې هم ورسره ريښتينى وي،الله (ج) هم درسره په ښه كاركې مرسته كوي،تل له يوه الله (ج) نه مرسته وغواړئ هغه تاسې خپلوهدفونوته رسوي.
زه يوه ورځ دخپل يوه ملګري ،چې جان نومېږي هغه فارم ته ورغلم،چې په ۴۴۰۰ جريبه ځمكه كې جوړشوى وه دى ددې سربېره دنړۍ ستربيس بال كلب اوپه هانګ كانګ كې يې يوسترپارتومان خاوندهم وه.
جان په يوه غريبه كورنۍ كې پيداشوى وه ددكورنۍ يوازې ۴۰ جريبه امانتي ځمكه لرله ،چې دهغې زياته برخ دكاره وتې وه جان به ښونځي ته پلى تلو په ښونځي كې هم له ډېرغربت له وجې شرمېده ،چې خپل ملګري به يې ليدل ده ته به ډېره سخته درېده،
خواوس جان دامرېكې دصدرنيژدې ملګرى دى اودبرطانې ملكې اليزه بت دوم دومره نيژدې ملګرى دى لكه دكورديوه غړي په څېرژوندورسره كوي.
جان وايې:اوس،چې كله په خپل هوايي ډګركې په خپله الوتكه كې چرته ځم نوهغه وخت رانه نه هيريږي،چې يو وخت څنګه وم او اوس څه ډول داهرڅه ماته لكه ديوخوب په څېرمعلومېږي،
اوس جان هغه ځي ته ځان رسولى دى ،چې دسړي فكرورته كارنه كوي اخر جان داهرڅه څنګه اوپه څه ډول ترلاسه كړل؟جان وايې: زمادبريالومړى شى زماجدي غوښتنه وه اودويم پوره يقين زماملګرى و اوله دې نه وروسته دملګرومينه وه،جان وايې: اوس هم زمانوكران زماډېرقدر په دې خاطرنه كوي،چې زه ډېرشتمن يم هغوى دزړه له كومې نه زمادرناوى كوي زه هم هغوى ته دنوكرانوپه سترګه نه ګورم اوخپل ملګري يې ګڼم،جان وايې: زه تل تحمل مزاجه يم اوخپل ذهن مثبت فكرته رابولم،زمادغوكړو وړو هېڅ كله اوپه هېڅ وخت كې ناكامۍ ته نه يم تسليم كړى داو زمادكاميابۍ راز.
كه يوڅوك په انفرادې توګه وغواړي ،چې خپلې موخې ته ځان ورسوي نو ددې لپاره بايدترهرڅه لومړى پرځان ټينګ يقين ولري اوپرځان دې ډاډمن وي ،چې دغه موخې ترلاسه كولى شي، كه دى منفي فكروكړي،چې په دغه مقصدكې پاتې راځم نواتمن به پاتې راځي ځكه ،چې دمنفي فكرمنفي پايلې وي، اودښه فكرګټورې پايلې.يوه ورځ انسپېكټرابراهيم زماخواته راغلى وهغه زماډېر نيژدې ملګرى دى مااوهغه يوځى ډېرشپې كاركړى دى،اوس هغه ډېرمشهور روانپوه اومبلغ دى، ماله دنه وپوښتل،چې څنګه دومره ژربريالى شوې؟ دراته په ځواب كې وويل:زه په يوه غريبه كورنۍ زېږېدلى يم خوموږ هېڅ كله هم غربت ته دغربت په سترګه نه دي كتلي اونه ورته تسليم شوى يمه،مانه غوښتل ماته دغربت په ازغنه غېږه كې خوب نه راته اولارې چارې مې ورته كتلې ،چې ځان ورنه وژغورم په همدې كوښښ كې وم ،چې غربت مې پرشاوتمباوه،داكاميابي مادټينګ يقين او دكلك هوډپرمټ ترلاسه كړې ده.
دابراهيم لنكن هم دې ورته كيسه ده هغه هم په يوه ډېره غريبه كورنۍ كې پيداشوى وه يوه ورځ ابراهيم لنكن ته خپلې مورويلي ،چې امريكايې وكړي له غربت نه ډېره بده كركه كوي،په همدې پارته بايدځان له غربت نه وژغورې اوپه همدې حالت كې ترپايه پاتې نه شئ،نوموړي دمورخبره ومنله اوځان يې له دغه خراب حالت نه ويست،دنوموړي مورپرخپل زوى څه جادو ونه كړ هغې يوازې پرخپل ته مثبت فكر وركړ اوپه هغه كې يې دغه جذبه راوپروله،
دښه فكرپه كولوسره انسان ډېرې څه لاسته راوړلى شي.په دغه برخه كې د اولمپېك (jesse owens)
نوم ددغه لړليك په لومړي سركې راتلى شي،دامرېكې هغه ليكوال ،چې پرلوبويې ډېركتابونه ليكلي چې په همدغه لوبه كې يې ښه معلومات لرل وايې: په ټوله امريكاكې دجېس په څېرتكړه اوكامياب انسان نه شته اونه وه،خوجېس به دځان په اړه ويل،چې زمالاسته راوړنې ديادولونه دي هغه به ويل مادومره څه نه دي كړي ،چې زه پرې ووياړم،ده ځان غټ نه حسابه وه همدغه ددغټ ولى و اودده وړتيايې ښوده ،چې ځان غوښتونكى نه و.يوځل په يوه غونډه كې ،چې ددپه وياړ جوړه شوې وه اونوموړي ته يې په همدغه غونډه كې ميډال هم وركړزه ورسره په دغه غونډه خواپه خواناست وم،ماورنه ددشخصي ژوندپه اړه خپلې خبرې پيل كړې،جېس راته وويل:زه په يوه تورپوستې كورنۍ كې پيداشوى يمه زمادرنګ دتوروالي له امله خلكوله ماسره مينه نه كوله زه يې له پامه ښه نه ورتلم او ددې ترڅنګ غريب هم وم موږه په هرلحاظ په تورتم كې وخوزماروح ډېرسپېڅلى اوشتمن و رښتيازه ،نوى پيداشوى وم نوډېروړوم دنورو مشومانوپه پرتله ماته به مې مورتل ويل ،چې ته به يوه ورځ لوى انسان جوړېږې،خوزه په دې نه پوهېدم ،چې څنګه اوڅه وخت به غټ سړى جوړېږم،ځكه ،چې په كلي ماته چادانسان په سترګه نه كتل ماپورې به ټولوخلكوخندل،ماپه دې اړه له خپلې مورنه وپوښتل ،چې سره له دې دومره غريبۍ داخوپرځاى پرېږده څوك مې دانسان په نامه هم نه پيژني نوپه دغه سې ازغنواړپېچلوحلاتوكې څنګه كولى شم ،چې غټ انسان جوړشم؟ خودې راته په ځواب كې وويل :ته پريوه خداى (ج) باور اوټينګ يقين ولره اوله هغه نه مرسته وغواړه الله (ج) به تاپه خپل كاركې ضرور بريالى كوي هرڅه كولوواله يوازې يوالله (ج) دى.
يوه ورځ زموږ ښونځي ته چارلي پيډوك راغلى و هغه دخپل وخت ډېرمشهور اوتكړه لوبغاړى و ،خو اوس هغه ښو ونځيوته تلو اوماشومانوته به يې تقريركاوه اودخپلولاسته راوړنوپه هكله به يې موږته خبرې كولې،ددله كيسونه به موږ ټولوډېره ګټه اوخونداخسته،اوموږ هم غوښتل ،چې دده په څېرژوندولرو،چارلي ،چې زموږپه ښونځي كې موږته ويناكوله ،زه په لومړي قتاركې ناست وم،اودده خبرې په ډېرغورسره اورېدې چارلي خپل دواړه لاسونه دپتلون په جېبونوكې وركړي وه اوډېرې ګټورې خبرې يې كولې،د وويل ماشومانوتاسې پوهېږئ؟ ،چې تاسې څومره تكړه ياست،شايدتاسې خپلې وړتياوې نه وي معلومې،زه يې درته وايم ،چې تاسې څومره وړتيالرئ،تاسې دهغه يوه پاك الله (ج) بنده ګان ياست اوموږتاسې ته يوه پاك الله (ج) د اشرف المخلوقات لقب راكړى دى،تاسې كه وغواړئ په سمه توګه هركارترسره كولى شئ په يوشرط،چې تاسې خپلې ارادې ټينګې وساتئ اوپه ټينګ هوډ ،چې هركارپيل كړئ انشاْ الله كاميابېږئ الله (ج) له تاسې سره مرسته كوي،
جېس راته وويل،چې دچارلي ګټورخبروهغه وخت پرماكې داسې يوه جذبه پيداكړه ،چې دهېرولونه و ماهمغه وخت له ځان سره پرېكړه وكړه ،چې زه به څه جوړېږم.
جېس وويل:ماهغه وخت دسټېچ سرته منډه كړه او چارلي مې له لاسه ونيوه ماته داسې معلومه شوه لكه دچارلي ګوتونه چې دبريښنا په څېر ماته شاټ راكړ اودغه شاټ زماپه رګونوكې خور شو له ده وروسته مې دښونځي سرمعلم خواته ورغلم او ورته مې وويل صاحب زماډېرسترسترخوبونه دي،چې زه هم يووخت دچارلي په څېرسترشخصيت جوړشم،زموږسرمعلم ډېرذهين انسان وه هغه ماته وويل ته رښتياوايې ځكه ،چې ستاپه سترګوكې دغه سترسترخوبونه اوهيلې له ورايه څرګنديږي،سرمعلم راته وويل ته به له چارلي نه هم سترشخصيت جوړېږې خوددې لپاره كوښښ اړين دى زه ،چې تاته ګورم زه پرتايقين لرم انشاْ الله ته به ضرور كاميابېږې خو څلورو شيانوته به ډېره پام لرنه كوې، اراده ،پاملرنه، نظم اوضبت.
جېس وويل مادخپل سرمعلم خبره ومنله تل مې كوښښ كاوه چې ټاكلي هدف ته ځان ورسوم.
جېس دكاميابۍ لپاره له دغولسواوصولونه كاراخستى دى،چې په لاندې ډول دي،
۱ پرخپل ذهن كې خپلوهدفونه ته واضح ځاى وركړئ
۲ تل پريوه الله (ج) باور اويقين ولرئ اوله خداى ( ج) تل مرسته غواړئ هغه مرسته كونكى مهربان دى
۳ كه ستاسې په ذهن كې منفي خيال راشي په خپل ذهن كې ورته په هېڅ قانون ځاى مه وركوئ
۴ تل پرځان ډاډه وسئ ،چې تاسې هركارپه سمه توګه ترسره كولى شئ
۵ په هېڅ وخت كې دكمترۍ احساس ونه كړئ خپل يقين ،چې څومره كولى شئ پياوړى اوغښتلى كړئ
۶ پرخپل ځان يقين ولرئ دوېرې احساس مه كوئ
۷ تل له خلكوسره په نرمئ چلندكوئ اوله هرچاسر دوستانه رويه اختياركړئ
۸ تل څه ناڅه ضرور كار كوئ اويايې يادوئ بې كاره مه كېنئ ځان بوخت وساتئ
۹ خپل نظم،ضبت ،ارده ، يقين تل پياوړى وساتئ
۱۰ دې خبروته په خپل ذهن كې دتل لپاره ځاى وركړئ ،چې تاسې له مشكل نه نه وېرېږئ اوهركار په اسانٰى سره په سمه توګه ترسره كولى شئ.