د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غوصه څه شى دى؟

عطاءالله خان حيران 11.05.2010 12:02

غوصه څه شى دى؟
ليکوال :حميدالله حميدي
ژباړن :عطاءالله خان حيران

غوصه يوه منفي جذبه ده،چې په انسان باندې په مختلفووختونوکې وخت ناوخت واکمنيږي ډېراى وخت دټولنيزونخوالوله امله لکه ،کورنۍ شخړې اودې ته ورته داسې نور... ديادونې ده،چې غوصه دانسان په جسماني او عصابي نظام پورې تړلې ده غوصه ډېر زهرناک شى دى،
دطبي څېړنوپه مطابق غوصه دانسان دصحت لپاره ډېر يومضرشى دى چې له امله يې ډول ډول جسماني اوعصابي ناروغۍ پيداکېږي_
دغوصې پروخت انسان خپل ټول حواس بيلي ،اوعقل بصيرت ورځنې فلاح شي اودوينې فشار يې لوړيږي ،چې له امله يې دزړه ناروغي ورته پيداکېږي ، همدارنگه غوصه يوشيطاني فعل دى تاسې ته معلومه ده ،چې شيطان له اوره زېږدلى نوغوصه هم کولى شي چې دانسانانوهرډول خوشحالۍ لولپه کړي
دانسانيت لارښودجناب حضرت محمد(ص).فرمايلي دي ،(( غصه انسان داسې خرابه وي لکه حلوه چې شهد خرابه وي))
په جنوبي افريقاکې يوډول لړمان ش ته دي ،چې د ډېرې غوصې پروخت پرخپله خپل ځان چيچي چې له همدې امله بيامړهم شي_
دې ته ورته غوصه هم دانسان په وينه کې دزهرو په څېرپه تېزى سره خپلې ريښې ځغلوي ،
دغوصې په اړه جان ويلټرداسې وايي ،(( له غوصې نه پرته بل داسې شى نشته ،چې انسان دې مسخه او وحشي کړي))
يوبل مفکردغوصې په اړه خپل نظرداسې څرګندکړى ، _ دغوصې ابتدا ناداني ده او انتهايې پېښماني ))
غصه کونکي ته ډېرزيات زيان رسيږي ،نسبت هغه چاته چې دى پرې په غوصه شوى دى

امام غزالي (رح) په خپل کتاب احياءعلوم الدين، کې ليکلي دي ،
لکه څرنگه،چې دجسماني ناروغيومختلف ډولونه وي، دې ته ورته دانسان دغوصې هم مختلف وجې وي ،چې په ټولوکې يې يوه (عجب ) دى
دعجب معنا ځان خوښونه ده هغه څوک چې ځانغاړي ،نومپا ل وي نوجوته ده،چې داډول خلک معمولي تنقيدهم نه شي زغملى ډېرژرپه غوصه کېږي _))غوصه يوه ډېره زيان رسونکې جذبه ده په ورزمره ژوندکې بايدله زغم اوصبرنه کارواخستل شي،
دلږوخت ناوړه غوصه ستاسې لپاره دټول عمردپېښمانۍ اوپرېشانۍ سبب جوړيداى شي.
دانسانيت لارښود جناب حضرت محمد(ص ) په خدمت کې يوشخص حاضرشو او ويې ويل چې نصيحت راته وکړه ،
دانسانيت لارښودجناب جضرت محمد(ص) ورته څوکرته په تکرارسره وويل چې غوصه به نه کوې
الله (ج) فرمايي . داډول خلک خداى (ج) ډېرخوښوي چې غوصه وخوري اودنوروقصوروبښي))
له غوصې نه ډېروخت بې شمېره کورنيوته اروايي ستونزې پيداکېږي .
کورنۍ په خپلوکې سره خپه شي خوشحالي يې خاورې شي اوهمدارنگ دې ته ورته نورې ډېرې ستونزې،چې دغوصې له امله پيداکېږي
نوکه غواړى چې ښه سالم صحت ولرئ نوله غوصې نه ډ ډه وکړئ


دغصې ترټولوښه درملنه


الله (ج) فرمايي چې .... غصه برداش کړئ
دانسانيت لارښودجناب حضرت محمد(ص) فرمايي.کله چې له تاسې څخه څوک دغوصې ښکارشي په لومړي گام کې دى ژرترژره د ې لاړشي اودس دې وکړي ،داوداسه په کولوسره دوينې په حدت کې کمى راځي ،له همدې لارې نه دغوصې اور ژر وژل کېږي ،
نورې لارې:
، که ولاړوى نوکېنئ له کېناستي سره ستاسې په غوصه کې يوڅه کمى راتلى شي ،که له کېناستوسره هم ستاسې په غوصه کې څه کمى رانغى ،نوبياڅملئ له څملاستي سره موپه وينه کې اعتدال رامنځته کېږي په طبيعت کې موارام اوسکون راځي ،))
حکيم علي شېرازي وايي ،
دغوصې پروخت دانسان د غريزي حرارت زياتيږي نوپه همدې خاطريې بايد درملنه په يخواوبوسره وشي _
حضرت عثمان (رح) فرمايي،
خاموشي دغوصې ترټولوښه اوغوره علاج دى ،
امام غزالي (رح) دغوصې دعلاج په سلسله کې فرمايي،
دغوصې نه دځان ساتلولپاره بايد هغه احديث مطالع کړئ په کوموکې چې دغوصې دمخنيوي او ورنه دځان ژغورلو لارښونه شوې ده
دغوصې پروخت بايد هغه زيان نونه، چې دغوصې کولو په وجه انسان ته رسيږي بايدمخکې له مخکې نه دې ورته پام وکړي ،هغه زيان ،چې تاسې ته دغوصې دترسره کولونه ورسته رسيږي اړينه ده ،چې له غوصې نه مخکې ورته دعقل او په ذهن کې ورته ځاى ورکړى
کوم زيان چې تاسې ته له مقابل لوري نه رسيږي ورسته بياتاسې پري سخت پېښمان ياست نوپه همدې پار بايد کوښښ وکړئ پرخپله غوصه واکمن ووسئ اوله زغم او تحمل نه کارواخلئ
تهامس جېفرسن ) ويلي دي ،چې کله په غوصه شوى نوترلسو پرې حساب وکړئ که بياموهم په غوصه کې کموالى رانغى نوهمداسې ان ترسلوپورې حساب وکړئ له دې سره کېداى شي په غوصه کې موکموالى راشي
کوښښ وکړئ چې تل په يخودماغو اوپه نرمو الفاظو سره دحالاتوپه وړاندې سپرووسئ
غوصه چې خوراډېره منفې اوبې واکه جذبه ده نوبايدکوښښ وکړئ چې له نرمۍ اوصبرنه کارواخلئ
د دښمن له منځه وړلونه وړاند ې بايدله هغه سره مصلحت وکړئ ، مفتوح دښمن تل دښمن وي ،اوله مصلحت سره دښمن هم ستاسې دوست جوړېداى شي،
حضرت موسى،چې کله له فرعون سرکتل ، نوالله (ج) هغه ته هدايت وفرمايي ، (له فرعون سره په نرمۍ خبرې وکړه )
په کورياپه دفترکې که په کومه خبره باندې ډېره غوصه درغلې وي په چوپه خوله له دغه ځاى څخه لرې لاړشئ ،کوښښ وکړئ ځان په نوروچارو کې بوخت وساتى کوم باغ اويا ښيسته پارک ته لاړشئ هلته په ارامو اوپه يخودماغونو خپلو ټول ستونزوباندې غور، فکر وکړئ او دحل لارو رته ولټوئ

دهرې ستونزې دحل لاروي مه ناهيلې کېږئ

دپام وړ

دغوصې پرمهال هېڅ کوم ډول پرېکړه مه کوئ اومه کوم کارترسره کوئ لکه مشين اوياموټرمه چلوئ يادې ته ورته نور..
دغوصې پرمهال له خوړوڅخه هم ډډه وکړئ(كه دغوصې اويادخپګان پروخت خوراك ښه نه دى اورېدلي مي دي،چې سړى دمېعدې ځيګر اودتور زيړي په ناروغۍ اخته كېږي) ژباړن.

دماشومانو په مخکې دغوصې اظهارمه کوئ، چې دماشوم پرذهن ناوړه اومنفي اغېزه ښندي

دومره غوصه وکړئ ،چې تاسې يې وخوړى شئ نه ،چې تاسې وخوري

حضرت على صيب فرمايي ،له تاسې ټولونه په نېک کارونوباند قادر هغه شخص دى چې نه په غوصه کېږ ي اونه غوصه ورباندې واکمنې دى شي

غوصه اورنۍ جذبه ده چې دانسان هرډول خوښۍ سوزوي.