د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ستونزې او دحل لارې يې

عطاءالله خان حيران 08.04.2010 09:05

ليكوال: ډاكترونسنټ پيلي
ژباړن : عطا ْ الله خان حيران

مثبت سوچ ګټورې پايلې لري،د دې ډېرلاملونه وي يوخو هغه څوك چې مثبت فكركوي هېڅ ډول ويره يې په زړه كې ځاى نه شي موندلاى اونه له وړو وړو ستونزو نه ويره لري چاچې دمثبت فكرپه فلسفه ځان پوه كړى وي، هغه دهرې ستونزې دحل لار په همغه ستونزه كې ګوري،دا رښتياده ځكه چې كه چېرې ستونزه نه وي؛ نودحل لاربه يې هم نه وه.
د ښه فكر څښتنان په دې پوهېږي،چې دپرمختګ ريښې دستونزو په زرخيزه ځمكه كې دي.
زه چې كله د خلکو په مخ کې دا ډول خبرې كوم نوزياتره خلك رانه داپوښتنه كوي چې په كار خو دا وه چې الله پاك ستونزې هېڅ پيداكړى نه واى ژوندبه موښه په مزو كې تېرېده نه به خپګان و اونه به دا دومره كړاونه ول.
زه بياددغې پوښتنې ځواب ديوې واقعې په بيانولوسره كوم.
جارج زماډېرپخوانى ملګرى دى هغه مې تېره ورځ ديوه سړك پرغاړه وليدچې ډېرخپه معلومېده كله،چې مې له نوموړي نه و پوښتل جارج صاحب څنګه ياست؟ زماخبره جارج په پوره توګه وانه ورېده بيامې له نوموړي نه وپوښتل جارجه وروره ولې خيرخودى ډېرپرېشانه معالومېږي.
هغه راته په ځواب كې وويل ګرانه! څه مې پوښتې بس ستونزې دي او زه يم، دخلاصون ټولې لارې راباندې تړل شوي دي.زه نه پوهېږم چې جارج داډول خبرې ولې كوي په داسې حال كې ،چې په هغه كې داوړتياوينم چې خپلوستونزوته دحل لار په خپله ولټوي.
ماجارج ته وويل ووايه زه څه خدمت كولى شم؟ هغه راته وويل ته زماستونزوته دحل لار موندلى شې؟ ماله دې ستونزونه وژغوره ګرانه زه بېخې نور له خپل ژونده په تنګ شوى يم دژوند ورخ رانه اوبوړى دى.
مالومړى له هغه نه دستونزوپه هكله وپوښتل ،چې نوموړى له څه ډول ستونزو سره مخ دى اوبيامې ورته دحل لارپيداكړه.ماغوښتل چې جارج له حقايقونه خبركړم له نوموړي نه مې وپوښتل .جارج صاحب زه تاته سپينه خبره كوم ته غواړې چې ټولې ستونزې دې حل شي اوله ستونزونه ځان خلاصول غواړې؟
ده راته وويل:هوزه غواړم چې هېڅ ډول ستونزه ونه لرم. ماورته وويل سمه ده،ماته داسې ځاى معلوم دى چې هلته بې شمېره انسانان شته هېڅ ډول ستونزې نه لري.
جارج راته وويل:چېرې دى هغه ځاى مادغه ځي ته معرفي كړه،زه غواړم دغه ځي ته لاړم شم ،ماورته وويل هغه ځاى هديره ده كه واره دې پرې راځي نو ورشه.زه درته رښتياوايم هغه خلك بېغمه دي دهغوپه دې خبره هېڅ كارنه شته اونه ورنه خبردې،چې نن په ورځپاڼه كې څه ليكل شوي دي اونه په دې خبردي چې نن په ټلويزيون كې څه خبره وه ،چې څوك څنګه شول ،چاڅه وكړل اوڅوك څه كوي،اوهمدارنګه نه ورسره دخوراك څښاك غم شته.جارج چې زماخبرې واورېدې غلى شوهېڅ يې نه ويل.
ورته مې وويل جارج صاحب ژوند دهمدغوستونزو نوم دى ستونزې له ژوندسره تړلي وي ،چې ژوندوي ستونزې به وي كه ژوند نه وي نو ستونزې به هم نه وي.
ددې خبرې مطلب دى چې همدغوستونزوموږ ژوندي ساتلي يوكه په ژوندكې ستونزې نه وي نوپه دې كې شك نه شته چې موږ نه به دسلطان محمود لټان جوړ شي.
د مثبتوسوچونو لرونکو خلكو زړونه اوذهنونه په روحاني ډول ژوندي اوتازه وي هغوى په دې پوهېږي،چې الله پاك له دوى سر مرسته كوي او الله پاك په خپله فرمايلي (چې ته حركت كوه زه په كې بركت اچوم).
هغوى په دې ډاډه دي،هرستونزه دحل لار لري ترهغې ،چې خپلې ستونزې په خپله حل نه كړئ په خپل كاركې پرمختګ نه شئ كولئ كله ،چې تاسې له ستونزوسره مبارزه نه شئ كولى اوهغوته دحل لار نه شئ موندلى نوپرمختګ خولرې خبره ده.
د مثبتوسوچونو لرونکي خلك دخپل ذهن اويقين پرمټ هرې ستونزې ته دحل لارګوري اوښې پايلې ترلاسه كوي. هرډول ستونزوته دحل لارلټول دښه، سالم ذهن اويقين وړتياښيي. كه تاسې ته يوناڅاپه كومه ستونزه پيداشي نوپه يخودماغونوپه سړه سينه ورته دحل لاروګورئ.
دا خبره ډېره نامناسبه ده،سړى داووايي،چې ولې داستونزه ورته پيداشوه؟بايدلومړى خپله ستونزه درك كړو اوپه منطقي ډول ورته دحل لاروګورو موږبايدپه دې وخت تېرنه كړو ،چې موږته ولې،څنګه داستونزه پيداشوه موږبايدپه دې فكروكړو ،چې څنګه كولى شوخپلوشته ستونزوته دحل لار وګورو.هغه غلطي ،چې له موږنه وشوه داخوښكاره خبره ده ،چې بيابه له موږنه نه تكراريږي،ځكه ،چې موږله هرې تېروتنې نه فن زده كوو.
څوكاله دمخه دارواپوهنې تكړه ډاكترسملي بلانټون اوما په امريكاكې دمذهبي ارواپوهنې بنسټ كېښود، په دغه بنسټ كې ماله ډېروسترو سترو ارواپوهانوسره يوځاى كاروكړپه دغه لړكې ماډېرجذباتې مناظرې هم وليدې.
مايو ځل دنيويارك په سټي هوټل كې په يوغونډه كې هم برخه اخستې وه، چې دارواپوهنې په اړه جوړه شوې وه،دغې غونډې ته له نوروممالكونه هم دارواپوهنې ډېرسترسترډاكتران راغلي ول،چې په هوټل كې دودرېدلوځاى هم نه و په دغه غونډه كې دارواپوهنې په اړه هراړخيزې ويناوې وشوې.
په دغه غونډه كې مرحوم ډاكترسملي بلاټون ښې په زړه پورې خبرې وكړې نوموړي په خپل ويناكې وويل:په امريكاكې ،چې څومره د(anxiety) د اضطراب په ناروغى اخته كسان دي،ددې اصلي لامل شراب اودې ته ورته نورنشه يي توكي كارول دي ده وويل: پر عامو وګړو سربېره نوى لوستى نسل اوغټ غټ پوه خلك په دغه ناروغۍ اخته شوي دي،كه ددې مخنيوى ونه شي دابه نه جبرانېدونكى غم وي.ددې غټ لامل په دوى كې ديقين او اعتماد كمى دى ترهغې ،چې په دوى كې ديقين اوعتمادځواك پياوړى نه شي دوى به له دې كاره وانه وړي،دا ددوى دژغورنې يوازينۍ لارده.
يقين څه شى دى؟ پرخداىﷻ يقين درلودل په خلكويقين لرل پرخپل كاريقين اوپرخپل ذات يقين درلودل.
كله ،چې يوڅوك پرانفرادي توګه په خپل ذات باندې يقين اواعتماد پيداكړي نو ددوى شك له منځه ځي له يقين سره دانسان په شخصيت كې بدلونونه راځي كله ،چې دغه مثبت بدلون راغى بياانسان روحاني سكون پيداكوي كله يې ،چې دغه روحاني سكون وموند ټولې كمزوري اوناهيلي له ده څخه تښتي ،
ديقين اواعتمادپرمټ انسان كولى شي غټوغټوستونزوته دحل لارپيداكړي.
زه خپله هم له دغه ذهني بدلون نه وتى يم،زه چې كله ځوان وم،مثبت سوچونه خومې كول،خوزه دكمترۍ احساس په ناروغۍ اخته کړى وم،دازمالپاره لويه ستونزه وه،چې كله اوڅنګه به له دغې ناروغۍ نه ځان وژغورم.
مارنګارنګ خوبونه ليدل،ماغوښتل ،چې لوى لوى كارونه ترسره كړم،ددې ترڅنګ مې غوښتل،چې تكړه وياندتقريركونكى جوړشم،خوكله به چې د دريځ سرته ودرېدم كوښښ مې كاوه ،چې خپله ويناوكړم،يوناڅاپه به مې پښې په لړځېدوشوې ټول به رپېدم په خوله كې به مې لاړې وچې شوې ټول به رېږدېدم،خوله ماسره دتقريركولواورنۍ مينه همغسې دپخواپه څېرشديده وه هغه ورځ هم راغله ،چې په ډېره زړورتياسره مې دغه كارهم ترسره كړ.
په يادولرئ هرهغه كار،چې ستاسې مينه ورسره وي اوغواړئ، چې ترسره يې كړئ نوله خپل ذهن څخه منفي خيالات شك ويره لرې كړئ اوپه ښه يقين اوعتمادسره په كارپيل وكړئ انشاءالله بريالي به شئ،له نېكه مرغه ،چې دځوانۍ پروخت له ماسر څلوروكسانوډېره مرسته كړې ده يوله دغونه بن آرينس و،چې داويايو په پوهنتون كې پرفيسور و، چې هغه زماغوښتنې په پوره توګه درك كړې وې،يوه ورځ يې راته وويل: كله ،چې درس پاى ته ورسېږي ته له ماسره ديوڅودقيقولپاره وګوره.
هغه له ماسره ديوې ونې لاندې كيناست،لومړى يې له مانه پوښتنې پيل كړې،ده رانه وپوښتل:پرتاڅه شوي دي،يوډول ناهيلى راته معلومېږې،ته خوډېرزياركښ انسان يې، ترهغې دې ،چې څوك ونه غږوي ته خبرې نه كوې اوكله ،چې ته خبرې كوې رنګ دې تك سور وا وړي زه په دغه مسله نه پوهېږم كه مهربانې وكړې د دې اصلي لامل راپه ګوته كړې؟زه پرتاپوهېږم،چې دكمترۍ احساس په خپله ازغنه غېږه كې ټينګ نيولى يې،زه غواړم،چې په دغه برخه كې له تاسره مرسته وكړم،په دې يواځې زه نه ستاهرټولګيوال اواستاذ پوهېږي،چې ته د ډېرښه زرخېزه ذهن خاونديې،ته په خداىﷻ يقين ولره ،چې ته ډېرلايقه او ذهين انسان يې،ته بايد دكمترۍ احساس ونه كړې،تاته خداىﷻ ډېره پياوړې وړتيادركړې ده ته دښې انرژۍ خاونديې زه پوهېږم ته له يوه نامعلوم شي نه ، چې درباندې راغلى نه دى وېره لرې او ورته خپه يې.
ته يوازې پريو خداىﷻ يقين ولره بياوګوره،چې ګام پرګام خوشحالي ستاقدمونه ښكلوي كه نه. هرڅه ، چې غواړئ يوازې له يوالله ﷻ نه يې وغواړئ انشا ْالله ،چې الله ﷻ به يې تاسې ته دركوي.
زه،چې كله له هغه ځاى نه دكورپر لور را روان شوم نه په فكركې مې يوڅه دبدلون انګېزه خپره شوې وه، خو ډېر هيله مندوم.زه،چې كله په پوړويوكې راښكته كېدم،په څلورمه پوړۍ كې ودرېدم او په فكر كې شوم، پروفيسور،چې څه زماپه هكله وويل داټول پرځاى ول ځكه كه زه وغواړم،چې دكمترۍ احساس ونه كړم نوكولى شم،زه اوس په دې هم پوهېږم ،چې زه بايدڅه وكړم.
ماخداى ﷻ ته لاس پورته كړ اوپه دعاكې مې وويل: اې الله ﷻ ته ډېرمهربان ذات يې ته كه غلوته هم دنېكۍ هدايت وكړې نوترېنه ښه او نېك بندګان جوړولى شې،نو ياالله ﷻ ته ماته دنېكۍ هدايت وكړې او پر هغه لارمې رهبري كړې چې ته پرې خوشحاله وې.
ياالله ﷻ هدايت ستاپه لاس كې دى ته راته دنيكوهدايت وكړې ياالله ﷻ ته زمادعاپه خپل درباركې قبوله كړې.
باورمو وشه ،چې زه دهغې صحنې په اړه تاسې ته هېڅ نه شم ويلى خودومره ويل اړين بولم،چې زه هېڅ پرځان پوى نه شوم يوناڅاپه مې په زړه كې سكون اوپرشونډومې نرۍ نرۍ مسكاخپره شوه اودومره دخوښۍ احساس مې كاوه،چې څومره فكر کوئ.
يوه ورځ راته پروفيسور وليم هم ويلي و،چې كله له پوهنځي څخه بهر وځم نو له هغه سره يو ځل وګورم ښايي څه کار راسره ولري.
په هغه ورځ راته هغه دوه كتابونه راكړل،چې ويې لولم،په دغه دوه كتابونوكې يود (ماركوس ) اوبل د(رالف ولډوايمرسن) كتاب و، هغه راته وويل: داكتابونه په ښه غورسره ولوله دا ډېرګټوركتابونه دي دادرسره دژوندپه چاروكې ډېره مرسته كولى شي،له دې كتاب نه به يې زده كړې ،چې دانسان ذهن په څومره اندازه وسيع دى.
ما،چې دغه دوه كتابونه ولوستل نوباورمو وشه،چې پرماكې يې نااشنابدلونونه راوستل اوپرماكې يې داعتمادځواك پياوړى كړ اوپرذهن كې مې مثبتوفكرونوځاى وموند.
زه له ډېرزياراوكوښښ وروسته پردې بريالى شوم،چې ځان دكمترۍ له احساس نه وژغورم.
كوم خيال،چې ستاسې پر ذهن كې يوځل ځاى ونيسي دومره په اسانه بيا نه شې كولى،چې له ذهن نه يې وباسئ دابياډېركار،صبراو وخت غواړي،كه موږ له خپل ذهن څخه منفي فكرونه لرې نه كړوموږنه شوكولى،چې مثبت فكرونوته په خپل ذهن كې ځاى وركړو، ځكه هغه منفي خيا ل اوفكر،چې زموږپرذهن كې يې ځاى نيولى دى هغوى مثبتوفكرنوته اجازه نه وركوي،چې پرذهن كې ځاى پيداكړي،ترهغې ،چې موږمنفي شيان له خپل ذهن څخه لرې نه كړو دمثبت خيال اوفكرونه نه شوكولى.
دكالج له پرېښودونه شپږكاله وروسته زه په ګرجه كې پادري وم مابه دخلكولپاره دشفادعاګانې كولې كه څه هم زماعهدددې وړنه و.
يوځل بيامې ذهن ګډوډشوپه دغه وخت كې ماته زماډېرپخوانى ملګرى روبوټم پرمخه راغى هغه ډېرزړور انسان و هغه ،چې كله زماغيرې يقيني خبرې واورېدې نوډېرې ګټورې اوځواكمنې خبرې يې راته وكړې،چې تراوسه زماپه ذهن كې خوندي پاتې دي.
روب راته وويل:كله هم دځان په اړه منفي الفاظ مه كاروه ده وويل:دغه الفاظ ،چې زه يې درته وايم په يوه كارټ وليكه اوكارت تل له ځان سره په جېب كې وساته له دغوالفاظونه ته ډېرڅه زده كولى شې
داخبره پرځاى ده ،چې ډېرې ستونزې موږ ته دكمترۍ له احساسه رامنځته كېږي،خوكه موږ پرځان يقين اوباور ولرو اوپرځان ډاډه ووسواو د ناهيلۍ نه ځان وساتونوكولى شو،چې هرې ستونزې ته په خپله دحل لارپيداكړو.
زه اوس لس كاله تجربه لرم او دپوهنتون ترڅنګ په يوه كورس كې ديقين اوباور درس وركوم اودخلكوستونزوته دحل لار پيداكوم.
يوه ورځ دنيويارك مشهور سوداګر(هارلواينډ ) زمادليدولپاره راغلى و ده راته دخبروپه ترڅ كې وويل:
زه،چې كله زلمى وم په يوه هوټل كې مې ټيبلميني كوله.خونوموړى دمګړۍ په امريكاكې ډېرسترسترماركېټونه لري،ما،چې كله دده له خولې نه داډول خبرې واورېدې نوخداى ﷻ شته،چې اريان دريان يې كړم،ماله هغه نه ډېروپوښتل،چې راته ووايي،دى څنګه دې مقام ته ورسېد خوافسوس،چې نوموړي راته په دې هكله هېڅ ونه ويل.
ماهغه ته وويل،چې ياره زماذهن تل شيندلى غوندې وي هېڅ نه پوهېږم،چې څه چل ورسره وكړم.
هغه راته وويل:ولا ته رښتياوايې داخوډېره بدكېږي.
دى په دا ډول خبرو ډېرسخت خپه كېده ځكه هغه به ويل :،چې خپلې ستونزې نوروته بيانول هم يوډول ناروغي ده بايدخپلوستونزوته په خپله دحل لارومومئ،ځكه هغه څوك،چې خپلې ستونزې نوروته بيانوي دى په اصل كې په نوموړي كس،چې خپلې ستونزې ورته بيانوي خپل قدركمه وي،
ستونزې بيانول خواسان كاردى خوله دې سره نورې ستونزې راولاړيږي.
نوپه همدې پاركله ،چې تاسې ته كومه ستونزه پيداشي خپله ورته دحل لاروګورئ د دې پرځاى يې ،چې نوروته يې شكايتونه كوئ،خپل يوخداى (ج) ته لاسونه لپه كړئ او ورنه وغواړئ ،چې ټول مشكل موحل كړي پرته له شكه ،چې الله (ج) پرهرڅه قادر دى اودهرمشكل حل كونكى دى،نوپه دې اساس پرخپل يو الله (ج) باور اويقين ولرئ اودهغه په لارښونه عمل وكړئ بې شكه ،چې الله(ج) مهربان ذات دى الله (ج) به ضرور له موږسره مرسته كوي پرته له يوالله (ج) نه له بل هيچانه دمرستې غوښتنه مه كوئ
اينډريو، په رښتياسره ،چې دټينګ هوډاودپياوړي يقين خاوندو،دده خبرې به ډېرې په تول پوره وې اوتل به يې مثبت فكركاوه، ددغه سړي په هكله ماڅوكاله مخكې اورېدلي ول،چې ده ديقين او اعتماد پرمټ ډېرې كاميابۍ ترلاسه كړي دي،خونن مې نغد وليد،چې ډېرڅه مې ورنه زده كړل.
زه په دغه ورځ له ده نه دومره متاثرشوى يم ،چې اټكل يې نه شم كولى،دده ذهن دومره پياوړى و،چې څومره فكركوئ،زه په يقين سره ويلى شم،چې په كاروباركې مې ترننه دغه سيال نه دى ليدلى،
يوه ورځ زمايوملګرى،چې مسټرايكس نومېده زماخواته راغلى و،ايكس ډېرمغزخرابى انسان و،هغه راته وويل: ډكترراته وويل،چې زه اروايي نارغي لرم،ماتېره اونۍ ستاوينااورېدلې اوډېرسكون مې ورسره زړه موندلى دى،ته اتمن بايدزماله ډاكترسره زماپه اړه هغه ته مشوره وركړې ترڅو زماناروغي ښه درك كړي اوروحاني درملنه مې وكړي،زه پرتايقين لرم او زړه مې درباندې اوبه څښلي دي.
ما،چې له هغه سره تفصيلي خبرې پيل كړې نوراته معلومه شوه،چې دنوموړى پرېكړه نه شي كولى په هركاركې زړه نازړه وي هغه په هېڅ پرېكړه ډاډمن نه دى هرڅه ته دشك په سترګه ګوري،ځكه نوموړي بې له پرېكړې بل كارنه درلود ځكه ،چې دى ديوكارپورېشن مشروه ده به هره ورځ په لسګونوپرېكړې كولې،پخوادغه سړي ډېرې ښې پرېكړې كولې،خواوس يې دكار دډېروالي له امله عصاب له لاسه وركړي و،اوس دده په ذهن كې وېرې ناهيلۍ ځاى نيولى و،چې دهمدې له امله اوس هېڅ ډول پرېكړه نه شي كولى اونه مثبت فكركولى شي.
ده به ويل:زه اوس هېڅ ډول ستونزه نه شم زغملى،ماله دغه سړي سره ډېره ناسته وكړه اوكوښښ مې وكړ، چې سړى پرمثبتوفكرونو اموخته كړم.خو ده به ويل: زمادرملنه يوازې په روحاني ډول شونې ده ته يو پادري يې نوځكه درنه غواړم،چې زمادرملنه په روحاني ډول وكړه.
ماله ده سره وعده وكړه ، چې ستادرملنه به په روحاني ډول كوم،ماپه يوه چارټ دعظيم شاعر ايډون مارك هام دنظم نه يوبرخه وليكله.
(طوفان غواړي ،چې داسمان د زړه سپوږمۍ وچېړي
خو دطوفان باوجود سپوږمۍ ښه ارامه اوخوښه ده
نوپردې اساس زړه هم دانسان دوجود منځى دى، ليكن طوفاني جذبې نه شي كولى،چې دهغه هرڅه درهم برهم كړي،
دانسان ذهني پياوړتيا كولى شي،چې دانسان ټول جسم ته ارامښت وبښي،
زموږ پرذهن كې،چې هرڅه تېريږي په هغوټولوباندې الله (ج) له مخكې نه خبروي
زه يوازې نه يم ځكه ،چې الله (ج) تل اوهروخت اوپه هرځاى كې له موږ سر ه شتون لري زه په دې باور اويقين لرم ،چې انشاْ الله (ج) به په هرځاى كې له ماسره مرسته كوي او پردې هم يقين لرم،چې الله (ج) دانسان په ذهن كې غلط څيزونه نه وركوي.زه پريوه الله (ج) باور اويقين لرم او خپلوپرېكړو ته به عملي جامه ور اغوندم.
ماهغه ته وويل،چې دغه پورته عبارت هرشپه،چې ويده كېدې له خوب نه مخكې له ځان سره په خلاص نيت ووايه او په دې خبره ټينګه عقيده اويقين ولره،چې الله (ج) هروخت اوپه هرځاى كې له تاسره دى،
له دې نه ولروسته بياتاسې سمې پرېكړې کولى شئ اوپه ښه ډاډه زړه خوب هم كولى شئ. نوموړي كاغذ په جېب كې كېښود او راته يې وويل:زه به هرو مرو ستاپه دې خبرواو چارټ باندې عمل كوم.
له يوڅوورځونه وروسته مې هغه سړى بياخواته راغى، اوراته يې وويل:زه اوس دپخواپه څېرهركارپه ډاډه زړه ترسره كوم اوډېردخوشحالۍ احساس كوم زه درنه ډېرمنندوى يم.
كله،چې نوموړى له خپلې دندې نه ګوښه شو،نو ځان ته يې يوه په زړه پورې كارخانه جوړه كړه،ترننه هغه له خپل ژوندنه خوښ اومطمين دى،يوڅوكاله وروسته مې په دويم ځل وليد،خداى(ج) شته ،چې ورته اريان دريان پاتې شوم،اوس نوموړي نوروملګروته دهغوچارټونو كاپيانې وركولې او ورته ويل به يې: په دې چارټونو کې زمادكاميابۍ رازدى.
تاسې وليدل ،چې دمېستراېكس په ژوندكې څومره بدلون راغلى و،اوس هغه نورو ته د ژوندلاښيي،
لكه څنګه مې، چې د كتاب په لومړي څپركي كې وويل:چې ښه فكرګټورې پايلې لري،هغه څوك ،چې تل مثبت فكرونه كوي اوتل پرژوندډاډمن وي دهغوپه ذهن كې وېره،منفي خيالات اودكمترۍ احساس ځاى نه شي نيولى،داډول خلك په دې پوهېږي ،چې خپلوستونزوته په كومه طريقه دحل لارومومي.
زماملګرى جارج دپيپونو كارخانه لري هغه راته وويل:چې كله موږ د ځمكې لاندې پيپونه تېره و نوكله كله داسې وشي،چې دځمكې دكيندلوپروخت داسې يوكاڼي سره مخ شو،چې زموږ كارپه ټپه ودروي خوموږ ناهيلي كېږونه،خپل كار،ورباندې جاري ساتو په ورو ورو اخركاڼى مات كړو،موږله ځان سره هېڅ كله داخبره نه ده كړې،چې داكارنه كېږي.
جارج هغه څوك دى ،چې په هېڅ وخت كې نه ناهيلى كېږي او تل مثبت فكر ونه كوي اوخپلوستونزوته په خپله دحل لارلټوي،هغه څوك،چې منفي فكرونه كوي دهغوى ژوندتل له ګواښ سره مخ وي هغوهېڅ كار په ډاډه زړه نه شي ترسره كولى،نوپه دې اساس ويلى شم ،چې څه ډول دې فكروي په همغه ډول به دې ژوندهم وي.(هرچاته خپل وطن كشميردى) اوس كه څوك هرډول فكركوي همغه ډول ژوندبه اختياروي.كه تاسې ښه فكرولرئ نو ژوندبه موښه وي اوكه منفي فكرونه كوئ نوژوندبه مو...