د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دسقراط ژوند اند او فلسفه. شپږمه برخه

عطاءالله خان حيران 04.02.2011 22:21

پرسقراط مقدمه
د عربو د یوه لرغوني شاعر د علقمه شعردی وایي : څوک چې دښمن نه لري هغه منافق دی.
دسقراط پوهې، رښتنولۍ او بهادرۍ سقراط ته ډ ېردښمنان پیداکړي ول
د اتن دحکمرانې م مخکښ ( ایني ټس) دسقراط د پرله پسې نیوکو له امله له وړاندې نه دده دښمن ګرځېدلی و،
د سقراط د شاګرد دزینوفن په وینا، ایني ټس مخکې له مخکې نه دسقراط له مذهبي مخالفینوسره دسقراط په هکله خبرې کړې وې میلي ټس د سقراط تر ټولو غښتلی مخالف و.
میلي ټس دیوه مدعي په توګه داتن په اسمبلۍ کې پرسقراط مقدمه دایره کړه
پرسقراط باندې تور ولږول شو چې نومومړی دریاست له مشهورو دیوتاګانو نه منکر دی او نه یی مني او ددې دیوتاګانو پرځای نوي دیوتاګان راپېژني.
پرسقراط باندې دا تورهم و چې نوموړي د ځوان نسل اخلاق خراب کړيدي او په غلطه لاریې رهبري کوي دوی غوښتل، چې سقراط ته دمرګ سزا ورکړي.
میلي ټس ځوان هلک و په ښارکې یې دومره پېژندګلوي نه درلوده خو ډېرکینه دله انسان و په همدغه کال یې هم یوه بې ګناه انسان دملحد په تور قصاص کړ.
په دغه عدالت کې دمیلي ټس سره دمرستي لپاره ډېر بارسوخه خلک راټول کړي و، چې له دوی نه یو (لایي کون) و نوموړی د اتن مشهور مقرر و او دوییم مشهور او پېژندل شوی سیاستپوه ( اینطوس) و د اینطوس په هکله ټولو مالومات درلودل، چې نوموړی له خپل هېواد او خلکوسره ډېره مینه لري او ښه دیانتداره هم دی نو په همدې خاطر د اینطوس نوم د مستغیثونو په لړکې شامل و دده دمقرریدوسره دسقراط د بري کېدو امکانات نورهم کم شول.
دقانون په مطابق باید په یوه میاشت کې دننه دننه دجیوري ۵۰۱ غړي وټاکل شي
خو ددې پته هیچاته نه وه، چې ددې جیوری غړي به څوک څوک وي
مقدمه د عدالت ته درسېدونه وروسته به نیهایی پریکړه کېده دغړو په یوه رایه باندي سقراط جلاوطن کېدای هم شو او دمرګ ترسزا هم رسیدای شو



سقراط په عدالت کې

دا د ۳۹۹ له مسیحي پېړۍ نه واړاندې زمانه وه په دغه وخت کې سقراط ۷۰ کلن دی سقراط د ( پیرکلو) فاریقیس زمانه لیدلې ده داتن او د اسپارټه خونړی جنګ یې لیدلی و د انقلاب او امریت دورې یې لیدلې وې اوسنی جمهوري نظام چې دقراندزۍ په زریعه یې د جیوري غړي مقررشوي و ایوان اعلی قایم شوی و.
په دغه وخت کې افلاطون ۲۸ کلن و هغه هم دخپلې کورنۍ د روایتو په څېرغوښتل دسیاست ډګرته راودانګي، هغه دغه وخت دسقراط دشاګرادانو په لیست کې و نوموړی دسقراط له پوهې نه ډېرمتاثره و.
سقراط یې عدالت ته راوغوښت او ددې ترڅنګ یې د اتن ۵۰۱ ښاریان چې دجیورۍ لپاره غوره شوي ول هم عدالت ته راروان ول.
د عدالت صدر هم په خپله کرسۍ کېناست ددې ترڅنګ د اتن یوشمېرښاریان هم دسقراط دمقدمې دلیدو په موخه عدالت ته راغلي ول، په عدالت کې نور دناستې دځي درک نه لیدل کېده.
د عدالت صدر دمقدمې اعلان وکړ مستغیث یې وغوښت، مستغیث عدالت ته راغی او دسقراط پرخلاف یې ښه له زهرو ډکه ویناوکړه.
دسقراط پرخلاف، چې مستغیث څه وویل ټول دروغ ول سقراط ښه په ډاډه زړه ددخبرې وا ورېدې،
خو په عدالت کې ناستوکسانو، چې دسقراط پرخلاف کومې خبرې وا ورېدې سخت په ویره کې ول سقراط په دې فکرکې و چې داخلک له نېکۍ نه په ویره کې دي.
اینی ټس، میلي ټس او لایی کون په ډېر زور او شورسره دسقراط په خلاف خبرې کولې خو ددوی په خبروکې د رښتنولي څرک هم نه ترسترګوکېده.
د سقراط شاګرد افلاطون هم په عدالت کې موجود و او دهرچاخبرې یې په غورسره او رېدې.
له دې نه ورو سته یې سقراط ته اجازه ورکړه چې له ځانه دفاع وکړي، سقراط هغه تورونه ټول رد کړل چې دمخالفینو له لوري پرده باندې لګول شوي و سقراط وویل د استغاثه دعوا وه چې ما دځوانانو اخلاق خراب کړي نومهرباني وکړئ په عدالت کې زماشاګردان او دهغو مور اوپلار موجود دي له دوی نه دې په دې هلکه پوښتنه وشي.
زه د اتنوالو احترام کوم او له دوی سره مینه لرم نو ځکه زه چې څه وایم سل په سلوکې به رښتیاوي.

دصفایي بیان تمهید
اې اتنوالو! زه نه پوهېږم، چې پرتاسو به زماد مخالفینو تقریر څومره او څه ډول اغېزه کړي وي؟
خو زه دومره پوهېږم چې له مانه داهېرشو، چې زه څوک یم؟
دفصاحت او بلاغت له لحاظه خو که ووایم د دوی تقریر ډېر په زړه پورې و خو له دې سره سره د دوی یوه خبره هم رښتیاونه کړه ددې خلکو خو ټولې خبرې درواغ او چټیات و خو یوه خبره یې داسې وه ، چې زه یې ډېر حیران کړم هغه دا خبره چې دوی په خپلو خبروکې وویل، چې اتنوال باید اوښیار ووسي چې زما په وینا دوکه نه شي، ځکه، چې دوی پوهیږي، چې کله زه خپله صفایي وړاندې کوم نو ددوی له دروغو نه پرده پورته کېږي په داسې حال کې، چې زه ښه مقرریم.
که چېرې دا خلک دخطابت زور د رښتنولۍ زور ګڼي نو دا بیابېله خبره ده زه اعتراف کوم چې زه هم خطیب یم خو ددوی په څېر ښه خطیب نه یم، هو ماویل چې دوی په خپلوخبروکې یوه خبره هم رښتیا ونه کړه خوزه، چې ستاسې په واړاندې هرڅه وایم رښتیابه وایم زه د دوی په څېر مخکې له مخکې نه تیارشوی تقریر نه کوم زه حلفاوایم زه خو هغه دلایل وایم کوم چې همدا اوس زما پرذهن کې راځي، دا ځکه، چې زما په رښتنولۍ باندې عقیده ده.
اې اتنوالو! په دا عمر، چې زه او س سپین ږیری شوی یم نو د یو ځوان خطیب په څېربه تقریر ونشم کړی زه له تاسې درنونه په درنښت هیله کوم، چې زه خپله صفایي په همدغه انداز وړاندې کړم په کوم انداز چې مامخکې خبرې کولې تاسې به زماله خولې نه همغه الفاظ نن هم اوری چې مابه دصرافانو د دوکانونو په مخکې یاپه بل ځي کې مو له مااوریدلي دي نو مهربانې وکړئ تاسې به زماپه دې خبرباندې تعجب نه کوئ او زماخبرې به نه غوڅوئ.

زما عمر له ۷۰ کلنو نه او ښتی دی او په ژوند کې مې دا لومړی ځل دی، چې دعدالت په وړاندې ولاړ یم نو په همدې خاطر د عدالت په ژبه نه پوهېږم خیردی ماته دیوه مسافرپه سترګه وګورئ او ماته اجازه راکړۍ، چې زه په خپل انداز خپلې خبرې پیل کړم، څه فکرکوئ زمادغه غوښتنه خوبه بې معنانه وي؟
زما دخبرو ترز که ښه و که بد تاسې یواځې زما د الفاظو رښتنولي په پام کې ونیسئ ځکه، چې زماکار دی چې رښتیاووایم او د قاضي کار دی چې هغه ورباندې عدالنه قضاوت وکړي.
له هرڅه نه وړاندې به هغوپخوانیو مخالفینو ته ځواب وایم چې له دې مقدمې نه وړاندې يې پرما د دروغو تورونه لګولي دي او زه یې برناحقه تورن کړی یم له هغې نه وروسته به دې نورو الزامونو ځواب وایم ځکه، چې ډېر خلک له ډېره وخته پرما د دروغو ا لزامونه لګولي دي نو په همدې خاطر زه د اینټي ټس او دهغو دملګرو په پرتله پخوانیو الزام تراشو نه زیاته وېره لرم په داسې حال کې، چې ایني ټس او دهغه ملګري هم له هغونه کم نه دي .
دې خلکو پرماهغه وخت پرما غلط او دروغ الزامونه لګول چې ایني ټس او ملګري یی ډېر واړه ول.
نو پردې اساس دې خلکو زما په هکله غلطې خبرې تاسوته کړي دي چې سقراط داسې فلسفي دی چې له اسمانه ترځمکې پورې خیال ارایی کو ي او غلطې خبرې سمې ثابتوي، نو له ماسره دغه تشویش دی چې یوشمېرکسان شته چې ددوی دغه غلطې او بې بنسټه خبرې مني چې له دیوتاګانونه منکریم
نن زماد مخالفینو تله هم درنه ده هغه وخت شاید تاسې ځينې واړه او ځینې به دځوانۍ په حال کې وئ، چې د ولس په عدالت زما مقدمه د عدم پیروي پربیناناکامه شوه، ځکه، چې هغه وخت دغو الزاماتوته چاځوابونه نه شوویلی غټه خبره داده چې دغه کوم کسان چې پرما بې ځایه الزامونه لګوي زه په دوی کې یواځې یوکس په نامه پېژنم .
دغه خلک، چې زما په اړه تاسې ته کومې خبرې کړي دي او یایې کوي لومړی خو دوی له ماسره حسد کینه لري او بل دو ی دهمدغې نظرې خاوندان دي چې ماپورې دا ډول دروغ تړي له دا ډول خلکوسره سپینه وای ګران دی ځکه چې نه دوی عدالت ته رابللی شم او نه مې ورباندې وس رسیږي نو په همدې خاطر زماله داسې خلکوسره جنګ ډېرضروري دی له دوی سره بحث کوم کېنم به ورسره زه پوهېږم دوی یوهم زما دځواب نه دي زه که چې دوی دروغجن دي ددوی ټوله تکیه په دروغوکوي.
نوپردې اساس تاسې باور وکړئ چې زمادښمنان په دوه ډوله دي یو پخواني او بل نوي نو په داسې حال کې به تاسې ته هم فکرکوم مناسبه وي چې لومړی د پخوانیوحریفانو د تورونو ځواب ووایم ځکه چې ماددوی پراګنډې ډېرزلهه اوپه هرځي کې اورېدلي دي.