د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښه فكرګټورې پايلې

عطاءالله خان حيران 29.03.2010 09:56

ليكوال :ډاكټرنارمن ونسنټ پيلي
ژباړن : عطا ْ الله خان حيران



زه په دې خوښ يم كه تراوسه مې په دې فكرنه دى كړى او نه مې پرځان ډاډ درلود اونه مې ځان د دې جوګه ګاڼه چې دژوندپه ټولوچاروكې دې بريالى اوسم، خو اوس د بري خوبونه وينم اولارې چارې ورته لټوم زه اوس په دې فكركوم چې څنګه كولى شم دژوندپه ټولوچاروكې بريالى شم.
زه چې كله له چانه واورم چې فلانى سړى په وړو وړو كارونه كې بريالى دى اوله نوروكارونونه لاس په سر شوى دى بېغمه خپلې عياشۍ كوي،په دغه ډول خلكوباندې زه ډېرافسوس كوم ځكه چې داډول شخص په خپله له خپل اهليت نه لاسونه مينځي،كوم شوق،تحريك اومينې چې دى د بريا دغې پوړۍ ته رسولى ،هغه مينه جذبه په ده كې اوس مړه شوې، په دوى كې دپخواپه څېرشوق اومينه نه وي همدارنګه دوى له ژوندنه خوندنه شى اخيستى.
لكه څنګه چې د يو كوچني وګړي وړې هيلې ترسره شوي دي؛ نو په دې اړه وايي: اوس مې په ژوندكې هغه پخوانى خوندنه دى پاتې كوم خوندچې به ماله ستونزو سره په مبارزه كې اخيسته.
دامريكې ستر افسران، جنرالا ن او لوړ پوړي چارواكي چې په مسلسله توګه يې زيار ويست بلاخره د بري لوړ منار ته ورسېدل،په دوى كې يو ډېربريالى پنځه دېرش كلن سوداګر و، كله چې هغه څلوېښت كلنۍ ته ورسېد دنړۍ ترټولو بريالى سوداګر وپېژندل شو.
ده راته وويل، زه غواړم چې نور پرمختګ هم وكړم ځكه له ننګونو او ستونزو سره د مبارزې نه ډېرخونداخلم اوتل مې كوښښ كړى، چې پرې برلاسى اوسم او له دې نه زماژوند متحرك وي زه دوخت ډېرقدركوم وخت نه يوازې زمالپاره بلكې دهرچالپاره ډېرقيمتي وي، ځكه زه نه غواړم ،چې يوه دقيقه وخت بې ځايه تېر كړم. زه بايدپه لږ وخت كې ډېرڅه وكړم. كوم خلك چې په مسلسه توګه د برياليتوب په لټه كې وي اوتل د پرمختګ فكر كوي دا ډول خلك له دې عاموخلكو سره له هره پلوه ډېرتوپيرلري ،دوى له يوې لاسته راوړنې څخه وروسته دبل برياليتوب په فكركې وي،هغه له هرې لاسته راوړنې نه رښتينې خوښي اوګټه اخلي هره نوې لاسته راوړنه دد ې لپاره دخوښۍ وړوي. دا ډول خلك خپلو خوبونو ته عملي جامه وراغوندي اوډېردخوشالۍ احساس كوي. دوى د سترو اوسلو خاوندان وي او غټو غټو مسايلو ته د حل لاركتلونه ډېرخونداخلي.
داډول خلك تل مثبت فكرونه كوي اوهېڅ ډول ستونزې ته دستونزې په سترګه نه ګوري دوى پرځان ډاډه وي دكاركولو جذبه او زوږ په انسان كې نوى روح پوكوي او د انسان تخليقي قوه پياوړې كوي،دو ى كله هم نه وايي چې خپل مقام اوموخوته رسېدلي دي دوى تل خپل ځانونه په كاربوخت ساتي كاركوي اوله كاره خونداخلي
ديوې كاميابۍ په لاسته راوړلوباندې بايدسړى بسنه ونه كړي ځكه چې له دې سره دژوندخوندله مينځه ځي اوژونديې بې مينې كېږي.هغه خلك تل بريالي وي، چې تل دځان لپاره نوي منزلونه ګوري.
زه يو څوك پېژنم (اموس پيرش) نومېږي هغه په ټوله معنا بريالى اوخوښ انسان دى، ښايي هغه به د نړۍ سترصنعت كار و، هغه ټول ژونددخپل كاردلاښكېدوباندې مصرف كړ.
دنيويارك په سيټي هوټل كې ډېره لويه غونډه دماركېټنګ په موخه جوړه شوې وه، چې زرګونوخلكوپه كې ګډون كړى وو او د ده وينا يې اورېده ده به خپلې تجربې بيانولې اوخلكوبه ورنه ډېرڅه زده كول كه څه هم نوموړي په دې برخه كې ډېرې كمې لاسته راوړنې لرلې؛ خو ويل به يې: زه له وړكتوب نه تردې دمه دنوي ايډيا او تخليق په لټه يم. كله چې مې له نوموړي نه وپوښتل څنګه پخپل كاركې بريالى شوې؟ ده راته وويل: ماخوتراوسه خپل كارنه دى بشپړكړى اوس خوماته ډېركارپاتې دى هغه دڅلورنوي كالونوپه عمر له دې نړۍ نه سترګې پټې كړې تركومې چې ژوندى و نوموړي كاركاوه.
دنوموړي له مړينې نه يوه اونۍ مخكې مې ورته ټېلېفون وكړ چې خبريې واخلم له روغ بړنه وروسته ده راباندې ديوې نوې ايډيا زيرى وكړ چې ډېره په زړه پورې اوله نوښت نه ډكه ده اوكار يې ورباندې پيل كړى دى، ډېرښه اوزياركښ انسان و خداى (ج) شته زه ترېنه ډېرمتاثر وم .
هغه تل دنوښت په لټه كې و هغه كله هم دخپل عمر اويادمرګ په اړه راته څه نه و ويلي هغه په ټول ژوندكې په كاربوخت و.
زه له يوبل چا سره هم پېژنم نوموړى (برانچ ريكي) نومېږي هغه دخپل وخت ډېرلوى شخصيت و هغه د(بيس بال ) تكړه لوبغاړى و بيس بال چې دنوموړي مسلك و پربيس بال باندې يوښكلى كتاب د the American diamond په نامه وليكه دغه كتاب دكلاسيكې درجې كتاب سابت شو. دى پنځوس كلن و يوژورنالېست له ده څخه پوښتنه وكړه چې د ژوند تر ټولو ښې تجربې په اړه راته كه څه ووايې؟ځكه چې تاسې نيمه پېړۍ ترشاپرېښې ده؟ برانچ ريكي ورته په ځواب كې په خنداوويل:داسې ديادونې وړ تجربه خوتراوسه نه لرم چې مادې ترلاسه كړې وي په داسې حال كې چې په بيس بال لوبه كې دنوموړي ډېرې سترې سترې كارنامې ريكارډونه موجود ول هغه به نوره هڅه كوله چې دا لوبه نوره هم پسې ځواكمنه اوله نويو نويو تجربو څخه يې برخمنه كړي،برانچ ريكي اوس هم په امريكاكې دبيس بال دلوبې دستراتل په نوم ياديږي او خلك يې باني همدا بولي. تاسې بايدهغه لاسته راوړنې ټولې هېرې كړئ چې مخكې موترلاسه كړي دي تاسې بايددنوو نوو لاسته راوړنو په كوښښ كې اوسئ پخوانيو لاسته راوړنوتاسې ته اعتماد اوتجربې دركړي دي نوځكه تاسې په ډېرې اسانۍ سره كولى شئ چې ډېرې لاسته راوړنې ولرئ اوس تاسې په لاسته راوړنوكې ډېرله ستونزو سره نه مخ كېږئ ځكه تاسې اوس تجربه ترلاسه كړې ده اوس په خپل كاركې نه تېروزئ.
په يادولرئ تاسې چې څومره ښه اوبريالي كارونه ترسره كړي دي هغه ټول هېركړئ كله هم داسې فكر مه كوئ چې ولا موږ دژوندټولې موخې بشپړې كړې، پرخپل ځان ډاډمن اوسئ چې تاسې څومره لاسته راوړنې او برياليتوبونه ترلاسه كړي. هغه ستاسې وړتياښيي او د پرمخيون يوه وسيله مو هم همدا لار ده.
تل ډاډه اوسئ او له شك نه ځان و ساتئ؛ ځكه چې ستاسې راتلونكى ډېرښه روښانه دى، له يو بري وروسته دويمه كاميابي او پر دويمې پسې درېيمه كاميابي ترلاسه كړئ اوهمدارنګه ښه ډېرپرمختګ وكړئ .
دامريكې خلك په دې عقيده دي چې خلكوته ازادانه موقع يواځې دجمهوريت له امله نه ميسره ده دجمهوريت او دازدۍ له امله يقين ځواكمنېږي او وړتيا يې نوره هم ډېريږي.
دامريكې خلك په دې هم يقين لري چې تر وړتيا يقين اوچت دى بايدپريقين يقين وكړو كه په لنډه توګه ووايم له يقين نه پرته ځواكمن شى نه شته. ما ډېرخلك ليدلي چې مثبت سوچونه كوي اوپرخداى (ج) يقين هم لري اوپرخپل ځان يقين هم لري همداسې يې پرخپل شخصيت كې غيرمعمولي اهليت روزلى وي پر همدې پار افراد په انفرادي ډول دعاموخلكوپرځاى خاص خلك جوړيږي .
زه او زمامېرمن رويت د يو سوداګر په كور كې مېلمانه وو نوموړي په خپل كاركې ډېر بريالى و په اصل كې دى له ډېرې بې وزلۍ نه دې ځاى ته رسېدلى و چې په امريكې كې يې ډېرستر عزت پيدا كړى و
ماله كوربه نه وپوښتل: صاحب تاسې په كوم ځاى كې اوكله دې نړۍ ته راغلي ياست؟ده راته په ځواب كې وويل: نه پوهېږ م په يادمې نه دي چې چېرته به پيداشوى يم خوخېرچېرته به ضرورپيداشوى يم.
دنوموړي دې ځواب اريان دريان كړم، ده راته وويل چې دى دموراوپلارپه هكله هم څه معلومات نه لري ده وويل: زه يتيم يم زه بل چالوى كړى او روزلى يم كله چې دژوندعملي ډګرته مې راودانګل نوزماپه جېب كي يواځې څوډالره ول له ډېرو منډوترړونه وروسته په دې بريالى شوم چې په يوملي بس كې ځان ته كلنډري پيداكړم دملي بس خاوندپه واين انډيانا كې يوهوټل هم درلود، ډيو اوس كلنډردى ډېرزيرك ويښ كلنډر او ډېرمحنت كوي دملي بس خاوند ته د ډيو كارخوندوركوي له څوروځونه وروسته ډيوخپل هوټل چې په كولومبوكې و ورليږئ ترڅودهوټل كارمنظم اولاښه كړي، كله چې ډيوهوټل ته ورغى فكريې پرې وكړچې څه ډول نوښت په هوټل كې راولي چې هوټل كامياب اومشهوركړې اخردې نتيجې ته رسيږي اودهوټل مينوبدلوي اوله دې سره هوټل كاروبارډير ښه كېږې .
له دې نه وروسته ډيو په خپله يوهوټول دخپلې لورپه نوم (ويندي هوټل) پرانيزي ډيو تل په هوټل كې دهرڅه خيال ساتي پاكه تازه غوښه پخوي اود دې ترڅنګ نوي نوي شيان پخوي د ده پر يقين له خپل ذهن نه كار اخيستل، چې نن يې په امريكاكې د وينډي هوټل ۳۲۰۰۰ څانګې شتون لري اوپه دې نوم مشهوردى چى وينډي هوټل ترټولوښه شيان پخوي اودهرڅه خيال ساتي. كه تاسې همدا اوس له ډيونه پوښتنه وكړئ چې تاسې دژوندخپل ټولو موخوته رسېدلي ياست ؟ هغه به درته په ځواب كې ووايي چې بلكل نه ډېر كار ته اړتياده چې خپلومخوته ورسېږم،د ډيوغوندې خلكودامرېكې معيشت دومره ځواكمن كړى چې څومره فكركوې، مثبت سوچ سره نه يوازې كاروبار ښه كېږې بلكې نېك نامې هم ده .
زه يوې سترې قومي غونډې ته دوينالپاره ور بلل شوى وم چې ويناورته وكړم له غونډې نه مخكې يواځوان چې د دريځ (سټېچ) چارې يې پرمخ وړې رانه وپوښتل څومره وخت كيږي چې په غونډوكې تقريركوې ؟ ما ورته په ځواب كې وويل پنځوس كاله كېږي، ځوان راته وويل : تاخوبه په دې ډګرګې ډېرې تجربې اوكاميابيانې ترلاسه كړي وي. زه په دې هڅه كې يم اوكوښښ كوم چې ستاپه څېرتجربه كار او غښتلى ويناوال شم، ماورته په ځواب كې وويل ځوانه وبښه اورانه خپه هم نه شې لاتراوسه مې په دې كاركې هېڅ كارنامې نه دي ښودلي داخو زړې خبرې اوزوړ ترزدى زه خودنوښت په لټه كې يم چې خلكوته يې وښايم دازه چې نن څه وايم داهم نوي دي خوزه كوښښ كوم چې له دې نه هم نوې خبرې وكړم او نوښت پاى نه لري داچې نوښت پاى نه لري زه هم پرخپل كارډاډمن نه يم چې زه دې پياوړى اوكامياب ويناوال يم،له څوكالونه وروسته په يوه غونډه كې له همغه ځوان سره بيامخ شوم اوس هغه ځوان هغه ځوان نه و اوس په ډېروكارونو پوهېدلى و،ده راته وويل: ستا له هغې خبرې نه ما ډېرڅه زدكړل تا رښتياويل ځكه له كله نه چې زه پوى شوم چې زه په دې فن پوى شوى يم اوښه وړتيامې ښودلى اوپه دې ډګركې راته ځان شهنشاه ښكارېده زه چې پوى شوم چې نورمې داډګرفتح كړ نوباوردې وشه سست شوم
ستاله خبرې وروسته زه پوى شوم چې داخو لا ډېر كار په مخ كې لرو له هغې نه وروسته ماته دمخكې تګ اوسېله پيداشوه. زه نوركامياب يم ) د دې نظرې لپاره مې يوڅه اوصول په لاندې ډول وضع كړي دي.
۱ تاسې لومړى فكروكړئ چې په ژوندكې دڅه شي لاسته راوړل غواړئ؟
۲ دخپل مقصداو دمخو په اړه همدا اوس پرېكړه وكړئ.
۳ تاسې چې هرڅه غواړئ دا ټول په ترتيب سره وليكئ او عمل پرې وكړئ.
۴ څه شى چې تاسې كول غواړئ د دې په متعلق ټول شيان زده كړئ.
۵ دخپلوموخومقاصدو دپوره كولولپاره يو وخت وټاكئ.
۶ د خپلوپرېكړو لپاره دعاوكړئ كه چېرې غلطي وي بدلون په كې راولئ.
۷ دخپلومخودترلاسه كولولپاره په پرله پسې توګه كوښښ وكړئ او ناهيلي كېږئ به نه.
۸ خپل فكر پر مثبتو اوصافو وساتئ.
۹ كله هم داسې فكر ونه كړئ چې تاسې خپلوموخو ته ورسېدلئ؛ بلكې يوې لاسته راوړنې پسې دويمه لاسته راړنه ده. په يادولرئ يوه لاسته راوړنه بلې ته لارهواره وي.
مادځان لپاره ځانګړى مهالوېش جوړكړى دى زه خپل ټول مقاصدليكم اومخامخ جېب كې يې ږدم او د مخامخ جيب لاندې زړه وي او زمازړه دهمدغومقاصدو دلاسته راوړنولپاره ناكراروي.
ماله ځلميتوب نه په كلكه هوډكړى چې دخلكوخدمت به كوم او دخلكوپه زړونوكې پټ صلاحيتونه به راويښوم چې مثبوت سوچونه وكړي موثبت سوچونه دانسان يقين بشپړوي يې.
مادځوانۍ په شپوورځوكې به خپل مقاصد پركارت ليكل او پر غاړه كې به مې اچول .
ځكه خوهروخت مې جيب له كارتونونه ډك وي داښه خبره ده بايدسړى چې يوځاى ته ځان رسوي لومړى بايدخپل مقاصدپركاغذ وليكي او وروسته د هغې بشپړو لپاره هلې ځلې پيل كړي او تر هغې ددې دوام وركړي؛ ترڅو چې خپلو موخو ته ورسېږي.
دا چل چې ماچاته هم ښودلى رانه ډېرخوشاله شو او زما دا چل يې ستايلى دى او له دې لارې نه يې خپل ډېرمشكلات حل كړي دي .
په دې اړه مې له يو ځوان نه وپوښتل كوم چل، چې ما درښولى و تادكال ترپايه څومره ګټه ورنه اخيستې؟ ده راته په ځواب كې وويل : تاسې به يې ومنئ كه نا ماچې له كومې ورځې نه دكارت چل په خپل ژوندكې عملي كړى دى ماترينه ډېره زياته ګټه پورته كړې ده اودومره خوشاله يم چې څه درته ووايم، ده زياته كړه دغه چل زمايقين نورهم پياوړى كړ ما چې دكاميابۍ لپاره كوم آرونه وضع كړي دي كه تاسې يې په خپل ژوندكې زمادغه وضع شوي اصول عملي كړئ نوستاسې سوچ او فكر به تل دمثبتې ګټورې پايلې ولري اوخپلوموخوته به په ډېره اسانۍ سره ورسيږى.
تاسې چې دكوم مقصدلپاره هڅه او هاندكوئ لومړى يې په خپل ذهن كې خوندي وساتئ ،له دې نه وروسته ستاسې فطري ځواك ستاسې له عمل سره سم ستاسې دموخوته درسېدولپاره مرستندوى وي .
زه دلته غواړم ديوې واقع يادونه وكړم او د دغې واقعې ذكر زه تل په خپلو ويناو كې كوم په دې واقع كې چې كوم ګټور اصول نغښتي دي غواړم تاسې هم ورنه څه زدكړئ، يوه ورځ مې په يولوبغاړي كې دګولف لوبه كوله توپ رانه په وښوكې ورك شوم دتوپ دپيداكولولپاره له ماسره دلوبغاړي يوساتونكى هم ملګرى شو توپ مو لټاوه ده راته په خبروخبرو كې وويل : ډاكتر صاحب په لومړي ځل ستاخبرې مې په زړه ښې ولږېدې غواړم يوڅه خبرې درسر ه وكړم.
ماورته په ځواب كې وويل ګرانه نيم ساعت وروسته به خبرې سره وكړو زه اوس لوبه كوم چې لوبه پاى ته ورسېږي بيادې په خدمت كې يم سمه ده؟
كله چې لوبه پاى ته ورسېده؛ نو هغه سړى مې راوغوښت د يوې شنې ونې لاندې دواړه كېناستو لومړى مې له هغه څخه د نامه پوښتنه وكړه بيامې ورته وويل چې اوس وايه څه خبره دې كوله ځوان راته په ځواب كې وويل:كومه خبره مې چې درته كوله اوس رانه هېره ده اوس زه غواړم چې لاړ شم ماورته وويل: غواړې چېرته لاړشې؟؛
زه نه پوهېږم چې چېرته ځم خوځم .
ماورته وويل ځوانه! عجيبه انسان يې ځاى موخه دې نه ده معلومه او روان يې تاته اوس خپل ځاى هم نه دى معلوم چې چېرته ځې .ځوان چې زماخبرې وا ورېدې ډېرخپه شو وېې ويل: كه هرې خواته لاړم شم ځم.
ما نوموړي ته وويل چې ته كوم كارښه ترسره كولى شې هغه راته په ځواب كې وويل نه پوهېږم چې كوم كارپه ښه توګه ترسره كولى شم.
زه په دې پوهېږم چې ته ځې خودحيرانتياخبره داده چې ته په دې نه پوهېږي چې چېرته ځې؟او په دې هم نه پوهېږې چې كوم كارپه ښه توګه اودزړه له كومې ترسره كولى شې اوپه دې هم نه پوهېږې چې كوم كار دې خوښ دى ايا زه رښتياوايم همداسې نه ده؟
ځوان دسرپه خوزېدوراته وويل چې هو همداسې ده. له لږ ځنډوروسته يې راته وويل څه فكركوې ډېرناكام اوناهيلى انسان نه يم ؟
ماورته په ځواب كې وويل ګرانه! ته ډېره ښه څېره لرې ته ټول ډېرښايسته ځوان يې ته دډېرښه شخصيت خاونديې زه پوهېږم چې ته غواړ ې ښه كامياب انسان شې ته راباندې ډېرګران شوې انشاالله ته به ګانده كې ډېر بريالى انسان اوسي؛ ځكه چې ته كامياب ژوندجوړول غواړې.
ګرانه! ته دوې اونۍ دخپل راتلو نكي په اړه فكروكړه او له دې نه وروسته هر هغه شى، چې غواړې په ژوندكې ترلاسه كړې هغه ټول پر يو كاغذ وليكې او وروسته د هغه ترلاسه كولو ته هڅه وكړه؛ نو پر همدې بنسټ دوه اونۍ وروسته هغه ټول شيان چې دكارت پرمخ دې ليكلي و ما ته يې راوړه ځوان دوه اونۍ وروسته په داسې حال زماخواته راغى خوډېربدل شوى و دپخواپه څېرناهيلى نه وتابه فكركاوه چې د ځوان په بدن كې نوى روح چاپوكړى دى. دكارت پرمخ يې ليكلي و غواړم ديوې كارخانې معاون منېجر شم ده داهم ليكلي و چې پنځه كاله وروسته به دكارخانې منېجر بدليږي اوپرځاى به يې نوموړى منيجر جوړيږي؛ خو ده اوس په يوې كارخانې كې د ځان لپاره د نوكر دنده موندلې ده اوغواړي، چې پنځه كاله وروسته به دهمدغې كارخانې منېجر شي.
نوموړي پنځه كاله وروسته خپلې موخې ته ورسېداو د همدغې كارخانې منېجرهم جوړشو اوس هغه له خپل ژوندنه په پوره توګه مطمين دى .

تاسې چې كله خپل هدف ټاكئ نوپه ښه مثبت سوچ اويقين سره دهغه دلاسته راوړلو لپاره جداوجهد پيل كړى تاسې كولى شى كوم خنډونه چې په مخ كې لرئ له منځه يې يوسئ كله موچې په ځان كې دغه وړتيا ومونده تاسې خپله په اسانۍ سر ه خپل ارمان ته ځان ورسوئ.

كله چې په دې توګه تاسې خپل لومړى هدف لاسته راوړ سمددستي خپل بل نوى هدف وټاكئ ځكه چې لومړي هدف ته له رسېدلو سره ستاسې په شخصيت كې ډېر مثبت بدلونونه پيداكېږي تاسې چې كوم تكليف په لومړي هدف ته د رسېدو پر لار وګاله اوكامياب شوئ. لومړى هدف ته رسېدل تاسې ته د دويم هدف د رسېدو زيرى د دركوي چې په ډېره اسانۍ سره به يې ترلاسه كړئ.
مادكاناډا په يوه ښكلي ښاركې يوې سترې غونډې ته خپله وينااوروله د دغې غونډې مشري يو ډېر پرځان ډاډمن اودمثبت روې شخص كوله.په دغه غونډه كې له ۲۰۰۰ نه زياتوكسانوګډون كړى وو او نوموړي شخص په ډېر ښه انداز خبرې كولې اوغونډه يې پرمخ وړله خداى (ج) شته زه له دې نه ډېرمتاثر شوم؛ ځكه چې نوموړى د ډېرعجيب اوغريب شخصيت خاوندو،ماهغه ته وويل تادا دومر ه ښه زړه راښكونكى شخصيت څنګه جوړكړى دى؟
هغه راته وويل : ډاكترصاحب داډېره اوږده كيسه ده خوزه به يې تاته لنډيزووايم.
يو وخت زماژوندډېر ګډوډ و او دكمترۍ احساس په ټوليزه توګه رانغاړلى وم. نوزمامېرمن به كوښښ كاوه چې پرماكې مثبت بدلون راشي اودكمترۍ احساس ونه كړم پرځان ويساولرم چې له دې حالت نه راووځم،زمامېرمن ماته يوه ورځ يو كتاب راكړ چې (دښه سوچ ګټورې پايلې ) سرليك يې و راته يې وويل چې داكتاب په ښه غور ولوله چې داماليكلى دى )
زه په لومړي سر كې دكتاب سرليك ډېرمتاثره كړم باوردې وشه ماداكتاب په ډېره دقيقه توګه ولوست او له دې كتاب نه مې ځينې يادښتونه واخيستل وبه يې نه منې دې كتاب پرماهغه نړۍ روښانه كړه چې پرماځان توره تياره كړې وه.
پوهېږې چې مابياڅه وكړل ؟ ده وويل د كتاب له لوستووروسته مې يقين مضبوط شو ديقين له پياوړتيانه وروسته زه په دې پوى شوم انشاء الله الله (ج)به ضرور له ماسره مرسته كوي ځكه چې الله (ج) په خپله ويلي ته حركت كوه زه په كې بركت كوم؛ نو چې كله مې په دې يقن وكړ زه نن دې مقام ته ورسېدم .
په ژوندكې دكامرانۍ لپاره څلور شيان ډېرمهم دي هدف ټاكل، ښه مثبت سوچ،دحالاتو درك اوپوره يقين ، دغه څلورشيان خپل كړئ تاسې كامياب ياست دناكامۍ مخ به په سترګوونه ګورئ.
ځينې وخت انسان ته خپل صحت هم ستره مسله جوړوي نوموږ ديقين په مټ دخپل صحت درملنه كولى شو.صحت دالله (ج) يوه ستره ډالۍ ده ځكه پرموږ لومړى دخپل صحت ساتنه فرض ده، مثبت سوچ اوكم خوړل د انسان دصحت لپاره ډېرګټور دي پرمثبتوسوچونوكې روحاني سكون وي؛ نو په دې خاطر كاميابي دمثبتو سوچونوله ګټې نه لاسته راځي په مثبتوسوچونوكې دومره ګټه نغښتې ده چې زه يې هېڅ اټكل نه شم كولى .