د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افلاطون ژوند، اند او فلسفه شپږمه برخه

عطاءالله خان حيران 04.02.2011 22:21

د افلا‌‌‌طون ژوند اند او فلسفه. شپږمه برخه
د قانون او صول

افلاطون د یونان مروجه قانون سره ترتیب کړل او د دې ترڅنګ دقانو ن په ځانګړنو (juris prudence ) باندې غږيدلی دی.
افلاطون له دا ډول مسلو سره دومره مینه لرله چې دعدالت ضابطې یې جلا کړې، دا په داسې حال کې چې په هغه زمانه کې علوم دنن ورځ په پرتله دومره پرمختګ نه وکړی نو ځکه افلاطون پرقوانینوکې، دینیات او اخلاقیاتو ته ډېره ترجیح ورکړې ده
افلاطون د افرادو داصلاح لپاره،چې کومې سزا ګانې تجویز کړې وې د هغو په هکله یې ویلي :عدالت باید له دغوسزاګانونه سرغړونه ونه کړي باید مجرمینوته د قانون پراساس دغه سزاګانې ورکړل شي، جرم له افرادونه په یوډول نه یوډول کیږي، خو سزا ورته دقانون په مطابق اړینه ده،دغه سزا له بد نیته نه ورکول کېږي بلکې دهغه داصلاح لپاره ورکول کېږي، چې په راتلونکې کې دغه ډول جرمونه و نه کړي.

افلاطون وايي،اخلاقي خرابي له ټولنې نه پیداکېږي ځکه، چې انسان له خپلې ارادې او له اختیارڅخه مختلف کارونه کوي نو پردې اساس ددغو اعمالو او افعالو ذمه وار ي پرچا اړول نه دي پکار.
نو پرهمدې خاطر افلاطون د ټولنې او د افرادو دښه اصلاح لپاره پخواني مروجه سزاګانو کې هېڅ کموالی رانه وست بلکې نورې یې هم په سې سختې کړې.
یو ښاري دقانو او د دودونو درناوی هغه وخت کوي، چې هغه ته د حکومت له خوا ښه تعلیم ورکړل شوی وي، نوپردې اساس افلاطون تعلیمي نظام په ډېرتفصیل سره بیان کړی دی، په داسې حال کې، چې دلته دافلاطون دفلسفې موخه محافظان پیداکول دي نو پرهمدې خاطر یې لومړی په ثانوي تعلیم باندې ډېرزور اچولی دی ددې په پرتله یې نصب العین تعلیم لورته يې ډېره کمه توجوکړې ده.
نوموړي زده کړې دهرانسان حق بولي او وايي، چې دا هېواد دنده ده، چې ماشومانو ته دښه تعلیم اسانتیاوې برابرې کړي،لکه څنګه، چې افلاطون په خپله مثالي ریاست کې ویلو، چې ماشومان د ې له ماشوموالي نه دحکومت په نګرانۍ کې وي،چې درې کلنۍ کې دې ورته دلوبو او ورزش اسانتیاوې دې ورته برابرې شي همدارنګ په شپږکلنۍ کې دې نجونې او هلکان په ځانګړي حکومتي ښونځیوکې شامل شي په ښو ونځيوکې دې دماشومانو لپاره لوبځایونه او دورزش لپاره ورته دې ځانګړي ځایونه په پام کې ونیول شي، په لومړي څلورو کلنوکې دې، چې دزدکړې لومړنۍ مرحله وي ماشوموانو ته دې د آس سوارلۍ ا و نېزه بازۍ په هکله درس ورکړل شي او په لس کلنۍ کې دې ورته د ادب او په دیارلس کلنۍ کې دې ورته د موسیقۍ په هکله د رس وکړل شي او د پينځه ویشت کلنۍ نه دې ورسته ورته د واده اجازه ورکړل شي.
دهر هېواد سیاسي او اداريي بنسټ دهمغه هېواد په جغرافيي او پر تاریخي وا قعاتوباندې ولاړ وي ځکه، چې دا په قومي ژوند کې یوخاص رنګ پیداکوي خوسیاسي خیالات او سیاسي نصب العین دیو خاص ماحوله پورې محدود نه وي، په دې کې شک نه شته، چې یوقوم به دبل قوم له خیالاتو او نصب العین څخه متا کیږي.
د یونان ښاري هېوادونه په پرپه سې توګه دسکندرعظم دسلطنت برخې جوړې شوې او دافلاطون زدکړې چې له ډېرې تجربې نه ډکې وې دلته په درد دوا نه شوې.
له دې نه وروسته افلاطون د وقیعاتو اود تجربوله حده اوړي او خپله سیاسي فلسفه دانساني نفس ته ځانګړې کوي، په داسې حال کې، چې دغه فلسفه یې ډېرګټوره ثابتیږي پرقرون وسطی باندې ددغې فلسفې او د افلاطون دقانون نومې کتاب ډېره او ګټوره اغېزه کړې ده.
افلاطون دمملکت بنسټ په اخلاق او په مذهب باندې ولاړ و.
دسیاست په تاریخ کې د افلاطون ترټولومهم او دیادونې وړ یادګار دهغه مثالي مملکت دی
سررو،سینټاګسټاین او سرټامس مورني، چې کومه خاکه دمثالي مملکت دنیا ته وړاندې کړه ده دې ښاغلو د افلاطون له مثالي مملکت له خاکې تقلید کړی دی.
د افلاطون دغه مثالي خاکه دډېرو اروپایانو په درد وخوړه.
ګرین، بسانکټ او دې ورته داسې نور... مفکرین د افلاطون له جمهوریت نومې کتاب نه ډېرمتاثره شوي دي دوی دامنلې ده، چې دمملکت په زریعه باندې نیکۍ او ښېګڼه ترلاسه کېدای شي او ددې ترڅنګ بشپړخیر همغه وخت شونې دی، چې هرانسان خپل فرایض وپېژني او پرخپل وخت یې واداکړي
دیادونې ده،چې عقل، او پوهه دانسان مظهردی.
افلاطون یونان روایتي فضایل په خپله مثالي ریاست کې ډلبندي کړي دي، نوموړي ویلي، صبراو استقامت منفرده خوبي ده، همت او حوصله دعسکري طبقې وصف دی او دانايی دحکمرانانو د امتیاز نښه ده، څلورمه خوبي انصاف دی، چې بایدله هرانسان سره وشي،انصاف په ټولنه کې نظم رامنځته کوي عادلانه ریاست هغه دی چې له چاسره انصاف وشي او د ټولنې ټولو غړو ته په یوه سترګه وکتل شي، هرسړی بایدخپل کار په ښه توګه ترسره کړ ی او همدارنګ هرچاته باید په خپل حق ورکړل شي،
افلاطون دانسان روح په درې برخو وېشي، منطقي برخه، ارادیي برخه، او اشتهایي برخه عادل شخص هغه څوک دی، چې خپل منطقي عنصر، اودکلکې ارادې پرمټ خپه اشتهاوې په خپله ولکه کې وساتي.
د افلاطون دخپل اخلاقي نظام په هکله وايي، نیکي علم دی او دا زدکول کېږي او په دې باندې پوهېدل ډېراړین دي.
لکه څنګه مو، چې مخکې وویل افلاطون لپاره مطلق صورت نیکي ده دی داهم و ايي، چې پرنېکۍ باندې پوهېدل نیکي کول دي ددغې نتیجې سرچینه او ماخذ دافلاطون یقین دی، چې اخلاقي انسان په حقیقت کې مسرور انسان وي په داسې حال کې افراد تل خپل مسرت غواړي نو پرهمدې خاطر تل دښوکارنو غوښتونکی وي.