د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان د اماراتو لوبډلې ته په ۵۹ منډو ماته ورکړه

کرکټ څانګه 14.04.2010 23:08

افغانستان د متحده عربي اماراتو A لوبډلې ته په ۵۹ منډو ماته ورکړه. بيټنګ لومړی افغانستان وکړ. سره د دې چې افغانستان لومړۍ څلور ويکټې زر زر له لاسه ورکړې، د افغانستان محمد نبي د ۸۵ منډو، کريم صادق د ۳۵ او ريس احمدزي د ۲۳ منډو په جوړولو د افغانستان منډې ۱۷۵ ته ورسولې.

په ننۍ لوبه کې د محمد نبي شپږيزو او څلوريزو بې شانه خوند اچولی و او د ډهلونو اواز ته اتڼ کونکي افغانان نه ټينګېدل.

نن د افغانستان په لوبډله کې آل راونډ محمد نبي عيسی خېل او تېز توپ اچونکی (زمری) حميد حسن هم وو. دواړو نن لوبې ته بل ډول رنګ ورکړی و. محمد نبي که په توپ وهنه کې وځلېد، حميد حسن دوه ښکلې ويکټې واخيستې.

 لنډ سکور کارډ:

لوبډله منډې اورونه سوځېدلي
افغانستان ۱۷۵ ۲۰ ۵
امارات ۱۱۷  ۱۸ ۱۰

 

                 اماراتو په څلورو اورونو کې ۲۹ منډې جوړې کړې وې او یو لوبغاړی يې سوزیدلی و

                   افغان لوبډله د اماراتو توپوهونکې په خوشحالۍ رخصتوي

   

                    محمد نبي نن ۸۵ منډې په ۳۷ توپونو  وکړې او له خپلې لوبې راځې ښکارې

                  نن بیا د ملي لوبډلې د لوبې لیدلو ته ګڼ شمېر افغانان راغلي و

            

                     کمکیانو هم دخپل هیواد جنډې له غاړې تاوې کړي وي او اتلان يې ښې لوبې کولو ته هڅول

د لوبې په ګټلو د خوشحالۍ څخه افغانان لوبغاړو ته ودریدل .او ژوندی دې وي افغانستا په چغو یې بدرګه کړل

                             د لوبې د پای څخه وروسته لوبغاړې  د منډې تمرین کوي

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډله سبا ماښام  اوه بجې هم یوه تمریني شل اوریزه لوبه د متحده اماراتو د لوبډلې سره لري.

ملي لوبډله سبانه بل سبا یعنې  په ۱۶ تاریخ د انګلستان  د هیواد له لارې  د غرب الهند ټاپوګانو ته د شل اوریز نړیوال  اتلولیو لپاره روانیږي، لومړی به د اس ټې لویس په ټاپوکې  د غرب الهند ملي لوبډلې ، ایریلینډ او دوه سیمیزو لوبډلو سره تمریني لوبې کوي.

 د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د اپریل په لومړۍ نېټه د هندوستان هیواد او بله په پنځمه نېټه د بربډوس په ټاپو کې له سویلې افریقا سره ده.