د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

كرزي سره هوكړه وشي

جاويد صبوري 11.04.2010 14:49

كرزي سره هوكړه وشي
فريد زكريا، نيوز ويك
ژباړن: جاويد صبوري

ولسمشر اوباما په پرله پسې توګه وايي چې هغه پتيلې د افغانستان جګړه په ګټي. هغه ايالتي وحدت ورځ سږكالنۍ وينا كې وويل:"سختې ورځې مو پر مخ پرتې دي، خو زه په بشپړه توګه ډاډه يم چې بريا به زموږ وي." خو دې سره سره، بيا هم هغه د خپلې بريا چانسونه په پرله پسې توګه په افغانستان كې د خپل يوازني هوډمن او باوري شريك، حامد كرزي په رټلو، كمزوري كولو او پر هغه د نيوكو كولو سره، اغېزمنوي.

راځئ ددې لپاره چې بحث پيل كړو، داسې انګېرو چې افغان ولسمشر ناموثر او فاسد دى. ان كه ټول تورونه رښتيا هم وي، يو دليل شته چې بايد له هغه څخه ملاتړ وشي: بل بديل نشته. يو بهرنى ځواك نشي كولاى چې د بلاواګرو پر وړاندې يو بريالى كمپاېن پرمخ يوسي، تر څو داسې يو سيمه ييز شريك ونه لري چې لږ تر لږه تر يوې كچې د ولس ملاتړ ونه لري. په افغانستان كې داسې يو څوك بايد د هيواد له بانفوذه مليتي توكم، پښتنو، داسې يوه پېژندل شوې څېره وي چې د متحدو ايالتونو سره شريكې ګټې لري.

كرزى تر ټولو پېژندل شوى او بااعتباره سياستمدار دى چې دغه معيارونو سره برابر دى. د هغه د ګڼ شمير نيمګړتياوو سره سره، هيڅ څوك نشي كولاى دا معيارونه د هغه په څېر پوره كړي. او هغه د هېواد منتخب ولسمشر دى- په داسې يوه بهير كې د دويم ځل لپاره وټاكل شو چې د يو څه ستونزو وروسته د ملګرو ملتونو او نورو نړېوالو بنسټونو لخوا ومنل شو. كه څه هم په ټاكنو كې شديده درغلي وه، [خو] د ګوتو په شمير څېړونكي په دې اند دي چې د هغه سيال، ډاكټر عبدالله چې تاجك لږه كۍ سره تړاو لري، به دا ټاكنې ګټلى واى كه چيرې سيالي رڼه ترسره شوى وى. اوس نو د كرزي ليرې كولو لپاره يوازينۍ عملي لار نظامي كودتا ده، كومه چې به ډيره ويجاړونكې او بې پته كونكوې وي چې ان پر بحث كولو هم نه ارزي.

پايله دا چې موږ نشو كولاى هغه بدل كړو، او موږ له هغه پرته بريا نشو ترلاسه كولاى. خو دې سره سره، د اوباما اداره له پيله پر هغه )كرزي( په ډاګه نيوكه كوي. دوه كاله وړاندې جو باېډن )چې هغه مهال يو سناتور و( ډير په تكبر سره يې د غرمې ډوډۍ ميلمستيا پرېښودله او ووت. تيره مياشت د ملي امنيت مشاور جېمز جونز وويل چې اوباما به كرزي ته د مخامخ خبرو فرصت وركړي. په رسنيو كې داسې ګزارشونه راغلل چې سپينې ماڼۍ ته د ولسمشر كرزي د مې مياشتې ۱۲مې نېټې سفر ددې پرځاى چې نېټه يې بدل كړل شي، لغو كړل شوى. او بيا وروسته د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ ګېبز وويل چې سپينه ماڼۍ د كرزي ويناوې څېړي، تر څو دا په ډاګه شي چې سپينې ماڼۍ ته د هغه سفر به "رغوونكى" وي.

راځئ داسې ونګېرو چې كرزى يو بېكاره، تل بدلېدونكى او زيات احساساتي سړى دى. او راځئ چې دا ومنو چې هغه داسې يو سيستم پرمخ وړي چې په فساد كې ډوب دى. آيا كوم څوك واقعاً په دې باور دى چې د هغه ځاى ناستى به يو هوښيار مدير او يو متدين سړى وي؟

د هغه څه په اړه چې موږ غږېږو، هغه افغانستان دى، د نړۍ له پنځو بې وزلو هېوادونو څخه يو، په ديرش كلنې جګړې كې ويجاړ شوى، قبيلوي كلتور درلودونكى او په نړۍ كې د بې سوادۍ تر ټولو ټيټې كچې درلودونكو هېوادونو څخه. په داسې يو ځاى كې كار كول به د هر چا لپاره ستونزمن وي. او كه كرزي سره له انصافه كار واخلو، نو په تيرو څو مياشتو كې هغه د ځينو موضوعاتو لكه ملكي خدمتونو، د پوليس رېفورم او سيمه ييز حكومتونه او ان د فساد پر وړاندې صحيح ګامونه پورته كړي دي.

د يوې شيبې لپاره كرزى د عراق لومړي وزير نوري المالكي سره پرتله كړئ. كله چې مالكي د ۲۰۰۶ كال په اپريل كې دنده ترلاسه كړه، نو د ورځې لخوا به يې د متحدو ايالتونو سره له شراكت څخه ويل، او د شپې لخوا به يې هغه شيعه ملېشو سره ناسته پاسته كوله چې امريكايي سرتيري به يې وژل. د هغه ماليې وزير، بيان جبر، په ډاګه دا ومنله چې كله هغه د كورنيو چارو وزير و نو وژونكو ډلو به د همدغه وزارت )كورنيو چارو( له دننه خپلې كړنې پرمخ وړلې. په عراق كې فساد په ملياردونو ډالره و، نه د افغانستان په څېر په مليونو، دې سره سره امريكا په دې پوهېده چې په څرګنده توګه د مالكي پر وړاندې ودرېدو سره به د امريكا كار نور هم ستونزمن شي. كرزى، د مالكي په څېر، د هغه ګڼ شمير سيمه ييزو مشرانو څخه ښه دى چې په تيرو څو لسيزو كې موږ وسره ملګرتيا لرلې ده.

دا په دې مانا نه ده چې امريكا دې په خصوصي ځايونو كې پر كرزي فشار نه راولي. خو دلته اصلي ټكې په"خصوصي" ځايونه دى. د پاكو احساساتو په ډاګه كول ښايي هغه وخت ښه كار وي چې په خصوصي چاپېريال كې ياست، خو په حكومت كې دا كار له خپل حده تيرېدل دي. زړه تشول، د بهرني سياست په مانا نه دي.

د فارن پالېسي په وروستۍ ګڼه كې د پروفېسر شيري بېرمن يوه ليكنه راغلى چې په دا په ډاګه كوي چې په افغانستان كې اصلي ستونزه د دولت جوړول دي، نه ملت جوړول. تاريخ دا ښودلې چې ددې كار لپاره، د سياسي قدرت او ځواك مركزي كولو، اوږد او دروند او ستونزمن بهير ته اړتيا ده. په بله وينا، د كابل حكومت به د وخت په تيرېدو سره ځواكمن شي. د كرزي اغېزمنول به ګټه ونكړي. د اوباما اداره بايد په دې پوهه شي چې په واقعي نړۍ كې كرزى د هغوى تر ټولو ښه شريك دى. او كله چې هغه د مې مياشتې په ۱۲مه سپينې ماڼۍ ته راځي، د هغه په وياړ سرې قالينې اوارې كړي.