د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د جګړو بيا پيلېدل؛ د كوكنارو فصل ختمېدو نښه

جاويد صبوري 09.05.2010 15:39

د جګړو بيا پيلېدل؛ د كوكنارو فصل ختمېدو نښه
سبسټيان آبوټ، اى پي
ژباړن: جاويد صبوري

د افغانستان د سويلي ولاېت د ژیړۍ ولسوالۍ د غونډې غر په سیمه كې چې د طالبانو ځواكمن مركز دى، د جمعې په ورځ يو ځل بيا د مردكيو شپيلي په دغه كې د كوكنارو كروندو حاصل غونډېدو د پاى نښه وه، ځكه وسله والو يو ځل بيا له كرنې څخه فرصت ترلاسه كړ تر څو پرناټو او افغان ځواكونو بريدونه ترسره كړي.
د متحدو ايالتونو سرتيرو وار د مخه د كندهار په ژيړۍ ولسوالۍ د يوې وړې غونډۍ پر سر د دغې جګړې لپاره مورچل نيولې وه. دې جګړې په ناكراريو كې هغه درې اوونيزه آرامي له منځه يوړه چې طالبانو په كې خپل پام د كوكنارو محصول او مالياتو راغونډولو ته اړولى وو، هغه څه چې د هغوى د عايد يوه لويه سرچينه ده.
طالبانو ته په داسې يوه مهال چې ناټو د دې ډلې پر اصلي روحاني مركز، كندهار كې خپلو وروستيو نظامي عملياتو چمتووالى زياتوي، د سرچينو پيدا كول ډير مهم دي. نظامي كارپوهانو د كندهار عمليات د خپل كابو ۹ كلن جنګ تخت يا تخته بللې. جګړن ارون كرېسټنسن چې له غونډۍ غر له پاسه هغه هيلكوپټر ته ځير شوی چې كابو دوه نيم كيلومټره هاخوا پر هغه طالب وسله والو بريدونه كوي چې پر يوې امريكايي ګزمې يې بريد كړى، وايي: "دا په وروستيو اوونيو كې تر ټولو زياتې ډزې دي چې كېږي. د كوكنارو حاصل به هرومرو اخيستل شوى وي."
د ملګرو ملتونو شمېرو سره سم افغانستان د نړۍ ۹۰ سلنه هيروينو خام مواد برابروي او طالبان له دې دركه كابو درې سوه مليونه ډالرعايد ترلاسه كوي.
تير كال كندهار په يوازې توګه د افغانستان د ټول توليد شوي كوكنارو ۱۶ سلنه توليد كړې وه چې تر ګاونډي هلمند وروسته په دويمه درجه كې و. په كندهار كې د كوكنارو اصلي توليدونكې ولسوالۍ ژيړۍ، پنجوايي او ميوند دي.
ډلګى مشر راېن شيران وايي: "ما په رښتيا هم د كوكنارو د فصل وخت د طالبانو پر كړنو چندان اغېزمن نه بللو. د طالبانو عمليات واقعاً هم د هېڅ په لور لاړل."
د لومړي كنډك قومندان جګړن جوناتن لېسمن په وينا "دغه ټول يو ناڅاپه د جمعې په ورځ بدل شول. سهار وختي د سړك غاړې يوه بمي چاودنه د ملي اردو د سرتيرو پر هغه موټر وشوه چې د كندهار ښار په لور ځي او د غونډۍ غر په ۲ كيلومټرۍ كې پروت دى." له دغې چاودنې وروسته يوولس دقيقه شديده جګړه ترسره شوه.
لېسمن وايي چې كابو يو ساعت وروسته وسله والو د امريكايي ځواكونو پرهغه كنډك بريد وكړ چې د غونډۍ غر ختيځ ته يې يو موقت پلټن ځاى جوړ كړى و. په راتلونكي نيم ساعته جګړې كې سرتيرو د ډزو او نارنجكو په ګوزارولو او له هوا څخه كېوا هليكوپترونو توغندي پر وسله والو توغول چې له امله يې لوخړې او لوګي هوا ته پورته كېدل.
خو دا روښانه نه شوه چې په دغه دوو پېښو كې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې او كه نه؟ د امريكايي ځواكونو هغه ډلې چې بريد پرې شوى وو اصلاً د ژيړۍ ولسوالۍ د لكو خيل نومي سيمې كې مستقر دي، هغه ځاى چې غونډۍ غر په څېر د غونډۍ پر سر نه دى پروت او له كبله يې تل د طالبانو تر بريد لاندې راځي.
لېسمن وايي: "اوس د حاصل اخېستلو وخت په تيرېدو دى، موږ به هرو مرو د سړك غاړې بمي چاودنو او د افغان او ائتلافي ځواكونو پر وړاندې د بريدونو زياتېدو شاهد اوسو."
طالبان په ميوند، ژيړۍ او پنجوايي ولسواليو كې زيات نفوذ لري، تر دې چې وروستنۍ دوه ولسوالۍ كابو ټولې د طالبانو په لاس كې دي.
افغان حكومت په دغه درې ولسواليو كې په ۲۰۰۷-۲۰۰۸ كلونو كې خپلې هلې ځلې د كوكنارو له منځه وړلو لپاره زياتې كړې چې له امله يې هغه بزګرو له طالبانو څخه خپل ملاتړ زيات كړ چې د خپلو كروندو خونديتوب لپاره يې پر طالبانو ډډه وهله.
ناټو ځواكونه چې اوس دغه ولسوالۍ تر خپل څار لاندې لري هڅه كړې د دغه فکر پر وړاندې مبارزه وكړي، داسې چې هغوى بزګرو ته وايي چې هغوى به كروندې نه خرابوي، خو د هغو قاچاقبرو پر وړاندې به اقدامات كوي چې دغه ترياك ماركېټ ته رسوي- څه چې معمولاً ستونزمن دى.
طالبانو هڅه كړې چې د ناټو دغه پيغام په ژيړۍ او مېوند ولسواليو كې ناكاره كړي، داسې چې هغوى بزګرانو ته وايي، د ناټو ځواكونو هيلكوپترو پر سږني فصلونو كيمياوي مواد شيندلي. د كروندګرو په وينا دې تبليغ تر يوې كچې كار هم وركړى، ځكه سږكال د نباتي ناروغيو او د اوبو نشت له امله د تېر ۲۰۰۹ كال په پرتله په حاصلاتو كې ۷۵ سلنه كمښت راغلى.
كنډك مشر لېسمن او د هغه سرتيري د غونډۍ غر شاوخوا پاتې ځينو كروندو كې چې لا اوس هم ځينې بزګر خپل حاصل غونډوي په كزمې كولو سره هڅه كوي د طالبانو دغه تبليغ بې ځايه ثابت كړي. خو هغه خپل ټول پام د خپلو سرتيرو خونديتوب ته اړولى چې هره شيبه كېداى شي تر بريد لاندې راشي.
لېسمن وايي: "په جګړو او ناكراريو كې كمښت يوه ستونزه زېږولې، سرتيري بې غوره شوي. خو اوس يو ځل بيا هر څه د پخوا په څېر دي.