د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حكومت د ځمكې پر سر شخړو هوارولو كې پاتې راغلى

جاويد صبوري 07.05.2010 18:56

څه موده وړاندې د بلخ ولاېت په چمتال ولسوالۍ كې د ځايي عربانو او كوچي مالچرو تر منځ د ځمكې پر سر لانجه راپورته شوه، چې له امله يې د امنيتي چارواكو په وينا له دواړو خواوو څخه د درې مېرمنو په ګډون ۲۰كسان ټپيان شول.
د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف تاج په وينا د چمتال ولسوالۍ په قزل قودك كلي كې د غويي په دويمه نېټه د عربانو او كوچيانو ترمنځ د ځمكې پر سر په شوې لانجې كې، له وهلو ټكولو وروسته له داوړو لوريو څخه د درې مېرمنو په ګډون ۲۰كسان ټپيان شول. نوموړى زياتوي چې دواړه لوري پر يو بل د ځمكې غصبولو ادعاوې كوي.
كوچيان ادعا لري چې عربانو د هغوى ورشوګانې )مالچرونه( په كرنيزو ځمكو اړولي، خو په سيمه كې مېشت عربان ياده شوې ځمكه مالچر نه؛ بلكې خپله شخصي ځمكه بولي.
تيرو شاوخوا نهه كلونو كې؛ د طالبانو د امارت له ړنګېدو راوروسته، د افغانستان حكومت په پرله پسې توګه د هيواد په بېلابېلو سيمو كې نه يوازې د كوچيانو او نورو سيمه ييزو اوسېدونكو ترمنځ د شخړو او جنګونو شاهد پاتې شوى، چې د په ځينو سيمو كې د مېشته قومونو ترمنځ هم د ځمكو، غرونو، ځنګلونو او سيندونو پر سر د لانجو او وسله والو جګړو شاهد وو. شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د ننګرهار په شينوارو ولسوالۍ كې د سيمې د دوو قومونو ترمنځ جګړه وشوه چې په پايله كې يې لسكونه كسان ټپيان او څو كسان ووژل شول.
وړم كال د كوچيانو او د مېدان وردګو ولاېت په بهسود سيمه كې د ځايي خلكو او كوچيانو ترمنځ كلكه وسله واله نښته وشوه، چې په پايله كې يې دواړو خواوو ته كلك ځاني او مالي تاوان ورسېد.
د ځمكو پر سر لانجه يوازې كليوالو او لرې پرتو سيمو ته محدوده نه ده، بلكې د كابل ښار په ګډون د هېواد په نورو لويو ښارونو كې هم د ښاري نمرو پر سر سلګونه لانجې او شخړې شته دى. يوه ښاري نمره د جعلي قبالو له لارې په لسګونه كسانو پلورل شوي، دوتلي ځمكې غصب كړل شوي، او د نورو كسانو پر ځمكه كورنه او ودانې جوړې كړل شوي.
د طالبانو د واكمنۍ تر ړنګېدو وروسته، په پرله پسې توګه لنډمهالې، انتقالي او بيا انتخابي حكومتونو تل د كوچيانو او نورو قومونو ترمنځ د ځمكې او ورشو پر سر د حل لار په واضيح او څرګنده توګه ويلې، چې هماغه د كوچيانو مېشت كول دي، خو تر اوسه يې په دغه برخه كې رغنده ګامونه نه دي پورته كړي.
كه څه هم افغان حكومت د هيواد په بېلا بېلو ولاېتونو كې كوچيانو لپاره ښارګوټي په پام كې نيولي او په ځينو سيمو كې يې هغوى ته دغه ځمكې وېشلې هم دي. خو ښايي د چارواكو له مېشت كولو څخه غلط برداشت كړى وي. دا د كوچيانو حق دى چې ښاري ژوند ولري، خو آيا دا منطقي ده چې داسې يو كس چې كلونه كلونه يې په ورشوګانو كې د كېږدۍ ژوند كړى، يو ناڅاپه ښاري ژوند ته ولېږدوو؟ البته چې داسې نشو كولاى. په ښارونو كې د هغه كوچي مېشت كول چې پرته له مال څرولو څخه بل څه نشي كولاى، په حقيقت كې د هغه د وژلو په مانا ده. هغه كوچى چې په ښار كې مېشت شوى، نشي كولاى په ښار كې خپلې سلګونه مېږې وڅروي. نو بالاخره د ډوډۍ پيدا كولو لپاره څه وكړي.
له همدې كبله بايد لومړى كوچيانو پر كرنيزو ځمكو مېشت كړل شي. له نيكه مرغه په افغانستان كې د كرنيزو ځمكو )البته د دښتو په بڼه( كمښت نشته. كه څه هم اوس مهال له هغه ځايه چې د څارويو روزلو عصري فارمونه په هيواد كې نشته، ګوچيګري يوه اړتيا ده تر څو په هيواد كې څاروي وروزل شي، خو ددې سره سره بايد كوچيګري په كراره او سيستماتيك ډول له منځه يوړل شي. ددې كار لپاره بايد كوچيان لومړى په داسې ځايونو كې مېشت كړل شي، چې له يوې خوا هغوى وكولاى شي خپل څاروي وڅروي او له بلې خوا كرار كرار په بزګرۍ پيل وكړي او د ټولنيز تكامل قانون سره سم، له بزګرۍ څخه ووځي او د ښاري ژوند په لور ګامونه پورته كړي.
دې سره په ورته وخت كې بايد د څارويو روزلو لپاره عصري فارمونه جوړ كړل شي، چې څومره كوچيګري په سيستماتيك ډول له منځه ځي، هومره د هيواد اړتيا د څارويو او لبنياتو له اړه پوره كړل شي.
كه څه هم په ښاري سيمو كې د ځمكې غصبولو مسله هم مهمه ده، خو هومره چې په كليوالو سيمو كې د ځمكې پر سر لانجه د وسله والو ترپګنيو باعث كېږي، له نيكه مرغه داسې موارد په ښارونو كې زيات نه دي.
خو د افغانستان حكومت تل ددغه شان لويو ستونزو په هوارولو كې ضعف ښودلې، او هڅه يې كړې چې د جرګو او خبرو اترو له لارې يوې ستونزې ته موقتي حل لار پيدا كړي. نه دا چې په رغنده او كلك اقداماتو سره ددې ستونزې جرړې له بېښه وباسي.