د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

جاويد صبوري

11.05.2010 10:04    |   جاويد صبوري افغانستان ته پر خپلو مرستو د متحده ايالتونو بيا كتنه

په يوه تازه خپاره شوي راپور كې د افغانستان د بیا رغونې د لګښتونو او مالي چارو کنټرول د خاص پلټونکي مرستیال جان برومیټ وایي، د امریکا د متحده ایالاتونو كانګرېس د ۲۰۰۲ زېږديز كال راپدېخوا افغانستان سره شاوخوا يو پنځوس نيم مليارد ډالره مرسته كړې. د افغانستان لپاره د امریکا د لګښتونو بودجه چې د ۲۰۱۱ مالي کال او دغه راز د روان ۲۰۱۰ کال اضافي لګښتونه هم په کې شامل دي، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د موجودې بودجې په سلو کې ۳۸ زیاته ده. د افغان حکومت ونډه زیاتیږي

11.05.2010 09:53    |   جاويد صبوري د امریکا مالیه ورکوونکو ته د افغانستان د جګړې بیه

ولسمشر اوباما په فبرورۍ كې د افغانستان جګړې تمويلولو لپاره د لا زياتو پيسوغوښتنه وكړه. د هغه دغه غوښتنه لا تراوسه په دې خاطر نه ده منل شوې چې قانون اېښودونکي (وكيلان) پر نورو لومړيتوبونو كار كوي.

09.05.2010 13:39    |   جاويد صبوري د جګړو بيا پيلېدل؛ د كوكنارو فصل ختمېدو نښه

د جګړو بيا پيلېدل؛ د كوكنارو فصل ختمېدو نښه سبسټيان آبوټ، اى پي ژباړن: جاويد صبوري

07.05.2010 17:56    |   جاويد صبوري حكومت د ځمكې پر سر شخړو هوارولو كې پاتې راغلى

څه موده وړاندې د بلخ ولاېت په چمتال ولسوالۍ كې د ځايي عربانو او كوچي مالچرو تر منځ د ځمكې پر سر لانجه راپورته شوه، چې له امله يې د امنيتي چارواكو په وينا له دواړو خواوو څخه د درې مېرمنو په ګډون ۲۰كسان ټپيان شول. د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرووف تاج په وينا د چمتال ولسوالۍ په قزل قودك كلي كې د غويي په دويمه نېټه د عربانو او كوچيانو ترمنځ د ځمكې پر سر په شوې لانجې كې، له وهلو ټكولو وروسته له داوړو لوريو څخه د درې مېرمنو په ګډون ۲۰كسان ټپيان شول. نوموړى زياتوي چې دواړه لوري پر يو بل د ځمكې غصبولو ادعاوې كوي. كوچيان ادعا لري چې عربانو د هغوى ورشوګانې )مالچرونه( په كرنيزو ځمكو اړولي، خو په سيمه كې مېشت عربان ياده شوې ځمكه مالچر نه؛ بلكې خپله شخصي ځمكه بولي.

04.05.2010 14:02    |   جاويد صبوري د تبليغاتو پر مټ، موخې نه ترلاسه كېږي

د اى ډبليو پي ار په يوه وروستي راپور كې ويل شوي چې په سويلي هلمند ولاېت كې يو ځل بيا د كوكنارو بازار ګرم او بيه یې لوړه شوې ده. اې ډبليو پي ار د حاجي فتح خان چې د نادعلي په څېر يوه ناكراره ولسوالۍ كې اوسيږي، له خولې ليكي چې سږ كال پسرلى ورته د خوښيو ډګ و، ځكه د هغوى د كوكنارو محصولاتو زيات پيرودونكي ځان ته جلب كړي. فتح خان اې ډبليو پي ار يا د جګړې او سولې ګزارش وركولو انسټېټوټ ته ويلي: "دوه كاله وړاندې يو كيلو ګرام ترياك په دوه سوه امريكايي ډالرو پلورل كېدل، خو سږكال يو كيلو په ۱۰۰۰ امريكايي ډالرو پلورل كېږي."

03.05.2010 12:22    |   جاويد صبوري د اوبو بندونو جوړول؛ د خود کفايۍ پر لورهڅه

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په راتلونکو درېو مياشتو کې به د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د اوبو پر څلورو لویو بندونو کار پيل شي.

01.05.2010 13:16    |   جاويد صبوري په شل اوريزه سياليو كې به د افغانستان بخت بېدار وي

نن چې افغانستان د شل اوره نړېوالو لوبو كې د هند پر وړاندې دريږي، د كرېكټ لوبيدلو بدلونونه به په چټكۍ سره رامنځته شي.

01.05.2010 12:27    |   جاويد صبوري په شل اوره سياليو كې به د افغانستان بخت بېداره وي

نن چې افغانستان د شل اوره نړېوالو لوبو كې د هند پر وړاندې دريږي، د كرېكټ لوبيدلو بدلونونه به په چټكۍ سره رامنځته شي. هند د كرېكټ اقتصادي غول دى. د كرېكټ ټوليز عاېد درې پر څلورمه له هند څخه ترلاسه كېږي. د هندې لوبغاړو خوښونكي يا فېنز او شتمنۍ مليونونو ته رسيږي. افغانستان د دې ټورنمېنټ نوې راڅرګندېدونكې لوبډله ده چې د دې لوبې په لويو ډګرونو كې خپل پل پرېږدي. دا د كرېكټ نه باور كېدونكې څېره ده.

13.04.2010 12:32    |   جاويد صبوري د افغانانو ټيټه بيه د هغوى د وژل كېدو لامل

وړمه ورځ يو ځل بيا د ناټو ځواكونو بې وسلې ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله. دغه پېښه د كندهار هرات پر لويه لار هغه مهال رامنځ ته شوه چې ناټو ځواكونو د سپرليو پر يوه ٣٠٣ موټر ډزې وکړې، چې له امله يې د دغه موټر شپږ تنه سپرلۍ وژل شوې دي.

11.04.2010 12:49    |   جاويد صبوري كرزي سره هوكړه وشي

ولسمشر اوباما په پرله پسې توګه وايي چې هغه پتيلې د افغانستان جګړه په ګټي. هغه ايالتي وحدت ورځ سږكالنۍ وينا كې وويل:"سختې ورځې مو پر مخ پرتې دي، خو زه په بشپړه توګه ډاډه يم چې بريا به زموږ وي." خو دې سره سره، بيا هم هغه د خپلې بريا چانسونه په پرله پسې توګه په افغانستان كې د خپل يوازني هوډمن او باوري شريك، حامد كرزي په رټلو، كمزوري كولو او پر هغه د نيوكو كولو سره، اغېزمنوي.

11.04.2010 12:11    |   جاويد صبوري پاكستان په اساسي قانون كې بدلون؛ چا، څه وخت او څه شى

د پاكستان پارلمان هڅه كوي چې د دغه هېواد په اساسي قانون كې هغه بدلونونه له منځه يوسي، كوم چې پخواني پوځي مشر جنرال پرويز مشرف رامنځ ته كړي وو. تر دې وړاندې په كال ۱۹۹۷ كې نواز شريف د بې نظير له بشپړ ملاتړ سره د جنرال ضياالحق لخوا هغه بدلون له اساسي قانون څخه ليرې كړ چې په مټ يې د پاكستان ولسمشر حق درلود، پارلمان په هر دليل چې وي، ړنګ كړي. د پاكستان اوسنى اساسي قانون په كال ۱۹۷۳ كال كې نافذ شو خو په لومړنيو پنځو كلونو كې په هغې كې پنځه بدلونونه رامنځته شول.

04.04.2010 11:58    |   جاويد صبوري بالاخره پښتونخوا، خو ولې اوس؟

د جمعې په ورځ د پاكستان "شمال لويديځ سرحد" ايالت نوم په رسمي توګه په "خېبر پښتونخوا" بدل كړ. د نوم په بدلېدو سره د پاكستان په بېلابېلاو سيمو كې له پېښوره نيولې تر چمنه، او له چمنه تر كراچۍ او كوټې او پشين او حيدر آباد پورې پښتنو اتڼونه او ميلې او خوښۍ وكړې. د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان په دغه مناسبت وويل: "نن دري شپېته كاله وروسته پښتنو د پاكستان په خاوره كې خپل نوم پيدا كړ، په حقيقت سره به له ننه وروسته موږ ټولې نړۍ ته دا ثابته كړاى شو چي پښتانه هم اوس د پاكستان په نقشه كې ځاى لري، دا زما لپاره تر ټولو د خوښۍ وړ خبره ده."

03.04.2010 17:36    |   جاويد صبوري په كندهار كې عمليات، يوه نوې "هيله"؟

په كندهار كې عمليات، يوه نوې "هيله"؟

29.03.2010 09:58    |   جاويد صبوري آيا رښتيا هم پاكستان نور له طالبانو ملاتړ نه كوي؟

د پاكستان بهرنيو چارو وزير محمود قريشي واشنګټن ته د خپل وروستي يوه اونيز سفر په ترڅ كې د جمعې په ورځ د امريكا ملي راډيو سره په يوې مركې كې وويل چې پاكستان نور له طالبان څخه ملاتړ نه كوي. د هغه په وينا"ملګري بدلېدای هم شي. داسې وخت وو چې په افغانستان کې طالبانو حکومت کاوه او پاکستان پرې خوشاله ووځكه د هغوی له درکه یې څان هوسا احساساوه. خو اوس موږ نه غواړو چې طالبان پر افغانستان واکمن شي."

21.03.2010 10:00    |   جاويد صبوري متحد ايالتونه ځانګړي ځواكونه مهاروي

په افغانستان كې د امريكا تر ټولو لوړپوړي قومندان جنرال مك كرېسټال د پرله پسې ملكي تلفاتو له ويرې او د جګړې په ډګر كې د نه همغږۍ له امله د لومړي ځل لپاره ځانګړي ځواكونه يا سپېشل فروسېز تر ډيره بريده تر خپلې قومندې لاندې راوستي دي.

14.03.2010 14:01    |   جاويد صبوري هند، روسي وسله خوښوي

نوې ډيلۍ د جنګې جېټونو، د الوتكو لېږدونكې او هستوي ريكټورنو پېرودلو پنځه قراردادونه امضا كړل د جمعې په ورځ هند له روسيې څخه د يوې الوتكې لېږدونكې، يو شمير مېګ ۲۹ ډوله جنګې جېټانو، دفاعي او فضايي ټكنالوژۍ او لږ تر لږه ۱۲ ملكي هستوي ريكټورونو په ګډون د ۷ ميلياردو ډالرو په ارزښت تجهيزاتو پېرودلو تړون لاسليك كړ.

07.03.2010 15:37    |   جاويد صبوري د انټرنېټي ماشوم روزلو د حقيقي ماشوم ژوند واخيست

د انټرنېټي ماشوم روزلو د حقيقي ماشوم ژوند واخيست

07.03.2010 13:32    |   جاويد صبوري مك كرېسټال خپل دويم نوښت وښود

په افغانستان كې د امريكا او ناټو عمومي قومندان جنرال سټېنلي مك كرېسټال پرون د يوه فرمان په ترڅ كې پر ټولو بهرنيو ځواكونو امر وكړ چې د افغان سرتيرو د حضور پرته نشي كولاى د شپې له خوا د عام ولس پر كورونو يرغل وكړي او و يې پلټي. د ناټو عمومي قومندان د دې ترڅنګ چې د شپې له خوا عمليات يې د بلواګرو په ځانګړي توګه د يو لړ "خطرناكو بلواګرو ډلو" د ځپلو لپاره د نړېوالو ځواكونو د مبارزې "اساسي برخه" ګڼلې، ويلي چې "آخر به د افغانستان خلك د دې عملياتو په اړه خپل قضاوت وكړي او موږ يوازې د هغوى په مرسته كولاى شو چې بريالي واوسو. تر ممكنه كچې پورې د بلواګرو د ځواك كمولو لپاره بايد د شپې عمليات په تاكتيكي، هوښيار او د شونتيا سره سم په شفافه توګه ترسره شي."

01.03.2010 12:22    |   جاويد صبوري نيوز ويك : لشكر طيبه به يوه نوې القاعده وي؟لومړۍ او دويمه برخه

په داسې حال کې چې امريكایيانو خپل پام د افغانستان او پاكستان د پولې په اوږدو كې د القاعدې اصلي مشرتابه نښه كولو ته اړولى، يوه چندان نه پېژندل شوې اسلامي وسله واله ډله د ځمكې پر سر د يوه بالقوه ګواښ په توګه راڅرګنده شوې. له تيرو پنځلسو كلونو راهيسې لشكر طيبه چې زياتره د "لېټ" په نامه پېژندل كېږي، هندي منافع ، په ځانګړې توګه د كشمير په لانجمنې سيمې كې تر بريد لاندې راوستي. خو لوېديځ او هندي استخباراتي كارپوهان وايي چې لېټ په زياتېدونكې توګه د بهرنيانو په نښه كول او په نړېواله كچه د خپلو جرړو پراخول غواړي- او دا چې دا ډله د دې توان لري چې له هند څخه بهر هم ويجاړونكي بريدونه ترسره كړي.

24.02.2010 17:24    |   جاويد صبوري دهالنډ حکومت ړنګ شو، نور اروپايي ځواكونه به له افغانستان څخه اوس ووځي؟

دهالنډ حکومت ړنګ شو، نور اروپايي ځواكونه به له افغانستان څخه اوس ووځي؟ رابرت ماركوېنډ كرېسن ساېنس مانېټور ژباړن: جاويد صبوري

23.02.2010 16:31    |   جاويد صبوري خپلواكې رسنۍ بايد د غونډې ابتكار لاس كې واخلي

ټاكل شوې چې د راتلونكي ۱۳۸۹ لمريز كال په لومړيو كې د هېواد د اطلاعاتو او كلتور وزارت لخوا د رسنيو او د هغوى د ستونزو او د حكومت نه پاملرنې په اړه د خبريالانو يوه سراسري غونډه جوړه شي. د اطلاعاتو او كلتور وزير سيد مخدوم رهين په وينا په دې غونډه كې به د رسنيو پر ستونزو، د حل لارو او په رسنيو كې د كار معياري كېدو په اړه خبرې وشي.

21.02.2010 14:18    |   جاويد صبوري "بز بزكۍ"(بې پیلوټه الوتکې) په افغانستان كې خپله ونډه زياتوي

كرېسټوفر ډريو ژباړن: جاويد صبوري كله چې تيره اونۍ امريكايي او ائتلافي ځواكونه د طالبانو ځواكمن پټنځاى، مارجه، ته ننوتل، هغوى واردمخه پوهېدل چې لسګونه درجنه بمونه په كومو ځايونو كې ښخ شوي. او كله هم چې تر بريد لاندې راغلي، هغوى له هغې وسلې څخه مرسته غوښتې چې د افغانستان په جګړې كې د پوځ تر ټولو چټكه وسله ده: ډرون )بې پيلوټه الوتكه(. د ډرون )بې پيلوټه الوتكې( كارونه په چټكۍ سره او پرته له دې چې د چا ورته پام شي، په افغانستان كې زياته شوه. اوس مهال هره ورځ هوايي پوځ شل پرېډيتور ډرون يا داړه مار بې پيلوټه الوتكې د افغانستان په پراخو سيمو كې چې مخالفين په كې اوسيږي، كاروي. دا د تير يوه كال پرتله دوه چنده دي.

20.02.2010 15:50    |   جاويد صبوري د سلما بند په جوړونه كې د ايران خنډونه

روانې اوبه د افغانستان له پراخو طبيعي سرچينو څخه شميرل كېږي. له بده مرغه تر اوسه افغانستان له خپل دغه زېرمې څخه مفيده ګټه نه ده پورته كړې. ويل كېږي چې د افغانستان بهاند سيندونه د كابو پنځه ويشت زره مېګا واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري، خو اوس مهال د ټول هېواد له سيندونو څخه ۷۰۰ مېګا واټو په شاوخوا كې برېښنا ترلاسه كېږي.

17.02.2010 13:19    |   جاويد صبوري د افغانۍ لوړه بيه، ملي اقتصاد ته تاوان

د افغانستان بانك رييس: د افغانۍ لوړې بيې له امله نه يوازې صادراتو تاوان كړى، چې افغانستان بانك هم ضرر ليدلى. محمود كرزى: د افغانۍ لوړه بيه نه يوازې پر صادراتو منفي اغېزه لري، بلكې پر صناېعو هم منفي اغېزه کوي.

14.02.2010 11:19    |   جاويد صبوري د افغانستان جګړه، يوه ميراثي جګړه

د هغه پلار په ۱۹۸۰ لسيزې كې د شوروي پوځ لپاره په افغانستان كې جګړه كوله. اوس هغه هم په افغانستان كې دى او د امريكايي پوځ لپاره په يوې بلې جګړې كې، د يوه نوي نسل لپاره جنګېږي.