د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اوبو بندونو جوړول؛ د خود کفايۍ پر لورهڅه

جاويد صبوري 03.05.2010 11:22

د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې په راتلونکو درېو مياشتو کې به د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې د اوبو پر څلورو لویو بندونو کار پيل شي.
د ياد شوي وزارت د اوبو د چارو مرستيال انجنير شجاع الدين ضيايي د غويي په ۱۲مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې دغه بندونه به په کابل، فارياب، هرات او پکتيا ولايتونو کې جوړ شي.
د نوموړي په وينا، په دې بندونو کې د پکتيا مچلغو بند، په فارياب کې المار بند، په کابل کې شاه وعروس بند او په هرات کې پاشان بند شامل دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت چارواكو په وينا پر دې بندونو ۲۲۰مليونه امريکايي ډالر لګښت راځي او چارې به يې د درېو کلونو په موده کې بشپړې شي.
د ضيايي په وينا د مچغلو بند جوړولو په درېيم وار داو طلبۍ کې يوه شرکت د دغه بند د جوړولو لپاره د ۲۷ مليونه ډالرو وړانديز وکړ، چې د ماليې وزارت لخوا رد شو، اوس به له سره داوطلبۍ ته وړاندې کېږي.
د اوبو او برېښنا وزارت د اوبو مرستيال په وينا، مچلغو بند د ۱۸۰۰ هکټاره ځمکې د خړوبولو ترڅنګ د ۷۰۰ کيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت هم لري.
د اوبو ذخيروي بندونه د افغانستان په څېر هېواد ته چې ملي اقتصاد يې پر كرنه ولاړ دى او د ۱۲ سلنه په شاوخوا كې ځمكه يې د كرنې وړ ده، تر ټولو لومړنى لومړيتوب دى. له بده مرغه د هېواد په ډېرو سيمو كې د كرنيزې ځمكې خړوبولو هغه نهرونه او بندونه چې تر جګړو وړاندې جوړ كړل شوي وو، د تېرې ملي جګړې او بیا وروسته د تنظيمونو په خپل منځي جګړو او له هغه وروسته د شمالي ټلوالې او طالبانو تر منځ د جګړو پر مهال یا په بشپړه توګه تخریب او یا هم په نسبي ته زیانمن شول. كه څه هم د اوبو رسونې هغه سيستم چې تر جګړو وړاندې به ترې ګټه اخيستل كېده، هم نه شواى كولاى چې د هيواد ټولې كرنيزې ځمكې خړوبې كړي، خو لږ تر لږه دومره مرسته يې كوله چې د هېواد په کچه د خلکو خوراکي اړتیاوې پوره او هېواد د نړۍ په هېوادونو اتکا کولو ته پرېنږدي. د بېلګې په توګه تر جګړو د مخه د كندز ولاېت دشت ارچي ولسوالۍ چې شاوخوا ۱۷۵ زره جريبه آبي ځمكه لرله د دوو نهرونو په مټ خړوبېده. خو نن له دغه دوو نهرونو څخه يو يې ۷۰ سلنه او بل يې له ۳۰ تر ۴۰ سلنې پورې ويجاړ شوي دي، چې له امله يې د دغې كرنيزې او حاصلخيزې ولسوالۍ وګړي د اوبخور اوبو له كمښت سره مخ دي او هر كال يې كرنيز حاصلات نيم په نيمه سوځي. كه څه هم پخوا او اوس د هيواد په زياتره سیمو کې كرنيزې ځمكې د روانو سيندونو څخه د بېل كړل شويو نهرونو پر مټ خړوبيږي، خو هغه اقليمي بدلونونو ته په پام چې په تېرې څه باندې يوې لسيزه كې رامنځته شوي او اوس هم په چټكۍ سره دوام لري او هره ورځ د هيواد د روانو اوبو كچه په كمېدو ده، نو د كرنيزو چارو لپاره د اوبو د ذخيروي بندونو ارزښت مخ په زياتېدو دى. افغانستان په پرله پسې توګه په تيرو لسو كلونو كې كله له سختې وچكالۍ سره مخ پاتې شوى او كله هم لږ ورښتونه لامل شوي چې د هېواد د غرونو په هسكو څوكو كې د طبيعي يخچالونو زيرمې كمې شي او په پايله كې يې روان سيندونه له خپلو ځواكمنو څپو څخه وغورځي.
همدا په بندونو كې د اوبو نه زيرمه كېدل لامل شوي چې د فراه ولایت پراخې دښتې د فراه رود له فصلي اوبو څخه ګټه پورته كړي او په نورو فصلونو كې يې كرنيزې ځمكې د شاړو دښتو حالت غوره كړي. د فراه ولاېت په څېر د هيواد په نورو ولاېتونو كې هم ورته ستونزه شته دى. د هيواد په شمالي ولاېتونو كې زياتره ځمكې د بهاندو سيندونو له سطحې پورته پرتې دي. د بېلګې په توګه د خواجه غار، خواجه بها الدين، دشته قلعه او رستاق ولسواليو زياتره كرنيزې ځمكې د كوكچې بهانده سيند له سطحې چې د كال په ترڅ كې د لنډې مودې لپاره د اوبو كچه یو څه كمېږي، پورته پرتې دي او د بهاند سيند ترڅنګ له تندې سوځي.
د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې ۵۷ مليارده متره مکعبه اوبه شتون لري چې يوازې له ۳۰ سلنه يې ګټه اخيستل کېږي او پاتې نورې يې ګاونډيو هېوادونو ته ځي.
هغسې چې د دې وزارت چارواكي وايي، په بغلان، سرپل او فارياب ولايتونو کې د څلورو نورو بندونو د جوړولو سروې شوې او هيله يې ښودلې چې د هيواد ماليې وزارت به ورته په راتلونکي کال کې بودجه ځانګړې کړي، هيله ده چې د اوبو او برېښنا وزارت پر دغه بندونو سربيره د هېواد په نورو سيمو كې هم د كرنيزې ځمكې خړوبولو لپاره ذخيروي بندونه جوړ كړي او افغانستان ته د ګاونډيو هېوادونو په زيرمتونونو او ګډامونو كې د زړې غلې دانې له واردولو څخه چې د هېواد ملياردونه نقده شتمني وباسي، وژغوري.