د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په كندهار كې عمليات، يوه نوې "هيله"؟

جاويد صبوري 03.04.2010 19:36

د هملند په مارجې او نادعلي ولسواليو كې د پوځي عملياتو چې په تيرو اتو كلونو كې بې ساري بلل شوي، پېلېدو سره جوخت په كندهار ولاېت كې هم د پراخو او سترو عملياتو پېلېدو خبره كېده. دغه خبره د څو ورځو په ترڅ كې كره شوه او د عمليات نوم هم هيله يا اميد كېښودل شو.
دغه عمليات چې سياسي-نظامي بلل شوي، لومړني پړاونه يې واردمخه پيل شوي.
د دې عملياتو په سياسي اړخ كې په كندهار كې د سالمې ادارې، با مسووليته پوليس او نظم رامنځ ته كول بلل شوي. برسيره پردې نړېوال ځواكونه هڅه كوي چې په كندهار كې د بېلابېلو قومونو په منځ كې د قدرت توازن رامنځته كولو سره د دولتي ادارې پياوړي كولو په برخه كې ګامونه پورته كړي.
د يوه لوړ پوړي بهرني چارواكي په وينا چې د استخباراتي راغونډ كړل شويو مالوماتو څخه دا په داګه شوه چې "موږ د دښمن په اړه څه ناڅه ښه مالومات لرو، خو د بريا كونجي )كليد( چې د قومي او قبيلوي جوړښت پېژندل دي او دا چې په كندهار كې څه تيرېږي، لا تر اوسه موږ پرې نه پوهيږو."
لږ تر لږه د اوس لپاره داسې پتيل شوې چې نورو قومي مشرانو ته هم د كندهار په اداره كې ځاى وركړل شي او هغوى سره مالي مرسته وشي او ښه اداره رامنځته كړل شي تر څو بريا ترلاسه شي.
د امريكايي نظامي چارواكو په وينا د عملياتو نظامي پړاو واردمخه، دوه مياشتې وړاندې د كابو ۷۰ منځپوړي او لوړ پوړو په نښه كړل شوي طالب مشرانو په نيول كېدو او كابو ورته شميرې كسانو په وژل كېدو سره پيل شوي.
دا عمليات زياتره په ځوري او پنجوايي ولسواليو كې ترسره كېږي چې كندهار ښار سره په ګاونډ كې پرتې دي او درې واړه )كندهار ښار، ځوري او پنجوايي( په ګډه سره دوه ميليونه نفوس لري او داسې يې كندهار ته د هيواد دويم ستر مركز حېثيت وركړې.
تيره اونۍ د امريكا پو ځ لوى درستيز جنرال ماېك مولن كندهار ته په خپل سفر كې دغه ښار د امريكا د هڅو "د ثقل مركز" په نوم ياد كړ او د كندهار راتلونكي عمليات يې په عراق كې د ۲۰۰۷ كال ټاكونكو عملياتو چې په عراق كې يې د جګړې مخه بدل كړ، سره پرتله كړل. د چارواكو په وينا ګڼ شمير امريكايي پوځيان به له ښار بهر پاتې شي او په ښار كې دننه به له فساده پاك او تربيه شوي پوليس ځاى پرځاى شي.
د كندهار عمليات نه يوازې امريكايي ځواكونو ته چې د نړېوالې ټولنې په لومړي كتار كې دي، ډير ارزښت لري، بلكې د افغانستان خلكو او دولت هم ورته د هيلې په سترګه ګوري.
د كندهار عمليات به دا په ډاګه كړي چې څلور مياشتې وروسته )هغه نېټه چې د امريكا ولسمشر باراك اوباما د خپلې نوې ستراتېژۍ له مخې د امريكايي ځواكونو د وتلو د پيليدو نېټه بللې( به واقعاً حالات دومره بدلون موندلې وي چې امريكايي ځواكونه وكولاى شي خپل وتل له افغانستان څخه پيل كړي.
د يوه امريكايي چارواكي په وينا كې چيرې د هلمند حالت ښه شي او د كندهار ستونزو ته هم حل لار وموندل شي او ولس ترې ملاتړ وكړي، نو دا به هغوى ته "يو مومنتم" وي.
له هغه ځايه چې كندهار د طالبانو د زېږون اصلي مركز دى، كه چيرې نړېوال او افغان دولت په دې وتوانيږي چې هغوى په دغه ولاېت كې وځپي، نو ښايي دا كار به لامل شي چې د هيواد په نورو سيمو كې هم د طالبانو ځواك كم شي او هغه څه چې نړېوال يې تل طالبانو سره د مذاكرې كولو شرط بولي، لوړ لاس لرل، هم ترلاسه شي.
د ناټو او امريكايي ځواكونو د عمومي قومندان په توګه د جنرال سټنلي مك كرېسټال تر ټاكل كېدو راوروسته، كرېسټال تل هڅه كړې چې د بېلابېلو لكه د هوايي او توپخونې له كارونې څخه تر ډيره بريده ډډه كول، د ځانګړو ځواكونو )چې پخوا يې په مستقله توګه عمليات كول( په ګډون د ټولو بهرنيو ځواكونو تر يوې قوماندې لاندې راوستل له لارې د ملكي وګړو په تلفاتو كې كمښت راولي.
له همدې كبله داسې ښكاري چې نړېوال او امريكايي ځواكونه هڅه كوي چې د نويو تګلارو په اجرا كولو سره د كندهار په كېدونكو عملياتو كې د ملكي تلفاتو كچه كمه وساتي، سالمه اداره رامنځته كړي، او ثبات او امنيت ټينك وساتي.
كه چيرې د كندهار عمليات بريالي ترسره شي او دغه موخې ترلاسه كړي، نو د كندهار كېدونكي عمليات به په رښتيا هم نوې "هيله" وي. داسې به هغه عملياتو ته چې ويل شوي د هيواد په شمال او شمال ختيځو ولايتونو كې به ترسره شي، اميد او هيله رامنځته شي.