د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوېټ د کرکټ افغان مينه والو او رسنيو ته هم ويزې ورنکړې

کرکټ څانګه 31.03.2010 14:35

محمد نبي د کوېت له لوبو پاتې شوی دی

ټول افغان ته یو شمېر افغانانو شکايت کړی دی چې د کوېت دولت ورته د افغانستان د کرکټ لوبو لپاره ويزې نه دي ورکړي.

يه عربي متحده اماراتو کې مېښت یو شمېر هېوادوال چې غوښتل په کوېت کې د کرکټ د آسيايي شورا د ايليټ جام په سيالۍ کې د افغانستان لوبې له نږدې وګوري وايي چې پخوا څو ځلې کوېت ته تللي خو د دا ډول مشکل سره نه دي مخ شوي.

یو شمېر نور افغانان چې په کوېت کې د افغانستان د سفارت له خوا ورته د ويزو ويستلو هڅه شوي وه هم نه دي بریالي شوي چې ويزې لاس ته راوړي او کوېت ته سفر وکړي.

د ټول افغان ټکی کام پلاوی چې کوېت ته یې د دې لوبو د پوښښ کولو لپاره تياری نيولی و نن خبر شو چې ويزې یې رد شوي دي او کوېت ته نه شي تللای.

د ننګرهار تلويزيون هم هوډ لرلو چې کوېت ته د لوبو د پوښښ لپاره یو پلاوی ولېږي خو د ننګرهار تلويزيون ايمل شېرزاد ټول افغان ته وويل چې تر اوسه ويزې نه دي وررسېدلي او لا په پلاوی په جلال اباد کې دی.

د کرکټ آسيايي شورا وايي چې کوېت د بهرنيانو او په ځانګړې ډول افغانانو او پاکستانيانو ته د ويزو ورکول سخت کړي دي.

که چېرته یو هېواد ته د سيل کونکو برسېره ژورناليستان هم د لوبو سيل ته په ورتللو کې ستونزي ولري، بايد آسيايي شورا په راتلونکې کې په داسې هېوادونو کې د سياليو کول ترسره نه کړي.

د افغانستان د ملي لوبډلې آل راونډر محمد نبي عيسی خېل هم د ورته ستونزې سره مخ دی او د کوېت چارواکو ورته د کوېت ويزه نه ده ورکړې.

د افغان ملي لوبډلې مينيجر بشير ستانکزي ټول افغان ته وويل چې د محمد نبي لپاره یې د ويزې د اخيستلو هڅې پيل کړي دي او په کوېت کې د افغانستان سفارت ورسره په دې اړه مرسته کوي.

نړيوال جام ته د تللو لپاره محمد نبي او نورو افغان لوبغاړي د برتانيا ويزې هم بايد ولري، چې په اسلام اباد کې د وخت د تنګوالي له کبله ونه توانېدل لاس ته یې راوړي او هيله یې لرله چې به کوېت کې به ورته عريضه وکړي. خو که محمد نبي له کوېت څخه پاتې شي نو بايد چې بايد له بل ځای څخه د برتانيا ويزې واخلي او که بريالی نه شي له نړيوال جام څخه به - چې د اپرېل په مياشت کې په غرب الهند ټاپوګانو کې پيل کېږي - پاتې شي او افغان لوبډله به له یو پياوړي لوبغاړي څخه محرومه شي.