د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

متحد ايالتونه ځانګړي ځواكونه مهاروي

جاويد صبوري 21.03.2010 11:00

متحد ايالتونه ځانګړي ځواكونه مهاروي
روډ نورډلانډ او رېچارډ اې اوپيل
ژباړن: جاويد صبوري

په افغانستان كې د امريكا تر ټولو لوړپوړي قومندان جنرال مك كرېسټال د پرله پسې ملكي تلفاتو له ويرې او د جګړې په ډګر كې د نه همغږۍ له امله د لومړي ځل لپاره ځانګړي ځواكونه يا سپېشل فروسېز تر ډيره بريده تر خپلې قومندې لاندې راوستي دي.
جنرال مك كرېسټال په يوې مركې كې ويلي: "كله ناكله د مختلفو موخو لپاره زموږ يو لاس يوه دنده پرمخ وړي او بل لاس مو بله، دواړه هڅه كوي چې سم كار وكړي خو كار يې ناس مه پايله لاسته راوړي."
د افغان چارواكو، بشري حقونو فعالينو او د جګړې په ډګر كې حاضر يو شمير امريكايي قومندانانو په ګډون، منتقدين وايي چې په افغانستان كې د ګڼ شمير ملكي زيانونو پړه د ځانګړو ځواكونو په غاړه ده، او هغوى پخپله خوښه عمليات ترسره كوي.
د افغانستان دفاع وزارت وياند تورن جنرال ظاهر عظيمي وايي چې مك كرېسټال موږ ته ويلي چې هغه دا كار ځكه كوي چې ځينې امريكايي ځواكونه د ملكي تلفاتو كمولو پخاطر چې اصلي موخه ده، د هغې له قومندې څخه سر غړوي.
د عظيمي په وينا په افغانستان كې د ځانګړو ځواكونو شمير چا ته مالوم نه وو، خو د هغوى د ناسمو کړنو پېټى د مك كرېسټال او افغان حكومت په اوږو بار شو.
جنرال مك كرېسټال د شورشيانو پر وړاندې د خپلې نوې ستراتيژۍ د يوې بنسټيزې ستنې سره سم په ملكي تلفاتو كې كمښت راوستى. تير كال هغه تلفات چې تړاو يې امريكايي ځواكونو سره و ۲۸ سلنه كم شو، كه څه هم د ملګرو ملتونو د شميرو له مخې له ائتلافي ځواكنو سره اړوند پېښو كې ۵۹۶ ملكي كسان ووژل شول. افغان او د ملګرو ملتونو چارواكي ددغو تلفاتو زياته پړه په ځانګړو ځواكونو اچوي.
په ملي شورا كې د ملي امنيت كمېسيون مشر محمد اقبال صافى وايي: "د ملكي تلفاتو په ګڼ شمير پېښو كې ځانګړي ځواكونه دخيل دي. موږ تل دې پايلې ته رسيږو چې هغوى په افغانستان كې د نورو شته ځواكونو په څېر قوانين نه مراعاتوي."
د يوناما د بشري حقونو برخې د ملكي خلكو ساتنې په اړه د ۲۰۰۹ كال په خپل ګزارش كې وليكل: "دا ځواكونه زياتره بې حساب او كتابه عمليات ترسره كوي چې له امله يې د خلكو غصه او قهر راپاريږي."
دريا سالار ګريګوري جې. سمېت چې د ارتباطاتو په برخه كې د مك كرېسټال مرستيال په بې موجبه توګه د ځانګړو ځواكونو د ملامتولو په اړه خبردارى وركوي. هغه وايي له هغه ځايه چې د شپې لخوا هوايي بريدونه خطرناك دي او زياتره عمليات هم د شپې لخوا ترسره كېږي، زياتره دغه عمليات د ښه روزل شويو ځواكونو لخوا ترسره كېږي. د جنورۍ په مياشت كې مك كرېسټال د شپې لخوا پر هوايي بريدونو ممانعت وضع كړ.
دريا سالار سميت وايي، د ځانګړو ځواكونو په اړه دغه نوى لارښود په تيرو دوه درې اوونيو كې ورکړل شوى او لا تر اوسه د پوځ غبرګون ترلاسه كولو لپاره په چرخش كې دى كه څه هم واردمخه د هغې پلي كول پيل شوي.
د سميت په وينا ډير محدود ځانګړي ځواكونه له دې قاعدې څخه مستثنا دي چې فكر كېږي د پوځ ډېلټا فورس او سمندري ځواكونو سيلز ګروپونه وي.
په وروستيو كې د ملكي تلفاتو درې ډيرو مهمو پېښو د ځانګړو ځواكونو د عملياتو په اړه اندېښنې راوپارولې.
د فبرورۍ په ۲۱مه په ارزګان كې د ځانګړو ځواكونو يوې وړې ډلې داسې مالومات ترلاسه كړل چې يو شمير طالبان چيرې روان دي، او سمدستي يې هوايي ملاتړ وغوښت. جنګي هلېكوپټرو په درې لاريو كې ۲۷ ملكي كسان د طالبانو په فكر ووژل. د ناټو د يوه چارواكي په وينا هغه څه چې هغه د عملياتو په ويډيو كې وليدل، هغه ته يې اجازه نه وركوله چې بريد ترسره كړي.

د فبرورۍ په ۱۲ ګرديز سره نږدې، افغان ځانګړو پوليسو د امريكايي ځانګړو ځواكونو په ملتيا د شپې ناوخته د دوو طالبانو د لټون لپاره پر يوه كور بريد وكړ، او پر ځاى يې د پولیس يو سيمه ييز مشر او د ولسوالۍ څارنوال هغه مهال ووژل شول چې كلاشنېكوفونو سره يوځاى د موضوع روښانه كولو پخاطر راوتلي وو. د هغوى د كورنیو د غړو په وينا، هغه درې ميرمنې چې ددوى مرستې ته راوتلې وې او دوه يې امېدوارې هم وې، هم ووژل شوې.
په لومړي سر كې د ناټو د يوې خبرپاڼې له مخې دا درې ښځې په تړلي حالت موندل شوې وې، چې د قتل په بڼه وژل شوې وي. اوس چارواكي وايي چې د هغوى جسدونه تر ښخولو مخكې په دودیز ډول پوښل شوي وو. سمېت وايي افغان ځواكونو پر هغوى ډزې كړې وې.
د سميت په وينا: "د دوو سړو پر وژنه پښېمانه يو. خو فكر نه كوم چې څوک به كله هم پوه شي چې هغه ښځې څرنګه وژل شوي." د سميت په وينا داسې نښانې شته چې د شلاق او چاقو ګوزارونه د دغو ښځو پر بدن شته او داسې ښكاري چې هغوى څو ساعته وړاندې تر دې چې ځانګړي ځواكونه هلته ورسيږي، وژل شوې وي. د سميت په وينا د افغانانو د رسم او رواج له امله د مقتولينو طبي څېړنه هم نشي كېداى.
د شاهدانو په وينا د حاجي شرف الدين ۱۹ كلنه لمسۍ ملالۍ، ۳۷ كلنه لور يې چې د لسو ماشومانو مور وه او نږور يې چې د شپږو ماشومانو مور وه، هغه مهال ووژل شول چې غوښتل يې له قربانيانو سره مرسته وكړي.
د دسمبر په ۲۶ په كونړ ولايت كې د شپې لخوا پر هغه ځاى بريد وشو چې چارواكو فكر كاوه د طالبانو روزنځاى دى، خو بيا وروسته كره شوه چې ټول نهه تنه وژل شوي كسان د يوې مدرسې زده كوونكي وو. د سمېت په وينا هغه مهال د امريكا ځانګړي ځواكونه سيمې ته څېرمه پراته وو، خو په بريد كې يې په مخامخه توګه لاس نه درلود. د هغه په وينا، بريد افغان ډلې ترسره كړ.
د دريا سالار سميت په وينا په دغه درې واړه پېښو كې د ځانګړو ځواكونو پښه دخيل ده، خو د مك كرېسټال لخوا د واحدې قومندې نوښت ددغه پېښو په غبرګون كې ندى شوى.
هغه د مك كرېسټال نوې تګلاره د مك كرېسټال لخوا د خپلې قومندې واحده كولو لپاره يو طبيعي اقدام وباله. كله چې هغه د لومړي ځل لپاره مسووليت په غاړه واخيست، هغه د ناټو او امريكايي ځواكونو قومنده په افغانستان كې يوه كړه، كومه چې تر هغې مخكې جلا جلا وې.
د ناټو دغه چارواكي په وينا، كه څه هم په نړېوال كچه د واحدې قومندې نوښت نه خوښول كېږي، خو هغوى به يې مني. هغه وويل: "هغوى به يې خوښه نه كړي، هغوى به ونه غواړي چې تعقيب يې كړي، خو هغوى به يې تعقيبوي."
د امريكا په پوځ كې د ځانګړو ځواكونو او په سيمه كې پراته قومندانانو ترمنځ ستونزې تل شتون درلودلى. پخپله جنرال سټنلي مك كرېسټال هم د نورو عملياتو لپاره په نړۍ كې خاص اعتبار او نوم لري. وړاندې تر دې چې هغه په افغانستان كې تر ټولو لوى قومندان شي، هغه په عراق او افغانستان كې د مشتركو ځانګړو عملياتو قومندانۍ چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې پياوړي او ځانګړي ځواكونه چې ښايي ډېلټا فورس او سيلز هم په كې شتون درلود او ډيرې مهمې موخې به يې په نښه كولې، مسوول و.