د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شپاړس کلنو د لوبډلې ازموينه په جلال اباد کې اخيستل کېږي

کرکټ څانګه 14.03.2010 21:43

 په لومړي ځل د روان کال د جولای په میاشت کې د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو تنکیو لوبډله د اسیا د کرکټ د شورا یا ACC په چیلنج کپ کې برخه اخلي له همدې امله د افغانستان د کرکټ خپلواک بورډ د مارچ له اوولسمې تر نوولسمې د جلال اباد په ښار کې ددې لوبډلې د جوړولو په موخه له هغو لوبغاړو چې کرکټ یې کړی وي او وړتیا یې لري ازموینې اخلي او په ټرایيل کې یې شاملوي.

د کرکټ بورډ وياند زراب شاه زهیر ټول افغان ته ويلي دي چې د کرکټ  بورډ له ټولو هغو لوبغاړو څخه چې عمرونه یې له شپاړسو کلنو ټيټ او یا شپاړس کاله وي غوښتنه کوي  چې پدغه ازموينه کې برخه واخلي. نوموړی وايي  چې د دې پروسې له لارې کوښښ کوي چې  ښه او تکړه لوبډله جوړه کړي.

دغه ازموينه د جلال ابادپه  ښارکې د ننګرهار پوهنتون د ساینس او ټکنالوجۍ د پوهنځي په کرکټ اکاډمۍ یا د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي هستي ګل عابد په اکاډمۍ کې اخیستل کیږي. د ساينس او ټکنالوجۍ پوهنځي د حاجي عبدالقدير د هوټل شاته سيمه کې موقيعت لري.

د شپاړس کلنو د چیلنج کپ ۲۰۱۰ کال د جولای په میاشت کې په مالیزیا کې ترسره کیږي چې افغانستان هم په همدې سیالیو کې برخه اخلي.  له چیلنج کپ څخه دوه لوبډلې ایلیټ کپ ته لاره مومي، دا لومړی وار دې چې د کرکټ اسیايي شورا د افغانستان شپاړس کلنو ته پدې سیالیو کې د لوبېدو فرصت ورکوي.

د يادونې ده چې په ورته ازموينو د کرکټ بورډ هڅه کوي چې په هېواد کې کرکټ د معياري کېدو او مسلکي کېدو پرمخ بوځي. پخوا هم د لوبډلو د جوړولو په موخه دې ته ورته ازموينې اخيستل شوي دي.

د ازموينې وخت: د مارچ له اوولسمې تر نوولسمې. لوبغاړي بايد ځانونه په اوولسمه راجستر کړي.

د ازموينې ځای: د ننګرهار پوهنتون د ساینس او ټکنالوجۍ د پوهنځي کرکټ اکاډمي یا د کرکټ د ملي لوبډلې د لوبغاړي هستي ګل عابد اکاډمي

يادونه: ټول افغان کوښښ کوي چې په ازموينه کې د برخه اخيستونکو لپاره د کرکټ بورډ سره د اړيکو شمېره هم زر تر زره خپره کړي.