د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هند، روسي وسله خوښوي

جاويد صبوري 14.03.2010 15:01

مارك ماكناير، لاس انجلس ټاېمز
ژباړن: جاويد صبوري
نوې ډيلۍ د جنګې جېټونو، د الوتكو لېږدونكې او هستوي ريكټورنو پېرودلو پنځه قراردادونه امضا كړل
د جمعې په ورځ هند له روسيې څخه د يوې الوتكې لېږدونكې، يو شمير مېګ ۲۹ ډوله جنګې جېټانو، دفاعي او فضايي ټكنالوژۍ او لږ تر لږه ۱۲ ملكي هستوي ريكټورونو په ګډون د ۷ ميلياردو ډالرو په ارزښت تجهيزاتو پېرودلو تړون لاسليك كړ.
د شنونكو په وينا د دواړو خواو په ذهن كې هغه ملت ګرځي راګرځي چې د دې تړون د لاسليك پر مهال يې حضور نه درلود. سي. راجا موهن چې يو شنونكى دى، روانه اونۍ په انډين اكسپرېس كې وليكل: "چين به په دې سيمه كې د مړ روح په څېر وي."
په داسې حال كې چې هند د انګليس جوړه"ويرات" په نامه يو پنځوس كلنه الوتكه لېږدونكې لري چې په ندرت له خپل بندر څخه وځي، د يوه فعاله الوتكه لېږدونكي درلودل كولاى شي هند ته دا فرصت وركړي چې په هند سمندر كې خپل شتون ته پراختيا وركړي. هند په وروستيو كلونو كې پاكستان، سريلنكا او برما سره د چين لخوا په جنوبي آسيا كې د خپل" ملغلرو اميل" ستراتيژۍ پر بنسټ ستراتيژيك ساحلي ائتلافونه جوړ كړي.
چين الوتكې لېږدونكې بیړۍ نه لري، خو د امريكا متحدو ايالتونو استخباراتي مالومات ښيي چې ښايي په راتلونكو پنځه كلونو كې چين هم الوتكې لېږدونكې بیړۍ ولري. نه هم داسې كوم څرك شته چې وښيي چين دې تر دې ژر په هند سمندر كې نظامي بيړۍ ځاي پرځاى كړي. خو پيكينګ د هند پرتله په دفاعي برخه كې زيات لګښت كوي او هيله لري چې منځني ختيځ سره د تيلو له سوداګرۍ څخه ساتنه وكړي، كوم چې د هند سمندرګي له لارې تيريږي او د چين په چټكۍ سره مخ پر ودې اقتصاد د چلېدو نبض دى.
د سېكيورټي رېسك ټكى كام چې يو نظامي څېړنيز مركز دى، مشر، متقاعد ډګر جنرال راهول بوهنسلې وايي: "چين اوس په هند سمندر كې نشته، خو موږ نه پوهيږو چې په راتلونكو پنځلسو كلونو كې به څه وشي. هغوى واردمخه خپل ظرفيت په آرام سمندر كې ښودلى او موږ ته په كار دي چې چمتو ووسو."

روسيه هم د چين له پراختيا څخه تشويش لري. كه څه هم په دې وروستيو كې مسكو او چين له اوږده مهال څخه روانې يو لړ سرحدي ستونزې اوارې كړې، د چين پرله پسې پراخېدونكى اقتصادي او سياسي نفوذ چې روسيه يې تر خپلې ږيرې لاندې ويني، په ځانګړي توګه د هغې په لرې پرتې ختيځي برخې كې د لاس وهنې ويره چې لږ نفوس په كې اوسيږي، روسيه ناكراره كړې.
د روسيې لومړي وزير ولاديمير پوتين چې د هند لومړي وزير من موهن سنګ په ګډون يې له نورو لوړ پوړو هندي چارواكو سره وليدل، هيله لري چې تر ۲۰۱۵ كال پورې به د هند- روسيې سوداګري له اوسني ۸ ميليارد ډالرو څخه ۲۰ ميليارد ډالرو ته ورسېږي.
روسيه د چين پر وړاندې هند ته د يوه پانګ په سترګه ګوري. مسكو او نوې ډيلۍ همدا راز د سيمه ييزو شخړو، د مخدره توكو توليد او په سويلي آسيا كې د اسلامي بنسټپالۍ په لمنځه وړلو كې مشتركې ګټې لري.
څومره چې د چين او د ختيځ آسيا نورو هېوادونه اړتيا انرژۍ ته زياتېږي، هومره د هند سمندر ستراتيژيك ارزښت زياتيږي. د نړۍ كابو ۶۰ سلنه تيل د هند سمندر له سواحلو څخه تيريږي.
ټاكل شوې چې روسي الوتك لېږدونكې آډميرل ګورشكوف او ۴۵ مېګ ۲۹ ډوله الوتكې به تر ۲۰۱۲ كال پورې هند ته ولېږدول شي. د دې بېړۍ په تر لاسه كولو سره هند به پاكستان ته هم د اړتيا په وخت كې خبردارى وركړي. دغه په اتمي وسلو سمبال ګاونډيانو په ۱۹۴۷ كال كې د خپل بيلتون راپديخوا درې تودې جګړې كړي دي.
د هند د بهرنيو چارو يوه پخواني وزير كنوال سيبال ويلي "د الوتك لېږدونكې كولاى شي د پاكستان پر هر ډول سمندري ظرفيت فشار راولي، په ځانګړي توګه كه هغوى زموږ سواحلو ته نږدې شي. موږ بايد پر پاكستاني بېړو او تحت البحريانو پام وساتو كه څه هم چندان ښه نه وي."
د جمعې ورځې تړون وروسته د څو كلن ناخوښيو او وعده ماتولو څخه ترسره شو. په ۲۰۰۴ كال كې مسكو ومنله چې ياده شوې الوتك لېږدونكې او ورسره ۱۶ مېګ ۲۹ ډوله جنګې جېټان د يو اعشاريه پنځه ميليارد ډالرو په بدل كې پر هند وپلوري.
درې كاله وروسته كه څه هم هغوى خپله بيه دوه اعشاريه پنځه ميليارد ډارو ته لوړه كړه، هند ناكرار شو، د ډيرو لږو شونتياوو او دې ته په پام سره چې ډير ژر "ويرات" په يوه موزيم بدليږي، هند ۲.۳۴ ميليارد ډالري بيې ته غاړه كېښوده.
روسيې له لسيزو راهيسې د هند ۷۰ سلنه كلك نظامي توكي چمتو كړي. د هند لخوا د كورنۍ وسلې جوړولو پروګرام د تخنيكي ستونزو، لوړې بيې او وخت سره نه چمتو كېدو له امله د ستونزو سره مخ دى.
تيره لسيزه كې هند زياتره امريكايي او اسراييلي وسله پېرودلې. خو د هند روسي وسلو زيرمې د مسكو لپاره د پام وړ تړونونه د ساتنې، تبديلۍ او نويو كولو له لارې راوړى شي.
هند د جمعې په ورځ هوكړه وكړه چې نورې ۲۹ مېګ ۲۹ ډوله الوتكې به د ۱.۹ ميليارد ډالرو په بدل كې واخلي. دواړه هيوادونه په ګډه سره د يوه ترانسپورتي لېږدونكي او يو پنځم نسل جنګي جېټ پر جوړولو كار كوي.
پويتن همدا را د خپل هيواد مېګ ۳۵ ډوله جېټانو لپاره هم تبليغ وكړ. د هند هوايي ځواك غواړي چې د۱۱ ميليارد ډالرو په ارزښت ۱۲۶ جنګي جېټان واخلي. د دې قرارداد نړېوال سيالان د لوك هېډ مارټين اېف ۱۶ او د بوينك سوپر هورنېټ دي.
په ملكې هستوي برخه كې، روسي او فرانسوي شركتونه له هغه ځايه چې امريكايي شركتونو حق نه درلود تر ۲۰۰۸ كال پورې ريكتورنه او نور مرتبط شيان ولېږدوي، برلاسيتوب درلود.
تمه كېږي چې انرژۍ ته محتاج هند به په راتلونكو لسيزو كې د ۱۵۰ ميليارد ډالرو په ارزښت هستوي انرژۍ ترلاسه كولو لپاره تړونونه لاسليك كړي. د دولت ملاتړ څخه برخمن روسي شركتونه واردمخه دلته د څلورو هستوي رېكتورنو په جوړولو بوخت دي او هڅه كوي چې نور فرصتونه هم ترلاسه كړي.
په نوې ډيلۍ كې د ملي سمندري بنسټ په نامه فكري انجمن مشر سي. اودى بهسكار وايي: "موږ له هرځايه چې وي، انرژۍ ته اړتيا لرو. روسيه له ډيرې مودې راهيسې يوه سرچينه ده، كه څه هم زه فكر كوم چې هند لار بايد د امريكا په لور هم لاړ شي."