د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انټرنېټي ماشوم روزلو د حقيقي ماشوم ژوند واخيست

جاويد صبوري 07.03.2010 16:37

ژباړه: جاويد صبوري
ګاردين، مارك ټران
د سويلي كوريا پوليسو هغه ښځه او خاوند نيولي چې په انټرنېټ كې يې د يوې تخيلي ماشومې د روزلو لوبه ترسره كوله، خو خپله درې مياشتنۍ لور يې د لوږې له لاسه مړه شوه.
۴۱ كلن سړى او ۲۵ كلنې ښځې يو بل د انټرنېټ چټ له لارې موندلي وو، ويل كېږي چې خپل ماشوم به يې يوازې پرېښود او پخپله به انټرنېټ كلب ته تلل. هغوى كله ناكله راتلل او خپلې لور ته به يې پوډرې )وچ( شوده وركول.
د اېشيا ون وېب پاڼه كې د خاوند له خولې لېكل شوي: "زه د هغه څه لپاره چې ما كړي خواشينی يم او هيله لرم چې زما لور به نوره په جنت كې و نه ځوريږي."
د يونهاپ خبري آژانس له خبر سره سم، د سويلي كوريا پوليسو ويلي چې دا ښځه او خاوند د لوبو په يوه انټرنېټي وېب پاڼه كې چې "پريوس پر ليكه" نوميږي، د يوې تخيلي نجلۍ چې انيما نوميږي، په روزلو كې ډوب شوي وو. دا لوبه د دويم ژوند يا "Second Life" په څېر لوبغاړو ته اجازه وركړې چې د ځان لپاره يوه خيالي نړۍ جوړه كړي چې په كې دنده لرل، نورو لوبغاړه سره اړيكې ټينګول او د ټاكل شويو نمرو په لاسته راوړلو سره د طبيعت ته د ننوتلو حق وركول شامل دي.
د پوليسو يوه چارواكي يانهوپ ته ويلي: "له هغه ځايه چې دې ښځې او خاوند وظيفه نه درلوده او يوې بې مودې ماشومې ته يې زېږون وركړی و، هغوى د يوه عادي ژوندانه هيله له لاسه وركړې وه. هغوى ځان د ماشوم روزلو په تخيلي پرليكه لوبه كې بوخت كړى و، چې د هغوى د حقيقي ماشوم د مړینې لامل شو."
تير سپتمبر كله چې دا ښځه اوخاوند وروسته له ۱۲ ساعت ګېم وهلو بيرته كورته راغلل، د هغوى لور مړه شوې وه. د ماشوم كمزوري بدن د پوليس شك راوپاروه چې ښايي دا ماشومه به د لوږې له کبله مړه شوې وي، چې وروسته له طبي څېړونه دا خبره كره شوه.
دا ښځه او خاوند يانكجو كوانكجي ولايت ته د خپل سخر كور ته وتښتېدل، خو وروسته ونيول شول. دې پېښې يو ځل بيا د سويلي كوريا خلك شوك كړل او د انټرنېټ په تړاو غير معمولې كړنې يې برجسته كړې.
تيره اونۍ يو ۲۲ كلن كوريايي سړى د خپلې مور د وژلو په تور محكوم شو، ځكه مور يې پر هغه په ګېم وهلو د زيات وخت تيرولو له امله په قهر شوې وه. د چارواكو په وينا دې سړي وروسته له هغې چې خپله مور يې ووژله، يوه نږدې انټرنېټ كلب ته ولاړ او ګېم وهلو ته يې ادامه وركړه. په ۲۰۰۵ كال كې د ټېګيو په ښار كې يو سړى وروسته له ۵۰ ساعته پرله پسې توګه د سټاركرافټ ګېم وهلو، بې هوښه شو. پر هغه د زړه حمله راغله او په يوه سيمه ييز روغتون كې ومړ.
د واکمن ګوند، ګرانډ نېشنل، يوه پارلماني غړي لي جيونګ سن تيره اونۍ داسې يوه لايحه پارلمان ته وړاندې كړه چې په كې پرليكه ګېمونو د وخت كمولو غوښتنه شوې وه. په ملي شورا كې داسې نورې نه تصويب شوې لايحې هم شته چې پر تنکي ځوانانو يې د انټرنېټ پر كارونه او ګېمونو كولو محدوديتونه وړانديز كړي.
تيره اونۍ په انګلستان كې خپرې شوې يوې څېړنې د انټرنېټ زياتې كارونې او پرېشانۍ )ډپرېشن( تر منځ اړيكې په ډاګه كړې. د ليډز پوهنتون څېړونكو په روانپوهنې ژورنال كې وليكل چې د انټرنېټ كارونكو يوه وړه برخه چې په انټرنېټ روږدي دي، د هغو انټرنېټ كارونكو په پرتله چې پر انټرنېټ روږدي نه دي، زيات پرېشانه وي.