د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نيوز ويك : لشكر طيبه به يوه نوې القاعده وي؟لومړۍ او دويمه برخه

جاويد صبوري 01.03.2010 13:22

نيوز ويك، جيرمي كاهان
ژباړه: جاويد صبوري
لومړۍ برخه
په داسې حال کې چې امريكایيانو خپل پام د افغانستان او پاكستان د پولې په اوږدو كې د القاعدې اصلي مشرتابه نښه كولو ته اړولى، يوه چندان نه پېژندل شوې اسلامي وسله واله ډله د ځمكې پر سر د يوه بالقوه ګواښ په توګه راڅرګنده شوې. له تيرو پنځلسو كلونو راهيسې لشكر طيبه چې زياتره د "لېټ" په نامه پېژندل كېږي، هندي منافع ، په ځانګړې توګه د كشمير په لانجمنې سيمې كې تر بريد لاندې راوستي. خو لوېديځ او هندي استخباراتي كارپوهان وايي چې لېټ په زياتېدونكې توګه د بهرنيانو په نښه كول او په نړېواله كچه د خپلو جرړو پراخول غواړي- او دا چې دا ډله د دې توان لري چې له هند څخه بهر هم ويجاړونكي بريدونه ترسره كړي.
د امريكا د مشرانو جرګې د استخباراتو د كمېټې په يوه غونډه كې، د ملي امنيت مشر ډينېس بلير وويل چې اوس لېټ "په پراخېدونكې توګه په مخامخ ګواښ بدليږي، او هغوى په اروپا كې خپل لويديځ هدفونه په پام كې لري." د هغه په وينا "د لېټ دا هيله چې يهودي منافع او سيمې چې د لويديځوالو لخوا يې ليدنه كېږي په نښه كړي، دا تشويش راپورته كوي چې دا ډله به پخپله او يا د هغې انفرادي غړي به د لوېديځ ضد تګلاره ډيره خوښه كړي."
د ځينو شنونكو په اند، له تخنيكي پلوه د لشكر طيبه ځانګړیتوب، د هغې پراخه استخدام كوونكې او د بسپنې غونډونې شبكه، د پاكستاني حكومت په منځ كې د هغوى پالونكو سره نژدې اړيكې، او دا حقيقت چې اوس هم د لويديځ استخباراتو لخوا لشكر طيبه د يوه كمزوري ګواښ په توګه ګڼل كېږي، ښايي لېټ به تر القاعدې هم پراخ ګواښ وي. له نژدې ۲۰۰۳ كال راپدېخوا د هغوى منګولې په لويديځ ضد بريدونو او دسيسو كې له افغانستان څخه نيولې تر عراق، له ډاكه څخه تر كوپنهاګن پورې موندل شوي. تر نننه پورې د لشكر طيبه تر ټولو د پام وړ عمليات- د ۲۰۰۸ كال په نومبر كې پر ممبی باندې طرح شوي بريدونه وو، چې مفشن هوټلونه چې لويديځ وال به ورتلل، او يو يهودي مركز په نښه كول وو. دا هغه څه دي چې د بلير او نورو امريكايي لوړ پوړو چارواكو لخوا د لشكر طيبه له لوري د لويدیځو موخو تر برید لاندې راوستلو د هوس ز ياتېدل ښيي. د ترهګرۍ كارپوه او د سي آى ای پخواني افسر بروس راېډل په وينا: "هغه هدفونه چې په ممبی كې په نښه شول، هغه د نړېوال جهاد په څېر موخې وې." د ممبی تر بريدونو سمدستي وروسته، پاكستاني چارواكو د لشكر طيبه ارتباطي كارپوه ضرار شاه ونيو او خبر يې وركړ چې د هغه په لپ ټاپ كې يې د ۳۲۰ ممكنه بريدونو لېست موندلى چې زياتره يې له هند څخه بهر دي. د يوه غربي استخباراتي مامور په وينا، په هغوى كې ځينې سيمې په اروپا كې وې.
د لشكر طيبه لخوا په نړېواله توګه د كړنو د زياتېدو يو بل ثبوت، د امريكايي چارواكو په وينا پاكستاني- امريكايي ډېوېډ كولمن هېډلي چې په شېكاګو كې اوسيږي، او له دې كبله په اكتوبر مياشت كې ونيول شو چې په ناقانونه توګه يې د لېټ په استازيتوب د ممبی بريدونو څارنه كوله، قضيه ده )هغه دا تور نه دى منلى(. څارنوالان وايي هغه او لشكر طيبه همدا راز يو بل پلان هم درلود: د هغه دنماركي ورځپاڼې په دفترونو بريد كول چې په ۲۰۰۵ كال كې يې د حضرت محمد كارتونونه خپاره كړي وو. د ګزارشونو پر بنسټ د هغه مالوماتو له کبله چې تر نيول كېدو وروسته هغه اېف بي آی ته وركړل، د تير كال په وروستيو كې چارواكو په بنګله ديش كې د لشكر طيبه يو شمير فعالين ونيول، چې فكر كېدو غوښتل يې په ډاكه كې د امريكا او بریټانیا پر سفارتونو بريد وكړي. وروسته له هغې چې د ډاكه دسيسه شنډه شوه، په بهرنيو چارو وزارت كې د ترهګرۍ ضد لوړ پوړي چارواكي امباسېډر ډانيال بېنجمين، په جنورۍ مياشت كې خبريالانو ته وويل: "ډير لږ داسې څه دي چې ما د لشكر طيبه له ځواك او هيلو څخه ويروي، او هغه په سويلي آسيا كې د هغوى بدلېدونكى حضور دى." د راېډل په اند په ډاكه كې د امريكايي سفارتخونې پر ضد دسيسه موږ ته دا څرګندوي چې "موږ او لشكر طيبه سره په جګړې كې ښكيل يو." په فبرورۍ كې د لشكر طيبه يوې ناپېژندل شوې څانګې د هند په پونه كې چې د لويديځ سيلانيانو د خوښې ځاى دى، په يوه كفې )café( كې د چاودنې پړه په غاړه واخيسته. د ممبی تر پېښې وړاندې، غربي استخباراتي مامورینو ويل، داسې ښكاري چې لشكر طيبه په هند كې د بهرنيانو په وژلو كې له احتياط څخه كار اخلي. اوس، لكه څرنګه چې په ممبی او پونه كې وليدل شول، دې ډلې پتېلې چې ان خپل هندي عمليات هم "نړېوال" كړي.
د لشكر طيبه جرړې په ۱۹۸۰ لسيزې كې د شورويانو پر وړاندې جګړې مهال ته ستنيږي. د هغې د بنسټ اېښودونكو په ډلې كې عبداله عزام و، هغه فلسطيني چې د اسامه بن لادن سره يې يوځاى تر القاعدې وړاندې د "افغان مرستې اداره" نوم لاندې واكمنه اداره جوړه كړه. له افغانستان څخه د شوروي له وتلو وروسته، لشكر طيبه خپل وسله وال د تاجیكستان په كورنۍ جګړې او همدا راز بوسنيا ته د جګړې لپاره ولیږل. خو لشكر طيبه خپل نوم په كشمير كې د هندي واكمنۍ پر وړاندې پاڅون كې وګټو. د پاكستان ډاروونكى استخباراتي آژانس، آی اېس آی، واردمخه په كشمير كې د خپلو نورو نفوذيانو تر څنك له لشكر طيبه څخه د پيسو، وسلو او روزلو له لارې ملاتړ كاوه. د لشكر طيبه مركز موريدكي كې په هغه ۷۷ هكتار ځمكه كې پروت دى چې د پاكستاني حكومت لخوا وركړل شوې. د هغې ودانول هماغو سعودي شتمنو په غاړه واخيست چې له القاعده څخه يې مالي ملاتړ كاوه. د شنونكو په وينا، تر نننه پورې ځينې پاكستانې پوځي افسران لشكر طيبه ته د هغه خوندي ځواك په توګه ګوري چې له هند سره د جګړې پر مهال يې رسۍ خوشې كړي.
دا څرګنده نه ده چې لشكر طيبه له څه وخته د لويديځو موخو پر وړاندې دسيسي جوړول پيل كړي، خو د لويديځ پر وړاندې د هغوى كينه پخوانۍ ده. د لشكر طيبه فلسفه د القاعده په ګډون د نورو پان اسلامي جهادي ډلو په څېر ده، خو له يوې منفردې پاكستاني بڼې سره. هغوى غواړي چې په ټولې سويلي آسيا كې اسلامي خلافت رامنځ ته كړي، چې هماغه د ۱۷ مې پيړۍ مغلي نفوذ راژوندي كول يې مطلب دى. سربيره پر دې چې په كلكه يهود ضد دي، د هندوانو ضد هم كلك تعصب لري. هغوى د هغه څه چې هغوى يې د پاكستان او په ټوليزه توګه په سويلي آسيا كې د مسلمانانو كمزورتيا بولي، پړه پر بریټانیوي امپرياليزم او لوېديځ اچوي. د هغوى په رسمي ويناو چې دا ډله د اروپا د"بيرته نيونې" غوښتنه كوي، چې د هغوی په ادعا يو مهال د مسلمانانو په لاس كې وه او د عيسوي صليبيانو لخوا ونيول شوه. حافظ محمد سعيد، د لشكر طيبه له بنسټ اېښودونكو او د هغې له مهمو مذهبي مشرانو څخه، په كراتو ادعا كړې چې لويديځه نړۍ، "مسلمانان ځوروي.". هغه په ۲۰۰۳ كال كې يوې پاكستاني ورځپاڼې ته وويل: "پر موږ يرغل شوى، موږ بې پته كېږو، استعماليږو او لوټېږو. موږ پرته له جهاد بل په كوم ډول غبرګون وښيو؟" هغه له خپلو مسلمانو پلويانو څخه غوښتي چې "د درې ګونه شېطانانو: امريكا، اسرائيل او هند پر وړاندې وجنګېږي." په همدې تير پسرلي كې د هغه زوي حافظ طلحه سعيد په ښكاره وويل چې دا د هر مسلمان دنده ده چې د يهودانو او مسيحيانو پر وړاندې هر چيرته چې وي، جهاد پيل كړي.
كه څه هم، په عمل كې تر دې وروستيو پورې لشكر طيبه خپل بريدونه يوازې په هند كې موخو ته ځانګړي كړي وو. د يوولسم سپتمبر بريديونو په درشل كې د نورو جهادي ډلو خلاف، لشكر طيبه په افغانستان كې د امريكايي او ناټو ځواكونو پر وړاندې د جګړې لپاره د خپلو جګړه مارو له لېږلو څخه په ډاګه سر وغړاوه، او په ښكاره يې اعلان وكړ چې هغوى يوازې له هندې واكمنۍ څخه د كشمير آزادولو غوښتونكي دي، څو په اسلام آباد كې د خپلو پلويانو غصه و نه پاروي يا د لويديځ استخباراتو لخوا ورته پام وانوړي. خو ان په ۱۹۹۸ كال كې د لشكر طيبه يوه نظامي مشر، دلشاد احمد، ټينګار كاوه چې "لېټ" بايد خپل عمليات له هند څخه وغځوي. او په ۲۰۰۳ كال كې لشكر طیبه د احمد په ګډون خپل وسله وال عراق ته د جګړې لپاره ولېږل. احمد هلته د انګليسي ځواكونو لخوا ونيول شو. په هماغه كال لشكر طیبه په استراليا كې د يوه لوي ترهګريز بريد طرحه جوړه كړه چې د فرانسوي او استراليايي چارواكو لخوا خنثى شوه. په پاكستاني خاوره كې د امريكايي بې پيلوټه الوتكو د بريدونو له امله په پاكستان كې په زياتېدونكي توګه امريكايي ضد احساساتو په زياتېدو سره، د سټيفن ټانكېل په وینا چې د لشكر طيبه په اړه كتاب ليكي، د لشكر طیبه لويديځ ضد ويناوې لا پسې تيزې شوې دي.

 

وروستۍ برخه

كه څه هم لشكر طيبه خپله هر ډول لاس وهنه په افغانستان كې ردوي، خو د امريكا متحدو ايالتونو امنيتي كارپوهان وايي چې لشكر طيبه په لومړي ځل د امريكايي ځواكونو پر وړاندې جنګېدلو لپاره خپل وسله وال په ۲۰۰۶ كال كې افغانستان ته ولېږل، او په ۲۰۰۸ كال كې هغوى په هغه ۲۰۰ كسيزه وسله والې ډلې كې شامل وو چې په واناټ )كامدېش( كې يې پر يوې امريكايي پستې بريد وكړ او نهه امريكايي سرتيري يې ووژل، چې تر هغه مهاله پورې په افغانستان كې د امريكا له محدودو ماتو څخه تر ټولو خرابه یې وه.

داسې شواهد شته چې لشكر طيبه په يوه وخت كې هوډ وکړ چې په هند كې پر لويديځو موخو دسيسه جوړه كړي او ورسره جوخت خپل فعاليتونه په افغانستان كې هم پيل كړي. په ۲۰۰۷ كال كې هغوى خپل يو روزل شوى هندي، رياض الدين ناصر د ګوا ساحلي تفريح ځاى ته ولېږو څو د لويديځو او اسرائيلي اهدافو پر وړاندې بريدونه طرح كړي، خو له نيكه مرغه ناصر مخكې له دې چې خپلې موخې ته ورسيږي، ونيول شو. له دې سره سره لشكر طيبه د لویديځ او يهودي موخو په نښه كول بس نه كړل. د ممبی ترهګريزو بريدونو يوازينى ژوندى پاتى شوى ترهګر، اجمل قصاب پوليسو ته وويل چې بريد كوونكو ته ويل شوي وو چې امريكايیان، انګریزان او اسرائيلان جلا كړي، "ځكه هغوى له مسلمانانو سره زور زياتى كړى".

هغه څه چې زيات شمير هندي او غربي استخباراتي مامورين ويروي، هغه د لشكر طيبه پراخېدونكې نړيواله شبكه ده. له هماغه پيل څخه د لشكر طيبه او القاعده تر منځ اړيكې په زياتېدو دي. په ۲۰۰۲ كال كې، ابو زبيده چې ويل كېږي په۱۹۹۸ كال كې په افريقا كې پر امريكايي سفارتونو د بريدونو اصلي طراح و، د پاكستان په فيصل آباد ښار كې د لشكر طيبه له يوه پټنځاى څخه ونيول شو. د القاعده يو مشكوک بل فعال چې په ۲۰۰۳ كال كې ونيول شو، امنيتي چارواكو ته وويل چې هغه لږ تر لږه دولس كسه د امريكا پر ضد بريدونو لپاره د لشكر طيبه له كمپونو څخه راغونډ كړل. تر دې وروسته، لږ تر لږه يو له هغو كسانو چې د لندن زيرزميني بم كېښودنه يې ترسره كړې وه، چې وروسته يې القاعده پړه په غاړه واخيسته، د لشكر طيبه روزنيز كمپ ته تللى و. همدا راز لشكر طيبه، القاعده سره مرتبط هغه نيول شوي ترهګرو ته چې غوښتل يې له لندن څخه امريكا ته تلونكي لس الوتكې والوځوي، هم مالي امكانات چمتو كړي وو. د ۲۰۰۹ كال په مارچ مياشت كې د انګلستان يوې پارلمانې كمېټې داسې نتيجه ګيري وكړه چې القاعده او لشكر طيبه "د يو ځای كېدو ټکي" ته رسيدلي او خپلې كړنې سره همغږي كوي. راېډل وايي: "د لشكر طيبه مشرانو اوس ځانونه په عمل كې د القاعده او نړېوال جهاد له موخو سره برابر كړي."

ځينې شنونكي په دې اند دي چې د لشكر طيبه شبكه د اسامه بن لادن له شبکې څخه پراخه ده. القاعده برعكس د افغانستان او پاكستان لرې پرتې پولې په اوږدو كې په تېښته ده، لشكر طيبه ځينې ځايونو كې آزاد فعاليت كوي، هر كال زرګونه ځوانان د جهاد لپاره روزي )البته له دغې ډلې څخه ډير لږ شمير ترهګريزو بريدونو ته انتخابيږي.(

د ځينو اټكلونو له مخې په تيرو ۲۰ كلونو كې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ كسانو په دغو كمپونو كې روزنه ليدلې چې په كې سلګونه كسان له اروپا او شمالي امريكا څخه وو. ځينې تربيه شوي كسان بيرته خپلو كورونو ته ستانه شول، چيرته چې ښايي هغوى د لشكر طيبه لپاره په پټه كار كولو ته ادامه وركړې. د نژدې ختيځ لپاره د واشنګټن انسټېټوټ په وروستي څېړن پاڼه كې راغلي چې دا ډله له خليج څخه د پيسو غونډولو او لوجستيكي او فردي استخدام د مركز په توګه كاروي. هغه چارواكي چې په"بوټانو كې د بمي بريد" تحقيقات كوي، وايي چې هغوى "داسې چينلونه پيدا كړل چې په پاكستان كې د لشكر طيبه كمپونو ته له فرانسې څخه رضاكاران لېږل." د هغوى په وينا دې ډلې د ويلي برېجېټ په نوم يو فرانسوي په ۲۰۰۳ كال كې استراليا ته لېږلې و څو د بريدونو په ترسره كولو كې مرسته وكړي. د راېډل په وينا لشكر طيبه "په انګلستان، په ټولو خليج هېوادونو كې، نيپال، او بنګلديش، او تر ډيره بريده ښايي چې په متحدو ايالتونو او كانادا كې ځالې لري." د دې ځالو زياتره برخه اوس مهال د هند پر وړاندې بريدونو لپاره د لوجستيكي موادو چمتو كولو ته- چې د پيسو راغونډول او افرادو له استخدام نه نيولې تر سيم كارتونو چمتو كولو او مالوماتو راغونډول پورې- محدوده كړې.

تير پسرلې كې د اېف بي آى مشر رابرټ ميولر له هغو هيوادونو څخه چې په اصطلاح له ويزې لرلو څخه معاف دي، لكه فرانسه او انګلستان، چې اتباع يې اجازه لري پرته له ويزې څخه يوازې له يوې امنيتي پوښتنې وروسته امريكا ته ننوځي، د لشكر طيبه د فعالينو له راتګ څخه اندېښنه څرګنده كړه. خو د هېډلي په څير نور كسان بايد امريكايي پاسپورت ولري. له ۲۰۰۳ كال راهيسي كابو دولس كسان چې د ويرجينيا جهادي شبكې ممكنه غړي وو، د ترهګرۍ تړاو تورونو او لشكر طيبه سره د مرستې كولو او يا د هغوى روزنيزو كمپونو ته د تللو په هڅه كولو تورن شوي. د دې ډلې غړو په امريكا كې د لشكر طيبه يوه فعال سره مرسته وكړه چې شپې ليد وسايل، د مرمۍ ضد واسكټونه، واېرلس وېډيويي كامرې، او ان ناسپاره هوايي وسايل وپلوري او بيا يې پاكستان ته ولېږي. د ولسمشر جورج ډبليو بوش پر مهال د ترهګرۍ ضد مبارزې كې د ملي امنيت په برخه كې مرستيال مشاور جون كارلوس زرات په وينا، د لشكر طيبه د دغه نړېوال كېدنې يوه پايله دا ده چې واردمخه "هغوى د القاعده شبكې د ځاى ناستې لپاره خپله زيربنا جوړه كړې." هغه زياتوي، كه آن لشكر طيبه په خپله په اروپا يا امريكا كې بريدونه نه طرح كوي، هغه به خپل نړېوال فعالين د داسې يوه بريد د ترسره كولو لپاره القاعده ته وركړي.

ګڼ شمير شنونكي وايي په تخنيكي لحاظ د لشكر طيبه پېچلتيا، دغه مساله د تشويش وړ جوړوي. د ممبی بريدونو د پلان جوړولو استثنایي وخت ونيو. ترهګرو په آزاد سمندر كې د كب نيونې يوه هندي بيړۍ وتښتوله، د جي پي اېس وسيلې په ذريعه يې د ممبی لار پيدا كړه، يوې پمپ شوې كښتۍ كې كښېناستل او له تورتم كېدو سره د ممبی په ساحل كې كښته شول او په څو موخو يې په پرله پسې توګه بريد وكړ. بريدكوونكو ډلو د خپلو موخو پيدا كولو لپاره له جي پي اېس څخه كار اخيستو او د خپلو موخو د ښه موندلو او ننوتلو لپاره يې د ګوګل له تصويرونو، ويډيويي فلمونه څخه هم كار اخيستى و. بريد كوونكو د لشكر طيبه له غړيو سره د تليفون له لارې په تماس كې ول. دې غړو هم د دې لپاره چې و نه موندل شي له انټرنېټي تليفون څخه كار اخيستو او د نړېوالو چينلونو له مخامخ تصويرونو څخه يې د دغو عملياتو رهبري كولو لپاره كار اخيستو. هغوى همدا راز پوهيدل چې څرنګه د نړېوالو رسنيو پام ځان ته راواړوي. د انګلستان استخباراتي شبكې د عملياتو او استخباراتو برخې پخوانى مشر نېجيل اېنكسر په وينا، "زما داسې هيڅ ډله نه ياديږي چې په دومره پيچلتيا سره يې څه ترسره كړي وي." د بهرنيو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد تر ټولو لوړپوړى چارواكى بينجمين ويلي چې يوازينۍ ډله چې كولاى شو هغه لشكر طيبه سره د اندازې، پيچليتا، نړېوال ظرفيت او موخو له پلوه پرتله كړو، هغه د ايران لخوا ملاتړ كېدونكې د حزب الله تروريستي ډله ده.

د لشكر طيبه پر وړاندې جګړه به د القاعده په وړاندې جګړې پرتله لا ستونزمنه وي. كه پاكستان نه غواړي چې د پولې په اوږدو كې د القاعده شا ونيسي )يا متحدو ايالتونو ته اجازه وركړي چې د هغې شا ونيسي(، د لشكر طيبه په نښه كولو كې يې ليوالتيا نوره هم كمه ده. د القاعده برعكس، لشكر طيبه په پنجاب او كشمير كې د خيرات وركولو لويه څانګه لري، چې له لارې يې ښوونځي، د امبولانس آسانتياوې، سيار كلېنيكونه، د ويني بانك او داسې نور چلوي. لشكر طيبه په كشمير كې د ۲۰۰۵ كال له ويجاړونكې زلزلې وروسته د بشري خدمتونو ترسره كولو له لارې ډير زيات محبوبيت ترلاسه كړ. د هغوى پر وړاندې هر ډول اقدام كولاى شي شديده ناكرارۍ او آن كورنۍ جګړې ته لمن ووهي. لشكر طيبه او پاكستاني پوځ دواړه د پنجاب له بېوزلو خلكو له منځ څخه ګڼ شمير كسان نيسي، اكثراً هم له هماغه ورته كورنۍ څخه. د لشكر طيبه بشري مرستو څانګې او پاكستاني ځواكونو په ګډه له هغو بې كوره شويو ملكيانو سره مرسته وكړه چې له طالبانو څخه د سوات درې نيولو لپاره د پوځ د بريد له امله بې ځايه شوي وو. زرات وايي چې په اسلام آباد كې ګن شمير چارواكي په دې پوه شوي دي چې دا ډله په يوه ګواښ بدله شوې، خو نه غواړي چې د هغوى په نښه كولو سره هغوى د دولت ضد كړي.

آن پرته له دې چې په مخامخه توګه پر لويديځ بريد وكړي، لشكر طيبه كولاى شي د لويديځ د ګټو پر وړاندې زیاتې ستونزې رامنځ ته كړي. ډير لږ كسان داسې انګيري چې نوی ډيلي به دا ځل د پاكستان ميشتې ډلې لخوا د كوم عمل ترسره كولو په صورت كې له نظامي لاري پرته بله لار خوښه كړي. او په هستوي وسلو سمبال هند او پاكستان تر منځ هر ډول جګړه به د دې شونتيا له ځان سره لري چې له كنټروله ووځي. د هند او پاكستان تر منځ يوه وړه جګړه هم كولاى شي په افغانستان كې د امريكا ترهګرۍ ضد هلو ځلو باندې ناوړه اغېزه ولري. په افغانستان كې مېشت ناټو ځواكونو كابو ۸۰ سلنه مواد د پاكستان كراچۍ بندري ښار له لارې راځي. د هند او پاكستان تر منځ جګړه همداراز كولاى شي پاكستان دې ته پرې نږدي چې طالبانو پسې ورواخلي. بيا نو متحدو ايالتونو او ملګرو لپاره يې يوه لار ، په تهاجمي ډول په ټول پاكستان كې د لشكر طيبه ځالو لټول او د هغوى ويجاړول دي او بله يې د هند او پاكستان تر منځ د سولې ساتل او د كشمير لانجې حل موندل دي.

يوازې يوه اونۍ وړاندې هند او پاكستان يو ځل بيا د ممبی تر بريدونو وروسته د خبرو اترو لړۍ پيل كړه، كه څه هم د كوم ځانګړي پرمختګ تمه ترې نه كېده. داسې ښكاري چې پاكستان به هله د لشكر طيبه ځپلو ته زړه ښه كړي چې د هند له لوري ورته ډير لږ ګواښ متوجه وي. خو ځيني شنونكي په نګرانۍ سره وايي چې لويديځ استخبارات اوس هم پر لشكر طيبه زيات پام نه ساتي. او دا په دې مانا ده چې كله بيا دغه ډله د خبرونو سر ټكي جوړ كړي، نو هغه به د يوه ويجاړونكي بريد وي، خو نه په ممبی كې، بلكې په منهاټن او يا ميامې كې.