د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان به دوه کاله وروسته اسټراليا ته ماته ورکړي!

کرکټ څانګه 28.02.2010 10:54

ليکونکی: هلال مومند

د کرکټ یو شنونکی پاټريک کيډ د انګلستان د ټايمز انلاین په ويبپاڼه کې ليکلي دي چې که افغانان همدا ډول لوبه کوي نو په دوه کالو کې به د اسټراليا غوندې پياوړو لوبډلو د ماتولو جوګه وي. دا تحليل تر ډېره سم دی او زه لا فکر کوم چې په افغان لوبډله کې دا استعداد شته او که یو څو خاميانې په پياوړتيا بدلې کړي نو شايد چې په دوه مياشتو کې د استراليا غوندې پياوړو لوبډلو ته ماته ورکړي.

د ښاغلي کيډ څرګندونه د دې ښکارندوی ده چې د افغانستان په برياو د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د کرکټ مينه وال لا د خوښيو څرګندولو لړۍ ته دوام ورکوي. د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د کرکټ مينه وال خوښ دي چې د نړۍ د کرکټ په نقشه کې یوې بلې لوبډلې خپله پياوړتيا په زبات ورسوله او د کرکټ خوند به لا ښه کړي.

په اماراتو کې په شل اوريزو، یوه ورځنۍ، او ټيسټ لوبو کې افغان لوبډلې لوبې وګټلې او موږ ټول يې خوښ کړو. سره د دې چې روزونکی کبيرخان او نور تخنيکي همکاران یې تر موږ په لوبه، خاميانو، او پياوړتيا ښه پوهېږي خو د کرکټ د یو مينه وال په توګه يو څو ټکي چې ما په اماراتو کې د لوبو د کتلو په وخت له ځان سره نوټ کړي غواړم دلته وليکم او د کرکټ د نورو مينه والو سره یې شريک کړم:

۱. توپ وهنه: په شل اوريزو لوبو کې د افغانستان بيټنګ ونه ځلېد. په ډېری لوبو کې کابو ټولو لوبغاړو د یو یا دوه لوبو په استثنا کمزوری بیټنګ وکړ. حاجي کبيرخان هم دا خبره د رسنيو سره په مرکو کې وکړه چې لوبې توپ اچونکو وګټلې او د بيټنګ نه ځلېدنه د تشويش وړ ده. راځئ چې د توپ وهونکو منډې سره په ګډه ولولو:

لوبغاړی ايرلينډ  ۲۰/۲۰ سکاټلينډ۲۰/۲۰ امريکا۲۰/۲۰ امارات ۲۰/۲۰ هالينډ۲۰/۲۰ ايرلينډ ۲۰/۲۰
 کپتان نوروز منګل  ۱۳  ۱۸  ۳۰  ۱۴  ۱۰  ۲۱
 محمد نبي عيسی خېل  ۴۳  ۰  ۲۵  ۱  ۱  بيټنګ یې ونکړ
 کريم خان صادق  ۴  ۳  ۲۵  ۲  ۱۸  ۳۴
 نور علي ځدراڼ  ۴۲  ۴۲  ۲۶  ۳۸  ۱۸  ۱۶
 محمد شهزاد  ۱۲ ۳۰   ۰  ۹  ۱۱ ۶۵
 شفيق الله شفق  ۳  ۰ بيټنګ یې ونکړ بيټنګ یې ونکړ  ۲  بيټنګ یې ونکړ
 ريس احمدزی  ۹  ۱۷  ۲۶ ۰  ۲۳  بيټنګ یې ونکړ
 سميع الله شينواری  ۲  ۱ بيټنګ یې ونکړ  ۴  ۱۹  بيټنګ یې ونکړ
 ميرويس اشرف  ۱  ۸ بيټنګ یې ونکړ  بيټنګ یې ونکړ  ۱۹  بيټنګ یې ونکړ
 اصغر ستانکزی  بيټنګ یې ونکړ  بيټنګ یې ونکړ  بيټنګ یې ونکړ  ۲۶  بيټنګ یې ونکړ  بيټنګ یې ونکړ
 اضافي يا وړيا  ۱۱  ۴  ۸  ۸  ۱۸  ۱۵

په شل اوريزو لوبو کې د افغانستان کمزورې توپ وهنه دا پوښتنه رابرسېره کوي چې د افغان توپو وهونکو استعداد ولې ونه ځلېد؟ د شل اورونو د غوراوي په سيالۍ کې په شوو ۱۳۰ او ۱۴۰ منډو هندوستان او سويلي افريقا نه ايسارېږي.د افغان لوبډلې بيټنګ بايد ډېر ښه شي چې په نړيوال جام کې هندوستان او سويلي افريقا ته لږ تر لږه په شلو اورونو کې له ۲۰۰ زياتې منډې هدف وټاکي،

۲. د ويکټو په منځ کې منډه: په دې اړه ما دوه ټکي نوټ کړل:

لومړی: د ايرلينډ سره مو په لومړۍ لوبه کې ۳ ، امريکا سره ۲، هالينډ سره ۴، او اماراتو سره ۱ ويکټې په منډه له لاسه ورکړې. په ځينو لوبو کې په منډه د سوځېدنې یواځينی لامل دا و چې د لوبغاړو تر منځ په پيچ تفاهم نه و. دا مهم تخنيک دی چې لوبغاړي یې ياد کړي چې کله منډه جوړوي، کله ودرېږي، او کله د ښه توپ وهونکي د ساتنې لپاره قرباني ورکړي.

دويم: ما چې څومره کتل د افغان لوبغاړو منډه د ځينو لوبډلو له منډو تېزه نه وه. د نمونې په توګه په هغه ګوذار به چې ايرلينډ دوه منډې کولې، افغانانو به په ورته ګوذار یوه منډه کوله. ايرلينډ به په پيچ پروت توپ منډه اخيستی شوه خو زموږ لوبغاړو بيا دا کار نه کاوه. امکان لري د دې دا وجه وي چې زموږ د لوبغاړو فيلډ کمزوری و او ايرلينډيانو ترې ګټه پورته کوله او يا هم دا چې زموږ لوبغاړي تفاهم لرلو ته اړتيا لري چې دا ډول منډې جوړې کړي. روزونکی او تخنيکي کسان به په دې لا ښه پوهېږي.

۳. فيلډ: افغان لوبډله د ډېر ښه فيلډ استعداد لري. دا استعداد په څو لوبو کې وځلېد خو په ځينو لوبو کې بيا موږ د دې ښه فيلډ ارمان کاوه. د فيلډ یوه ستره ستونزه په یو وار توپ نيول او سمدستي یو کريز ته په هماغه ګوذار د توپ رسول و. په داسې حال کې چې د ايرلينډ لوبغاړو به توپ ته لاس واچاوه او سمدستې به یې لاس تاو کړ او د پيچ یوې غاړې ته به یې توپ ورساوه، رموږ لوبغاو به د همدې کار لپاره یو ځل توپ ونيوه (کله به ترې وغورځېده او دويم ځل نيونې ته به اړتيا وه) او بيا به یې ځان جوړ کړ او یو کريز ته به یې توپ ورساوه. دا شايد د تجربې د کموالي اغېز وي او د ښه کولو امکان یې شته دی.

۴. اضافي منډې: په شپږو لوبو کې افغان لوبډلې ۶۴ اضافي منډې وړکړې. توپ اچونکو وايډ ورکړل او له کيپر او فيلډرانو توپونه تېر شول چې په نتيجه کېپه بای او لګ بای ضافي منډې ورکړل شوې.

هيله ده چې پورته ټکي به د لوبډلې په پياوړتيا مثبت اغېز وکړي او لکه څنګه چې یې خوښ ساتلي یو، د دوی او زموږ دا ګډه خوښي به همداسې دوام وکړي او د کيډ د دوه کالو د مودې پر ځای به زما هيله د شل اورونو په نړيوال جام کې دوه مياشتې وروسته پوره شي ځکه چې کيډ د دوی لوبه نه ده ليدلې او ما له نږدې وليدله چې له پاکستان او نيوزيلانډ څخه يې د دوبۍ کرکټ لوبغالي کې لوبه ډېره ښکلې او مسلکي ښکارېده.